Post Image

ژباړن: وصیل فیضي

په پانګه‌والو رسنیو کې، د افغانستان انځور له اسلامي افراطیت، جهاد، ټوپکوالو او پوډرو له قاچاق سره په تړاو کې ښودل کېږي. سره لدې چې دا بدمرغه ځانګړنې د ننني افغانستان حقیقتونه دي خو تل داسې نه وو. له نن څخه ۴۰ کاله مخکې یو انقلاب، دا ملک له خپل وروسته پاتي‌والي څخه راولټاوه چې بېرته بیا د امپریالیستانو پر لاس جوړو شویو بنسټپالو ډلو پر مټ ناکام کړای شو. د منځني ختیځ په اوسني حال او هلته د شاتګپالو ځواکونو په پیاوړي کېدو د پوهېدو لپاره لومړی اړتیا ده چې د ۱۹۷۸ کال د ثور د انقلاب عروج او زوال باندې ځان پوی کړو.

 

تاریخي شالید

افغانستان له جغرافیوي پلوه یو مهم هېواد دی. لکه څنګه چې اېنګلز ارزولو:

«د افغانستان جغرافیوي موقعیت، د خلکو ځانګړی طبېعت، دا ملک له داسې سیاسي ارزښته برخمنوي چې د منځنۍ اسیا په چارو کې یې له رول څخه په ډېرې سختۍ انکار کېدای شي».

افغانستان منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره تړي او همدا جغرافیوي موقعیت د دې هېواد په چارو کې لوی رول لري چې دا خبره تر ننه کره ثابته شوې. په شلمه پېړۍ کې دا ملک د برتانوي هېند او څاري روسیې تر منځ د ټکر ځای و. انګرېزانو هڅه وکړه چې دا ملک ونیسي خو په پوره توګه بریالي نشول. سره لدې، هغوی پدې بریالي شول چې ځینې پښتنې سیمې تر خپل واک لاندې کړي او د برېتانوي هند برخه یې وګرځوي. د پښتنو سیمو دې وېش ټپ ډېرې ژورې پایلې ولرلې چې وروسته د امریکا او پاکستان لخوا د دې لپاره وکارول شو چې د انقلاب پر ضد وجنګېږي او دا هېواد تر کنترول لاندې راولي.

د شلمې پېړۍ په پیل کې شاه امان‌الله خان، (د امپریالیزم مخالف شخص چې د تورکیې له مصطفا کمال اتاتورک څخه اغېزمن و)، هڅه وکړه چې افغانستان مډرن کړي خو بریالی نشو. تروتسکي په هغې وخت کې دې حال ته اشاره کړې:

«دلته په شرق کې یو بل ملت دی چې نن د ځانګړې یادونې وړ دی (…). دا افغانستان دی. هلته د پام وړ پېښې رامنځته کېږي چې په دغو ټولو پېښو کې د برېتانوي امپریالیزم لاسونه ښکېل دي. افغانستان یو وروسته پاتې هېواد دی. افغانستان د اروپايي کېدو لور ته خپل لومړني ګامونه اخلي تر څو خپله خپلواکي په مهذبه توګه بنسټیزه کړي. د افغانستان پرمختګپال نشنلیست عناصر په واک کې دي او برېتانوي دیپلوماسي یې پر ضد هر شاتګپال ځواک، هغه که دننه په دې هېواد کې وي او که بهر له هند سره په سرحدونو کې، په وسله سمبالوي او د دغو پرمختګپالو عناصرو پر ضد یې دروي. له هغو فرمانونو څخه نیولې چې په ترڅ کې یې نه یوازې د المان پانګه‌وال بلکې سوسیال دیموکرات ځواکونه هم د مۍ‌ په لومړۍ ورځ د کارګرو د لاریونونو مخه نیسي، په چین او افغانستان کې پېښېدونکیو پېښو پورې د دغو ټولو ظلمونو او ټکونو تر شا د دویمې نړیوالې ګوندونه دي. تاسو، باید پوی شئ، هغه بریدونه چې د کابل پر ضد د برېتانوی سرچینو پر مټ منسجمېږي، د پاسیفیست مېکډونالډ تر واک لاندې ترسره کېږي». (تروتسکي: اپرېل ۱۹۲۳)

تر امپریالیستي تېري هاخوا، د افغانستان په مډرن کولو کې د امان‌الله خان د ناکامۍ سبب هلته د ملي بورژوازۍ (ملي پانګه‌واله طبقه) نه‌شتون وو. هغه طبقه چې په اروپا کې یې صنعتي انقلاب او ملي دولتونه رامنځته کړل.

