Post Image

عمران خان یو ځل بیا د افغانستان په کورنیو چارو کې د مخامخ لاسوهنې پر سیاست باندې ټینګار وکړ. نوموړي په کوزه پښتونخوا کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال څرګنده کړه چې تېر ځل یې په افغانستان کې د موقت حکومت د وړاندیز له امله افغانان په غوسه کړي وو خو حقیقت دا دی چې له ټاکنو وړاندې موقت حکومت کولای شي چې سولې او شفافو ټاکنو ته زمینه مساعده کړي.

عمران خان افغانانو ته په خطاب کې وویل چې؛

«موږ تاسې خپل ورونه ګڼو. زه خدای ج ته دعا کوم چې د افغانستان د خلکو سوله په برخه شي... یو ورور بل ورور ته د خپلې تجربې پر اساس وايي چې که چېرې تاسې د ټاکنو له لارې سولې ته تلل غواړئ نو د تجربې له مخې داسې لنډمهالی حکومت جوړ کړئ چې په بېطرفانه توګه ټاکنو ته زمینه برابره شي او د حکومت مخالفین یې پایلې ومني.»

اصلي پوښتنه دلته ده چې عمران خان او په ټوله کې پاکستان ولې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنې  د «ورورګلوۍ» نوم ورکوي؟ دلته ورورګلوي څه معنا لري او له کومې زاویې باید ورته وکتل شي؟

ورورګلوي دوه ډوله تعریفېدلې شي. لومړی ډول یې د سیاسي‌ اسلام هغه کانسپټ دی چې له مخې یې د ځمکې پر سر ټول مسلمانان سره ورورنه بلل شوي دي. دویم ډول یې بیا طبعي ده چې د مشترکې وینې رشته ولري او د قومیت او عصبیت پر اساس د ټولنې د افرادو ترمېنځ رامنځته کېږي.

د ۱۸مې میلادي پېړۍ راهیسې د مدرن دولت ظهور چې د ملت – دولت پر اساس رامنځته شو، د اسلامي ورورولۍ کانسپټ له منځه یووړ او د مسلمانو هېوادونو ترمېنځ اړیکې دولت په دولت شوې. په مسلمانو هېوادونو کې ددې اړیکو اصلي مخاطبین د اړوندو هېوادونو وګړي نه بلکې د دولتونو مشران دي. بهرنی سیاست د همدې مشرانو په لاس کې دی. د ملي ګټو پر اساس او د ملت په استازیتوب یې د مشخصې بیروکراسۍ په واسطه عملي کوي.

پورتنی تیوریک بحث بیا د پاکستان په اړه صدق نه کوي. ځکه د پاکستان د تأسیس فلسفه د اسلامي ورورلۍ د بنسټپالي روایت په محور بنا شوې ده. له هنده د پاکستان د جلا کېدلو مشروعیت هم د همدې کانسپټ پر بنا و. ځکه خو په نړیوال سټېج کې د پاکستان حاکم ایډیولوژیک ذهنیت او وسله وال پوځ ظاهراً ځان د ټولې اسلامي‌ نړۍ باني ګڼي او د نړۍ په هر ګوډ کې د اسلامي ورورولۍ پر اساس د ټولو مسلمانانو پر وړاندې ځان مسئول بولي. دا ذهنیت که څه هم په لومړي سر کې د اسلامي هېوادونو د تود هرکلي سره مخ شوی و خو په ۱۹۷۰یمو کلونو کې د بنګالي مسلمانانو سره د پاکستان د حاکمې ایډیولوۍ او وسله وال پوځ وحشیانه چلند ددې سبب شو چې بنګالیان خپلواکي ترلاسه او بنګله دېش جوړ کړي.

