Post Image

ملي اجماع، بین الافغاني خبرې اترې او اوربند د افغانانو لپاره اشنا کلمې دي او لږ تر لږه دې کلمو د ملي یووالي حکومت پر مهال د ټولنیزې سولې په قاموس کې ځای نیولی دی. په دې لیکنه کې د سولې روانې خبرې اترې څېړو.

ټول هېوادونه د سولې او جګړې تجربه لري. د دوی لپاره د جګړې پای او د سولې تامین په اسانۍ نه دی ترلاسه شوی او سولې تل قرباني درلوده. اوس مهال دا پروسه په افغانستان کې هم ستونزې او خنډونه تجربه کوي. خلک او عام فکرونه په دې برخه کې پوښتنې لري چې ایا د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې دا چټکوالی رښتینی او د افغانانو د برحقه غوښتنو سره سم دی؟ ایا د شا ته تګ په اړه د خلکو اندیښنو ته ځواب ورکول کېږي؟

سوله د جګړې خلاف ده او د هغه د تل پاتي ټینګښت لپاره، په دې شرط چې تل پاتې ثبات له ځانه سره ولري، هر قېمت ارازنه دی. خو د هر ډول جګړې لپاره هره بیه ګرانه او د منولو وړ نه ده. افغانان د بلې هرې جغرافیې په نسبت له تروریزم سره په جګړه کې ډېره قرباني ورکړې ده او د سولې تږي دي، په حقیقت کې دا د افغانانو مشروع حق دی چې ټاکل شوی افغان حکومت او د هغه نړېوال شریکان د دې پروسې د بریالي کېدو لپاره صادقانه هڅه وکړي. په دې موده کې باید د هغه ملت په زړه لاس کېښودل شي چې د یوې لسیزې شدیدې جګړې ستړي کړي او د هغوی لپاره هره هغه معامله او معادله چې د ملي امنیت کرښې او ملي ګټې له خطر سر مخ کړي، د منلو وړ نه دي.

د سولې دعوه‌دار څوک دی؟

دا څرګنده خبره ده چې د سولې خبرو اترو په برخه کې روانې هڅې د ولسمشرغني د جامع پلان، پروګرامونو او لید لوري حاصل دی. د ملي یوالي حکومت په لومړنیو ورځو کې ولسمشر غني له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته ولاړ. دا د امریکا د متحده ایالاتو غوښتنه هم وه، خو ښاغلي غني له امریکا غوښتنه درلوده چې د پاکستان په وړاندې د افغانستان په سوله کې محتاط عمل وکړي.

دا خبره پر پاکستان د بې اعتمادۍ له کبله مطرح شوې وه او ممکن پاکستان ته د افغانستان پخواني حکومت چارواکو تېرو ۲۰ سفرونو ته په کتو بیان شوې وي، هغه سفرونه چې هیڅ لاسته راوړنه یې نه درلوده. ظاهرا د امریکا متحده ایالتونه د پاکستان د ورکړل شویو ژمنو ته په کتو له دې هېواد سره د افغانستان سولې د خبرو اترو په اړه خبرې پیل کړې وې او داسې انګېرل کېده چې ګني پاکستان له تروریزم سره په مبارزې او د سولې په ټنګښت کې رښتینی دی، هغه تصویر چې د کابل په شاه شهید کې له خونړۍ پېښې وروسته ښکاره شو.

ولسمشر غني په هماغه وخت کې له پاکستان سره د بحث او د سولې خبرو اترو د پرمخ بېولو لپاره د امریکا له متحدو ایالتونو څخه شفاهي تضمین اخیستی و او دا بحث یې مشروط کړی و.  ظاهرا د امریکا متحدو ایالتونو او جمهور رئیس غني په دې هوکړه وکړه، که چېرې پاکستان له خپلې ژمنې په شا شي، نو امریکا به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او پر پاکستان به لازم فشارونه راوړي چې په دې برخه کې همداسې وشول او په دې هېواد د امریکا نغدي مرسته بنده شوه.  په دې وخت کې په ملي او نړېواله کچه پر پاکستان د جمهور رئیس هغه ادعا چې پاکستان له وسله والو ډلو ملاتړ کوي نوره هم جدي شوه.  د دې خبرې ثبوت چې د تروریستي ډولو د تمویل او تجهیز سرچینې دننه په پاکستان کې دي اسانه کار نه و او په دې اړه چې پاکستان له وسله والو ډلو ملاتړ کوي یو لړ شواهد او اسناد هم امنیت شورا ته وړاندې شول. په ایران او هند کې ورستۍ ترهګریزې پېښو او په پاکستان کې د یادو پېښو د طرحو ادعا، په دې برخه کې د ښاغلي غني  دریځ نور هم غښتلی کړ.