د انقلاب پر وخت ۱۹۷۸ کې، افغانستان په مهمو هېوادو لکه شوروي، ایران، چین او پاکستان کې ایسار و. وروسته دغو ټولو هېوادو په انقلاب او د انقلاب په ناکامولو کې خپل خپل رول لرلو.

 

افغانستان او استعماري انقلاب

د نړۍ په ډېرو برخو، د ګاونډي هېواد پاکستان په شمول، ۱۹۶۸ کال د ولسي خوځښتونو او لاریونو کال و. له دې څخه افغانستان هم استثنا نه و. ۱۹۶۸ کال کې افغانستان د محصلینو او کارګري اعتصابونو د یوې څپې شاهد و. محصلینو په ښوونیز نظام او نصاب کې بدلون غوښت، د داخلې چارو په پالیسیو یې اعتراض درلود او دې ته ورته نور. د کارګرو په غوښتنو کې د تنخوا زیاتوالی، ښه کاري شرایط، رخصتۍ، کم کاري ساعتونه، روغتیايي او‌ طبي بیمه شامل ول.

د افغان تاریخ مشهور لیکوال، لوویس دوپرې هغه حالت په لاندې تورو بیانوي:

«د محصلینو بېساری ملاتړ، حتا په ځینو سیمو کې د ښوونځیو ملاتړ له کارګرو څخه، کابل کې ډېر خلک حیران کړي ول».

د محصلینو تر منځ د پوهې کچه ډېره لوړه وه:

«په ځینو ټولګیو کې، محصلینو انکار کولو چې د مارکسیزم ضد نظریات واوري او داسې یوه فضا برابره شوې وه چې یوازې ځینو اکادمیکو شخصیتونو کولای شول د غرب په هکله څيزونو باندې بحث وکړي».

انقلاب ساري دی او دوپرې هم دا خبره مني:

«د اړیکو اوسنی حالت، زما په اند، دا موقع مساعدوي چې په نړیواله کچه د محصلینو لاریونونه زیات شي. په برکلې (Berkley) کې د پولیسو د یوه برید، کولمبیا کې د یوه پاڅون، او یا د محصلینو یا کارګرو د لاربندۍ خبر په پاریس کې څو ساعتو کې نړۍ ته رسي. او په افغانستان کې هر کلی او هر ښار د ټرانزېسټر راډیو لري. په افغانستان کې د محصلینو مزاحمت ته په نړیواله توګه د محصلینو په لاریونو کې کتل کېدای شي».

د دوپرې نظر پدې هکله چې افغانستان کې د کارګرو پاڅون نړیوالو اغېزو زېږنده ده سم دی، خو د دې تر شا د خلق د دیموکراتیک ګوند منظم فعالیت هم و، ځکه دا د ګوند ستراتېژي وه چې د کارګرو تر منځ به سیاسي کار کوي.

مارکس په ښکېلاک لاندې ملکونو کې د انقلاب په هکله ډېر څه ندي ویلي ځکه هغه یې وړاندوینه یوازې په پرمختللیو صنعتي ملکونو کې کړې وه. دا کوم تصادف نه و بلکې په هغې دور کې اروپا د نړیوال انقلاب مرکز و.

تر ښکېلاک لاندې ملکونو او یا هغو ملکونو کې چې پخوا تر ښکېلاک لاندې ول دا ناممکنه ده چې د پخوانیو طبقاتي اړیکو پر بنسټ پرمختګ وشي. پدغو ټولو ملکونو کې د ملي دیموکراتیک انقلاب، زراعتي انقلاب، د فیوډالي او یا مخکې له فیوډالۍ پاتې‌شوني، د فرانسې د بورژوا انقلاب (۱۷۸۹) پر کرښو نشي حل کېدای. د ښکېلاک لاندې ملکونو بورژوازي (پانګه‌واله طبقه) ډېر وروسته، هغه وخت منځته راغله چې پانګه‌والو اړیکو وخته ټوله نړۍ تر واک لاندې راوستې وه. همدا دلیل و چې په ښکېلاک لاندې ملکونو کې ملي بورژوازي د دې وړ نه وه چې د غربي بورژوازۍ په توګه، چې د پانګه‌والې ټولنې په رامنځته کولو کې یې سلګونه کاله مخکې خپل رول لوبولی و، رول ولوبوي.

