په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلوي ترمنځ د سولې په تړاو خبرې پای ته رسېدلې دي. رسنیو ته په رسېدلو راپورونو کې ویل شوي چې په یو مشروط توافق هوکړه شوې ده. تر دې وروسته داسې انګېرل کېږي چې د سولې اصلي خبرې او مذاکرات به د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ پیلیږي. دواړه طرفونه به د خبرو لپاره ځانګړي شرایط لري چې د سولې د مذاکراتو په لړ کې به مطرح کېږي.

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په راتلونکو پړاونو کې د هغو اړیکو، هوکړه‌لیکونو، او ترلاسه کړو مرستو اسناد غواړي چې له لارې یې له دوی سره پرې اتلس کاله جګړه کړې ده.

د افغانستان حکومت وايي تیار دی چې ټول هغه اسناد او هوکړه‌لیکونه او مکمل توضیحات یې، له طالبانو سره د سولې د خبرو د یو طرف په توګه په ګډه د افغانستان له خلکو سره شریک کړي، چې له نورو هېوادونو او ادارو سره یې لري. ټاکل شوې ده چې طالبان او د افغانستان د حکومت ترمنځ به مخامخ خبرې له دې وروسته پیلیږي. که چېرې د اسنادو د نشر او توضیحاتو د شریکولو شرط وټاکل شي، طالبان به دې شرط ته غاړه کېږدي؟

په افغانستان کې سوله د دې غوښتنې په رڼا کې نوي پړاو ته داخلیږي او د افغانستان دولت له قید و شرط پرته خبرو وروسته چې ټاکل شوې د ثور په نهمه نېټه د سولې مشورتي لویه جرګه دایره شي، د دې غوښتنې په اړه به هم چې د افغانستان د حکومت د لارې په نقشه کې به شامله وي، خبرې وشي. طالبانو تر دې وړاندې بار بار ویلي دي چې د سولې په تړاو د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي. اوس چې ګومان کېږي دواړه لوري به مخامخ خبرو ته تیاریږي، په افغانستان کې د سولې نوی باب دی چې د سولې رسمي بهیر تعریفوي.

«په افغانستان کې سوله»، د افغانستان د سولې په اړه د وروستیو هلو ځلو، پرمختګونو، غبرګونونو، طرحو او نظریاتو لپاره په یو ځای د څار او تعقیب انلاین ځای دی. د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د هلوځلو او په دې تړاو د نورو ذیدخلو اړخونو د کارونو او ملاقاتونو نظارت او خپراوی. د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د لارې نقشه، د امریکا لیدلوری او د سولې په تړاو د ځانګړي استازي نظرونه او هڅې، د طالبانو موقف، او د سیمې د هېوادونو ونډه د همدې پاڼې له لارې تعقیبیږي.

میتودولوژي/ کاربڼه:

افغانستان په څلوېښتې کلنې جګړې او متواترو شخړو کې میلیونونه کسان وژل شوي، ټپیان شوي او ورک شوي دي. د سولې د ژورنالیزم او د عامه پوهاوي او مالوماتو د شریکولو د میکانیزم په نظر کې نیولو سره موږ د سولې دا پروسه په لاندې څرنګوالي څارو:

  • خبرونه» دا د سولې څار په ټرکر کې د سولې په تړاو ټول ترسره کېدونکي پرمختګونه، حادثې او خبرې خپریږي
  • تحلیلونه، تبصرې، او نظرونه» په دې برخه کې د سولې په اړه له تیوري نیولې، بیا تر عملي او تاریخي ډګره ټول اړخونه مطرح کېږي.
  • ملټي‌مېډیا» په دې برخه کې د سولې اړوند انځوریز او غږیز نشرات خپریږي چې د سولې څار د برخې تولید به وي.
  • • د سولې مشورتي لویه جرګه

په دې پاڼه کې به د ټولو خپرېدونکو توکو د نشر مدیریت د انسان نیوز ډېسک د تحریریه پلاوي له لوري وي. تازه جزییات به د یادو خبري څرنګوالي له مخې ټاکل کېږي.

خپرونکی:

انسان مجله په ۲۰۱۳ کې له کابل څخه د فلسفې، فرهنګ او انساني علومو د حوزې د یوې څانګپوهنیزې رسنۍ په حیث شروع شوه. موخه دا وه چې د یوې درې میاشتنۍ مجلې په حیث د ژوند، فکر او چاپېریال په مهمو او انساني مسایلو بحث او تحقیق ته لاره پرانیزي. موږ غوښتل چې هیومانیزم، بشري حقونه او د عدالت مفکوره د نوي افغانستان لپاره د تازه هڅو، مفکورې او برنامې د بستر په ډول مطرح وي. انسان نیوز ډېسک د «انسان» د رسنیزې کورنۍ یوه ځانګړې او اختصاصي خبرڅانګه ده چې د «پالیسي نیوز» په غالب شکل کې خپرونې او نشرات کوي.

انسان نیوز ډېسک سره د اړیکې نیونې لپاره زموږ ځانګړو ارتباطي چینلونو ته ورشئ. پر برېښنالیک، تلیفون، ټولنیزو رسنیو او د لیکلو پیغامونو له لارې اړیکې ټینګې کړئ.

برېښنالیک: news@insan.af

موبایل: 0202533670

دافغان سولې اړوند تحلیلونه

د سولي اړوند خبرونه