عمران خان د پورتني ایډیولوژیک ذهنیت استازی دی. ځکه خو اوس هم افغانان د اسلامي‌ ورورلۍ د کانسپټ پر اساس خپل ورونه بولي او ځانله دا حق ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له دې لارې ښکاره لاسوهنه وکړي. عمران خان څه موده وړاندې پر اویغوري مسلمانانو باندې د چین پر ظلمونو باندې سترګې پټې کړې او دا یې د چین کورني مسایل وبلل. د چین په کورنیو چارو کې د پاکستان مداخله ورته ګرانه تمامېږي. ځکه خو د اسلامي ورورګلوۍ کانسپټ یواځې د افغانستان لپاره مطرح کوي. ددې ورورګلوۍ پدې کانسپټ کې د افغاني ټولنې ټول قومي جوړښتونه شاملېدلی شي خو په افغانستان کې د عمران خان اصلي مخاطبین د ښاغلي اتمر په څېر هغه کسان او سیاسي جریانونه دي د موقت حکومت له لارې اقتدار ته د رسېدلو خوبونه ویني. دا که د اوسني نظام د ټوټې ټوټې کېدلو په قیمت هم وي.

د عمران خان د «ورورګلوۍ» دویم تحلیل بیا د وینې د رشتې پر اساس د قومیت او عصبیت په چارچوب کې ممکن دی. که مو پام کړی وي، عمران خان د موقت حکومت وړاندیز په پښتونخوا کې د پښتنو یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړی دی. عمران خان چې په خټه ځان پښتون بولي، ممکن د پښتني ورورګلوۍ او د افغانستان پښتنو سره د خواخوږۍ تر نامه لاندې ځانله حق ورکوي‌ چې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. دا یواځې عمران خان نه دی چې دا ډول فکر لري. ددې هېواد پخواني ولسمشر پروېز مشرف هم یو وخت په افغانستان کې ځان د پښتنو د حقوقو مدافع بللی و.

په شلمه پېړۍ کې د وینې د رشتې پر اساس د ورورګلوۍ په بهانه د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه د فاشیزم او نازیزم میراث دی. هېټلر په ۱۹۳۸م میلادي کال کې پر اتریش ځکه یرغل وکړ چې هلته یې د جرمني ورورنو له حقونو د دفاع اراده درلودله. د دویمې نړیوالې جګړې یو تر ټولو مهم لامل همدا د وروګلوۍ احساس و چې د ملیونونو کسانو ژوند یې واخیست. پر قطر باندې د سعودي عربستان په مشرې د خلیج د هېوادونو بندیزونه او  محاصره ځکه روانه ده چې قطر د کوچني ورور په توګه د مشر ورور خبره نه منله. د ترکیې لپاره د عراق، سوریې او د بالکان د سیمو او حتا د افغانستان په کورنیو چارو کې د مخامخ لاسوهنې مشروعیت، پدې هېوادونو کې مېشت ترک توکمه لږه کي دي چې اردوغان یې خپل ورونه بولي.

دوه کاله وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان سره د افغانستان د اړیکو ستراتیژي روښانه کړه. ددې ستراتېژۍ پر اساس افغانستان له پاکستان سره د (دولت په دولت) د اړیکو پراختیا ته لېواله دی. دا هغه څه دي چې د پاکستان لپاره د منلو وړ نه دي.

پر پاکستان حاکم ایډیولوژیک ذهنیت اصلاً باور نه لري چې افغانستان سره دې د یو خپلواک هېواد په توګه دولت په دولت اړیکې ټینګې کړي. د پاکستان د ملي امنیت د دوکتورین  له مخې په افغانستان کې پیاوړی مرکزي‌ نظام د پاکستان ملي ګټو او بقا ته ستراتیژیک ګواښ دی. د پښتونخوا او ډیورند مسایل یې کوچني لاملونه دي. لوی لامل یې په سیمه ایزه کچه د حاکم ایډیولوژیک ذهنیت د لمنځه تللو ګواښ دی چې د پاکستان په نامه هېواد یې جوړ کړی دی.

د اسلامي او یا پښتني ورورګلوۍ پر اساس له افغانانو سره د عمران خان د خواخوږۍ تر شا په حقیقت کې پورتنۍ وېره پرته ده.

شریک کړئ

ورته مطالب