په ښکېلاک لاندې ملکونو کې بورژوازي ډېره کمزورې ده او خپلې سرچینې یې دومره ندي چې پر مټ دې یې له غربي صنعتي اقتصادونو سره سیالي وکړای شي. په لنډه کې، هغوی له یوه اړخه زړې ټولنې سره او له بله اړخه امپریالیزم سره په زرګونو تارونو کې تړلي دي چې په همدې خاطر د حاکم سیستم دفاع کوونکی ځواک ځنې جوړوي. په همدې دلیل تاریخ د ملي دیموکراتیک انقلاب او د سوسیالیستي انقلاب دواړو مسولیت د کارګرو پر اوږو اچولی.

د ټولنیزو اړیکو خوسا حالت، د امپریالیزم نسبي کمزوري او د جګړې مخکې حالت کې د چین زورور صنعتي پرمختګ او ثبات تر ښکېلاک لاندې ملکونو کې لویو ټولنیزو بدلونونو او انقلابونو ته لار هواره کړه. خو د روسي انقلاب ستالینیستي زوال او د چینايي انقلاب ستالینینستي بدلونونو له هماغه پیله، سره له بریاو یې، دا لار هواره کړه چې په ښکېلاک لاندې سیمو کې انقلابونه یوازې د ملي کرښو په نظر کې نیولو سره وشول او له پیله یې په بنسټیزه توګه بڼې بدلې وې. دا په افغانستان کې د انقلاب شالید و او په حقیقت کې د انقلاب د ناکامۍ او د انقلاب ضدو کړیو د بریا بنسټ و چې زه به یې همدلته تشرېح کړم.

 

خلق دیموکراتیک ګوند

د خلق دیموکراتیک ګوند بنسټ په کال ۱۹۶۵ کې د جنورۍ په لومړي تاریخ د ګوند د مشر  نورمحمد ترکي‌ په کور کې کېښودل شو. د ګوند موخې په لاندې ټکو کې بیان شوې وې:

«موږ پوهېږو چې موږ د ځینو طبقاتو د ګټو لپاره د ځینو طبقاتو پر ضد جنګېږو او موږ به د ټولنیزو اصولو پر بنسټ د زیارایستونکو په ګټه داسې یوه ټولنه رامنځته کړو چې له هر راز فردي زبېښاکه پاکه وي». (د خلق دیموکراتیک ګوند ته لومړۍ وینا)

خو ګوند ډېر ژر په کال ۱۹۶۷ کې شاه سره د اپوزیسون پر پوښتنه درز سره مخ شو.

له ګوند څخه دوه ډلې جوړې شوې، چې هر یو یې جلا نوم خپل کړ او په هماغه نوم یې ورځپاڼې چلولې - حال دا چې دواړو ډلو له تیوریکي پلوه د شوروي پر پلونو پل ایښودو - خو د پرچم ډله د نشنلیزم لور ته مایله وه. د دې ډلې بنسټ د ښارونو منځنۍ طبقه خلک ول او د کار ډېر تمرکز یې په وسله‌والو ځواکونو و. بلې خوا ته د خلق د ډلې تمرکز په طبقاتي توپیرونو و او تمرکز یې پر ښاري کارګرې طبقې او کلیوالې بېوزلې طبقې و.

یوه ډېره مشهوره اوازه دا ده چې ویل کېږي د خلق دیموکراتیک ګوند ولسي بنسټ نه درلود. خو جدي افغان تاریخ لیکونکي دې خبرې سره موافق ندي او پدې نظر دي چې د خلق دیموکراتیک ګوند په کلیوالو سیمو کې قوي ولسي ملاتړ درلود. تر دې هاخوا، د دې ثبوتونه شته دي چې د خلق دیموکراتیک ګوند پدې بریالی شوی و چې پاکستان سره تر کرښې هاخوا پښتنو سیمو کې هم د مطالعې کړۍ رامنځته کړي.

 

انقلاب

په ۱۹۷۳ کې داود خان - د شاه د تره زوی چې پښتون سیاست ته لېواله و - د یوې قصري کودتا په ترڅ کې واک ونیو. پدې کودتا کې ورسره د پرچم د ډلې فعاله مرسته وه چې په پای کې یې په رسمي توګه شاهي نظام ړنګ کړ. داود له شوروي سره نیږدې اړیکې درلودې. د داود د رژیم په پیل کې کمونیستانو د ازادو فعالیتونو نه ګټه اخیسته. خو کله چې په ۱۹۷۷ کې خلق او پرچم بېرته سره یو ځای شول او د دوی نفوذ په ملکي او پوځي لیکو کې زیات شو، دوی رژيم ته په ګواښ بدل شول.

د اپرېل په ۱۸مه ۱۹۷۸ کې د کارګرو د اتحادیې او د پرچم د ډلې مشر، میر اکبر خیبر، په مرموزه توګه ووژل شو. د هغه په جنازه کې، چې کابل کې وه، په زرګونه خلک راټول شول. د میراکبر خیبر مرګ او جنازه رژیم ته یو لوی ګواښ و. او د رژیم او د ګوند تر منځ دا د ژوند و مرګ لوبه لا هم پسې زوروره شوه. لس ورځې وروسته د اپرېل په ۲۸مه ۱۹۷۸ د خلق دیموکراتیک ګوند د یوې کودتا په ترڅ کې واک ترلاسه کړ چې مشري یې د خلق ډلې کوله.

جالبه دا ده چې د خلق دیموکراتیک ګوند له دواړو ډلو څخه یوې ډلې هم په نیږدې وخت کې د انقلاب په هکله نظر نه درلود. شوروي هم په ورته ډول. دا انقلاب د شوروي بیوروکراسۍ ته یو لوی تعجب و. انقلاب د داود د رژیم لخوا د خلق د دیموکراتیک ګوند د ټکولو په پایله کې رامنځته شو. او د خلق د دیموکراتیک ګوند لپاره دا د ژوند او د مرګ‌ په پوښتنې بدل شو. د میراکبر خیبر تر وژنې وروسته، د کمونیستانو تصفیې زور واخیست. رژیم د اپرېل په ۲۶مه په نیمه شپه د ګوند غړي، د دوی د مشر نورمحمد تره‌کي په شمول، بندي کړل. دا د داود د رژیم لخوا یو خطرناک ګام و.

په سبا یې یو له مخکې پلان شوی، په ځانګړې توګه ورته ګواښمن حالاتو لپاره تیار شوی، آپرېشن د خلق د دیموکراتیک ګوند لخوا عملي شو. شاوخوا ۲۵۰ ټانکونو او زرهي موټرو پدې کودتا کې برخه واخیسته. هغو افسرانو چې د ګوند غړي ول د ځمکنیو او هوايي ځواکونو مشري په لاس کې واخیسته. د مازیګر ۵:۳۰ بجو شاوخوا کې واک د باغیانو لاس ته لوېدلی و. د ګوند بندي شوي مشران د بریا په دود راخوشې کړای شول. د کابل راډیو او د باګرام او کابل هوايي ډګرونه یې تر واک لاندې راوستي ول. په هماغه مازیګر یې د انقلاب د بریا خبر د کابل له راډیو څخه خپور کړ.

د افغانستان د ثور انقلاب د روسیې د بولشویکو د ۱۹۱۷ د اکتوبر د انقلاب په څېر نه و، چېرې چې واک د کارګرو او بزګرو د لوی ولسي خوځښت لخوا، د لېنین او تروتسکي په مشرۍ، تر لاسه شو. د دې پېښې د تعریف لپاره چې په افغانستان کې تجربه شوه، بریتانوی مارکسیست ټېډ ګرانټ د پرولتاریاو بوناپارټيزم اصطلاح وکاروله. پداسې حال کې چې کپیټالیزم او ځمکواکي (فیوډالیزم) له منځه وړل شوي او د اقتصاد تر ټولو لویه برخه پکې ملي شوې خو واک بیا هم د کارګرو پر ځای د پوځ او پولیسو یو ګوندیزې دکتاتورۍ سره دی.

ټېډ ګرانټ دا کودتا په لاندې ډول تشرېح کوي:

«کودتا هله زور واخیست چې کله داود د ټولو مخالفینو د ټکولو هڅه وکړه. د هغه رژیم یو ګوندي فیوډالي بیوروکراټیک رژیم و. د ملک د کارګرو کوچنۍ برخې د کارګرو اتحادیې نلرلې چې پکې راټول شي وای».

که انقلاب خپله د ولسي پاڅون طبېعي بڼه خپله کړې وای، پایله به یې له هغې څخه ډېره بدله وه چې په افغانستان کې رامنځته شوه. د ۱۹۷۸ د اپرېل انقلاب د پوځ د لوړپوړو چارواکو او د منځنۍ طبقې د ښارونو د روښاندو مشرانو پر مټ رامنځته شو.

هغوی کودتا د هغو هڅو د مخنیوي په لار کې وکړه چې په لړ کې یې باید دوی او د دوی کورنۍ له منځه وړل شوې وای. هغوی د ځانساتنې په پار د دغې عمل ترسره کولو ته اړ شول خو دا موخه هم ورسره وه چې افغانستان نوې نړۍ ته راوړي.

وروسته له هغې چې پخوانی سولېدلی نظام یې ړنګ کړ او واک ته ورسېدل، افسرانو،‌ چې نور د فیوډالې طبقې او امپریالیزم لخوا رد شوي ول یوازې د کوچنۍ کارګرې طبقې او  بېوزلو زیارایستونکیو لخوا ملاتړ ترلاسه کولای شو. او د دې لپاره ورته تر ټولو ښه ماډل د شوروی اتحاد و. هغه هېواد چې پلان‌شوی اقتصادي سیستم یې درلود خو د پوځي مشرانو په ګټه، د بره څخه کښته لور ته یو توتالیتر سیاسي سیستم و.

 

د افغانستان د ژغورنې مبارزه

د خلق دیموکراتیک ګوند ته یو داسې هېواد په میراث پاتې و چې په ډېر بد حالت کې و. ټولنیزې ستونزې ژورې او پراخه وې. دا د نړۍ تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه و. د انقلاب په وخت کې د مملکت د خلکو شمېر ۱۵.۱ میلونه و، چې یوازې ۱۴سلنه یې په ښاري مرکزونو کې اوسېدل. پاتې ۱۳ میلونه په کلیو کې اوسېدل او د کلیو یو نیم میلونه وګړي کوچیان ول.

د بېسوادۍ کچه په حیرانوونکې تګه لوړه وه چې ۹۵ سلنه ترېنه کړېدل. یو داسې هېواد چې سمندر ته یې لار نلرله او مساحت یې ۱۶۰ میلیونه هکتاره وو. له دې څخه یې یوازې ۱۲سلنه د کرکیلې وړ وه او د کرکیلې وړ ۶۰ سلنه ځمکه هر کال ناکرلې پاتې کېده چې ډېر کله به یې سبب د اوبو نشتوالی او څه نا څه د فیوډالي شاته‌پاتې سیستم و چې کلیوالې سیمې ترې اغېزمنې وې. دا د حاکمې فیوډالې طبقې او امپریالیزم له کبله وه چې ملک یې تر دې دمه زبېښلو.

د خلق دیموکراتیک ګوند دا اټکل وکړ چې ۴۵سلنه زراعتي ځمکه د ۵ سلنو ځمکوالو لاس کې وه. زیارایستونکي او بزګر په ډېر بدمرغه حالت کې اوسېدل چې په ځانګړې توګه د لویو ځمکوالو او بزګرو پوروړي ول.

کلیوالې سیمې له ټولنیز پلوه وروسته پاتې وې او خپل قبیلوي سیستم یې، چې د اسلام بدلې شوې بڼې سره اخښل شوی و، درلود. له اقتصادي او ټولنیز پلوه ملایان کمزوري او د ټولنې د ټيټې طبقې څخه ول. فزیکي بېخبنا موجوده نه وه. دا حقیقت چې د ۱۹۷۸ د انقلاب په وخت کې ان یوه کلي هم برېښنا نه درلوده د فزیکي بېخبناو ډېر خراب حالت ښيي. د روغتیايي، ښوونیز، ارتباطي او نورو ټولنیزو فزیکي بېخبناو له اړخه افغانستان د نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه و.

صنعتي بنسټ ډېر کمزوری و، او صنعتي تولیداتو د ټول هېواد د ناخالصو صنعتي تولیداتو ۱۷سلنه جوړوله چې د پېرودونکیو یوازې ۱۰ تر ۱۵ سلنه اړتیاوې یې د بورې، نساجۍ، بوټانو او نورو له اړخه پوره کولې. د صنعتي کارګرو شمېر یوازې ۴۰ تر ۵۰ زرو تنو پورې و چې له څلورو تر پنځو ښاري مرکزونو کې راټول ول. تر ټولو لوی ښاري صنعتي ښار پلازمېنه کابل و.

د کاري قوې یوازې نیمايي یې په کاري‌خونو کې په کار بوختې وې چې کاري قوه یې له زرو زیاته وه. حال دا چې کارګري اتحادیې غیرقانوني وې خو د ۱۹۶۸-۶۹ کلونو د اعتصابونو په څپه کې لویو کاري‌ خونو اعتصاب وکړ چې دا د دې خوځښت انقلابي اړخ ښيي.

سره له هغو سختو حالاتو چې د خلق دیموکراتیک ګوند ورسره تر واک رسېدو وروسته مخ و، ګوند ژمن و چې د افغانستان برخلیک به بدلوي. واک ته تر رسېدو وروسته ګوند ډېر ژر په لویو ریفورمونو لاس پورې کړ.

د پام وړ لومړی کار یې د صنعت ملي کول و. څو کاله وروسته دې پالیسۍ د صنعتي تولید په برخه کې خپلې پایلې وښودې. د بېلګې په ډول په ۱۹۷۸ کې د پروسس او کانونو صنعت د ملي درآمد ۳.۳ سلنه جوړوله. په ۱۹۸۳ کې دا درآمد ۱۰ سلنو ته لوړ شو.

اووم فرمان د واده په برخه کې ریفورم راوست. تر ټولو د پام وړ یې د پېړیو د زوړ دود، ولور له منځه وړل ول. په همدې فرمان کې د واده لپاره د نجونو او هلکانو قانوني عمر هم وټاکل شو.

ځمکه ووېشل شوه او کولیکتیف زراعت رامنځته شو. د ځمکې پر ملکیت حدود وټاکل شول. دا ریفورمونه په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې بې‌حده اړین ول، خو سربېره پر دې یې زراعتي تولید کې هم ښه‌والی راوست. له واک څخه یو کال وروسته دا اټکل وشو چې ۸۲۲،۵۰۰ هکتاره ځمکه په ۱۳۲زره کورنیو ووېشل شوه. د اوبو وېشل، چې مخکې د ځانګړو وګړیو او کورنیو دنده وه، د زراعت د وزارت تر لاس لاندې د دولت دنده شوه.

د بېسوادۍ د له منځه وړلو لپاره هم ورته ریفورمونه راوستل شول. یو د پام وړ کار چې پدې برخه کې وشو هغه د چاپي مرکزونو ملي کول ول. دې کار د ښوونیزو توکیو په زیاتوالي کې ډېر رول ولوبولو. ورسره یې تر څنګ دې ته هم لاره هواره کړه چې وړو لږکیو قومي ژبو ته هم په خپلو ژبو درسي توکي تیار کړي.

ښځو او نرینه ته ګډ حقوق ورکړل شول او کارګرو ښځو ته د میندوارۍ په وخت کې د کورناستي پر وخت هم تنخا وټاکل شوه. دغو ریفورمونو په ټوله سیمه کې ساری نه درلود. پلان شوي اقتصاد ډېر په چټکۍ سره خپل اغېز د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې وښود. د بېلګې په توګه، د پنځو کالو په لړ کې تر ۱۹۸۳ پورې ۱۰۰ نورې کارخانې جوړې شوې. د بېخبناو له اړخه د روغتونو په کټونو کې ۸۴ سلنه او ډاکټرانو کې ۴۵ سلنه زیاتوالی راغی. پخوانۍ شتمنې طبقې د امتیازاتو او زور له اړخه لویه ضربه وخوړه او د امپریالیزم ګټې تر ګواښ لاندې راغلې.

 

د انقلاب پر ضد کړۍ

پانګه‌وال سیستم، په نړیواله کچه سره اوبدل شوی سیستم دی. په همدې دلیل د نړۍ په ډېر کوچني او وروسته پاتې هېواد کې کپیټالیزم ته ګواښ هم د ټول کپیټالیزم ستراتېژیو ته د منلو نه و. د انقلاب لومړی کال په نسبي توګه ښه تېر شو. یوه عامه تېروتنه چې ډېر خلک یې کوي دا ده چې فکر کوي امریکا یوازې هله د افغانستان په چارو کې پر لاس وهلو پیل کړ چې کله شوروي برید وکړ. خو حقیقت دا دی چې امریکايي امپریالیزم د انقلاب پر ضد ان هغه وخت په خپلو ستراتېژیو کار پیل کړ چې پخوانی شوروي لا افغانستان ته راغلی نه و. کله چې امریکا په خپل کار پیل وکړ، د امریکايي امپریالیزم ستراتیژیستان په دې اند ول چې شوروي به د افغانستان چارو کې لاسوهنه نکوي. د ۱۹۷۹ په پسرلي کې امریکايي امپریالیزم د شاتګپالو ډلو په راپورته کولو پیل وکړ. سي‌آی‌اې ولسمشر جیمي کارټر ته د افغانستان د انقلاب د مخالفینو د ملاتړ لپاره خپل لومړنی وړاندیز ولېږلو. امریکايانو پر سعودي عربستان او پاکستان د انقلاب پر ضد د ستراتېژۍ د جوړولو لپاره غږ وکړ. د غربي نړۍ ډالر او لېبرالیزم، د سعودي عربستان له وهابیزم سره ګډ شو چې د پاکستان پوځي دیکتاتور جنرال ضیا‌ءالحق یې ملاتړ وکړ او د انقلاب پر ضد یې یو ناپاکه ائتلاف جوړ کړ.

په هماغه اوړي د جیمي کارټر ادارې سي‌آی‌ای ته واک ورکړ چې ۵لکه ډالر پدې کمپاین ولګوي. د وخت په تېرېدو سره د پام وړ پانګه‌والو ملکونو په یو نه یو ډول مرسته وکړه چې د اسلامي افراطیت په نوم بلا رامنځته کړي تر څو د انقلاب پر ضد یې وجنګوي -‌ هغه بلا چې تر ننه یې خپله جوړوونکي هم په ښو او بدو بڼو ورسره مخ کېږي. نن، غربي رسنۍ اسلامي تاوتریخوالی داسې ښيي لکه دوی پورې چې هیڅ اړه نلري. خو په حقیقت کې ننني بنسټپالي د غربي امپریالیزم د پالیسیو سیده پایله ده.

ستونزې

د ثور انقلاب خپلې ځانګړې کمزورتیاوې لرلې. یوه ښکاره وه: د ملک ژور اقتصادي او ټولنیز وروسته پاتې‌والی، چې له کبله یې کوچنۍ کارګرې طبقې په انقلاب کې هیڅ خپلواک رول نه درلود. د یوه نړیوال انقلاب په نه‌شتون کې، د ثور انقلاب یوازې پاتې شو. او دغې ستالینیستي ناوړې تیورۍ، چې ګوندې انقلاب به په یوه هېواد کې جوړېږي او بریالی کېږي، حالت پسې بېخي خراب کړ.

بله کمزورتیا د خلق د دیموکراتیک ګوند جوړښت و. ګوند هیڅ په یو منظم لېنینیستي اورګنایزېشن بدل نشو او واک ته رسېدو سره سمدستي ګوند کې دننه د واک پر سر د ډلو شخړې پیل شوې. خو د ډلو تر منځ جلاوالي ته پخواني شوروي هم لمن وهله. په حقیقت کې د شوروي بیورواکراسۍ د ګوند دننه خپلمنځي شخړو کې په برخه اخیستو ډېر شاتګپالی رول ولوبولو. هغوی د خلقیانو پر ضد د پرچمیانو ملاتړ وکړ. خلقیانو د شوروي د مداخلې کلک مخالفت کولو او خبرداری یې ورکړی و چې دا به ډېرې بدې پایلې ولري.

د ۱۹۷۹ په ډېسمبر کې شوروي پوځي مداخله پیل کړه. پرچمیان واک ته راوستل شول او د خلقیانو د ډلې تصفیه او تخلیه پیل شوه چې په دې کار خلقیان کمزوري شول او واک یې په لږېدو پیل شو. خپلمنځي شخړې له اوړي څخه پیل شوې وې.

د خلق ډلې دا ګومان کولو چې په بهرنی سیاست کې نیوترال پاتې کېدل به یې نوي جوړ کړي رژیم ته دوستانه چاپېریال رامنځته کړي. خو په حقیقت کې، د شوروي له یرغل سره، افغانستان د دوو زبرځواکونو د جګړې میدان شو. او افغانستان ډېر ژر د روسي پوځونو په ډنډ بدل شو.

 

د انقلاب ضد ډلو بریا

ورو ورو ټولې بریاوې له لاسه لاړې، ځکه رژیم مخالفینو سره د پوخلاینې لار ونیوله او په ۱۹۸۸ کې شوروي له هېواده ووت. رژیم په هغې وخت کې بې‌حده کمزوری و او په ۱۹۹۲ کې مجاهدینو واک ترلاسه کړ. وروسته، د مجاهدینو لاندې ډلو داسې یوه باغي ډله رامنځته کړه چې پاکستان یې تر شا و. دا ډله نن د طالبانو په نوم پېژندل کېږي چې بیایې واک ترلاسه کړ او د پرچمي رژیم مشر نجیب‌الله یې ووژلو.

تر انقلابه وروسته د انقلاب پر ضد ۲۶ کلنې بنسټپالې جګړې افغانستان بیا د بربریت لور ته یووړ. دغو انقلاب ضدو ډلو نه یوازې افغانستان بلکې پر ټوله سیمه اغېز وکړ، په ځانګړې توګه پاکستان. د پوډرو قاچاق د مجاهدینو او انقلاب ضدو کړیو لپاره د مالي سرچینې په توګه وکارول شو. همدې ستراتېژۍ نن افغانستان د هیرویینو تولید له مخې د نړۍ لومړی درجه هېواد کړ. اټکل کېږي چې په افغانستان کې څه باندې ۵لکه هکتاره ځمکه د کوکنارو د کرلو لپاره کارول کېږي. په ۲۰۱۷ کال کې د کوکنارو تولید ۹زره ټنه و.

د افغانستان د ثور انقلاب له ځمکواکۍ او پانګوالۍ څخه د افغانانو او د ټولې سیمې د ژغورنې د هیلو استازی و. دا هیله د امپریالیزم لخوا په وینو کې ډوبه شوه. نن، که غواړو چې شاتګپالي ځواکونه مات کړو، یوازینی انتخاب دا دی چې په طبقاتي کرښو سره منسجم شو. د هغو بدمرغیو انتقام، چې پر افغانانو راوړل شوې، یوازې دا کېدای شي چې د انقلاب ضدو کړیو پر ضد بېرته سوسیالیستي انقلاب راژوندی شي. دا هغه انتخاب دی چې پر مټ یې نه یوازې افغانستان بلکې ورسره پاکستان هم د بربریت  له هغو چنګالونو راویستی شو چې کپیټالیزم او امپریالیزم پکې نښلولي. دا تاریخي مسولیت د سیمې او د پرمختللې کپیټالیستې نړۍ د کارګرو پر اوږو دی. د دې لپاره چې دا ترلاسه شي، دا ضروري ده چې په نړیواله کچه د کارګرې طبقې یو اورګنایزېشن رامنځته شي.

 

یادونه:

تاسو دا لیکنه د انسان نیوز ډېسک د ګډونوالو او څارونکو په برخه کې ولوسته. د انسان نیوز ډېسک دا برخه د خپلواکو لیکوالو او څېړونکو د نظریاتو او لیکنو د خپراوي لپاره جوړه شوې ده. «انسان» د افکارو تنوع ته درناوی لري. په لیکنه ټولې خبرې د لیکوال نظریات دي او دلته پرته له لاسوهنې خپاره شوي دي.

شریک کړئ

ورته مطالب