ورستیو جریانونو سیمه ییزې اجماع ته یوه لار پرانیسته چې پاکستان د تروریزم ملاتړي هېواد په حیث وپېژندل شي. ایران تل له افغانستان سره د خپل ګډ سرحد په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده چې تروریزم یې ګواښي. ان د ایران استدال دا و چې په افغانستان کې له داعش سره د مبارزې لپاره باید له طالبانو سره خبرې اترې وشي. د جیش العدل بریدونه چې په پاکستان کې فعالیت لري، ایران یې تر ډیره غافلګیره کړی. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم په کشمیر کې په خپلو سرتېرو له برید وروسته پاکستان ته ګواښ وکړ او په دې هېواد کې دننه یې یولړ هوايي بریدونه هم وکړل.

د هند او ایران ګډ دریځونه چې ګنې پاکستان له تروریزم ملاتړ کوي، د ولسمشر غني برحقه داعیه نوره هم پیاوړې کړه او دا يې په اثبات ورسوله چې افغانستان له تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او پاکستان د وسله والو ډلو اصلي ملاتړی هېواد دی.  داسې اټکل کېده چې په دې برخه کې ملي، سیمه ییزه او نړېواله اجماع د جوړېدو په حال کې ده.  دا اجماع د دې لامل شوه چې پاکستان له تروریزم سره په مبارزه کې ریښتوني ګامونه پورته کړي.

د لویو مسئلو په اړه د ملي اجماع رامنځته کول ستونزمن کار دی، خو ښاغلی غني د ملي اجماع په رامنځته کولو بریالی شو. له ملي، سیاسي او قومي مشرانو سره له مشورتي بحثونو نېولې د ځوانانو، ښځو او د هېواد د نورو ډلو د اجماع تر رامنځته کېدو پورې. دغو بحثونه دېته زمینه برابره کړه چې خلک د افغانستان له هرې سیمې په ډله ییز ډول د سولې غږ پورته کړي. ولسمشر غني له واضح او صریح لیدلوري سره وتوانېد چې د افغانستان ګاونډیانو ته قناعت ورکړي چې له تروریزم سره مبارزه یواځې د افغانستان دنده نه ده ځکه دا جګړه یواځې دې هېواد پورې تړلې نه ده. په افغانستان کې روانه جګړه له نړېوالې ترهګرۍ سره مبارزه ده او ګډ کار ته اړتیا لري. د دې لید لوري له مخې په افغانستان کې د سولې ټینګښت په سیمه کې د سولې د ټنګښت په مانا دی، نو ځکه اوس مهال په ډیری نړېوالو سیمه ییزو کنفرانسونو کې له تروریزم سره په ګډې او پراخې مبارزې ټینګار کېږي.

د جېنوا په کنفرانس کې د افغانستان نړېوالو شریکانو ته د سولې جامع پلان وړاندې کول چې د سولې ټول اړخونه پکې رانغښتې وي او نړېوال قناعت هم ترلاسه کړي، ډير ستونزمن کار و. په ټولیز ډول، نړېواله ټولنه اوس دا درک کوي چې د سولې، جګړې او اقتصاد سیاست یوځای پرمخ بېول ساده کار نه دی.  ولسمشر غني د جېنوا په کنفرانس کې ګډونوالو ته په ډاګه کړه چې اوسنۍ سوله باید په رښتیني مانا وشي، هغه موقف چې په دې ورستیو کې په واشنګټن کې د ښاغلي غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لیدلوري له وړاندې کولو سره ډاګیزه شو.  دا تعریف روښانه کوي چې افغانان د یوې باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي دي، نه د یوې لنډمهالې سولې.

د حمدالله محب موضع

د داسې یوې جدي موضوع  تصور هغه هم په کوربه هېواد کې د امریکا متحدو ایالتونو او ان ځیني داخلي سیاسیونو لپاره له انتظاره لرې و. له شک پرته چې امریکا د افغانستان یو له سټراتيژیکو او عمده شریکانو څخه ګڼل کېږي، خو دا باید هیر نکړو چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې نور اړخونه هم لري او هغه ژمنې، حقوقي تړونونه او تفاهم لیکونه دي. کله چې د یوه هېواد د ملي ګټو موضوع رامخته کېږي، څرګنده خبره ده چې ملت ترې جدي هیله‌مندي لري. افغانستان له خپلو نړېوالو شریکانو سره ډیپلوماټیکو اړیکو ته اړتیا لري. د ډاکټر محب موضوع د افغانستان حساس وضعیت او ملي ګټو ته په کتو مطرح شوې وه، نه د فردي احساس له مخې، له هغو ځینو برعکس چې هره ورځ سفارت خونو ته د شخصي امتیازاتو لپاره لاس اوږدوي او په ظاهر کې په ډیرې بې شرمۍ د وطن دوستۍ ادعا کوي. د ډاکټر محب خبرې او په کور دننه د ځینو ادعا په ښکاره دا څرګندوي چې څوک اجنیټان دي او شخصي ګټې تر ملي ګټو لوړې ګڼي. کله چې اروپايي ټولنې، د امریکا ګانګرس او په میلیونونو افغانانو د تلپاتې او باعزته سولې په اړه د محب له څرګندونو ملاتړ وکړ او هغه یې تائید کړې، نو په وړاندې یې د یو شمېر سیاستوالو برعکس دریځ څه مانا لري؟

حمدالله محب اشرف غني ته نیږدې څېره ده او تر ډېره یې امنیتي مسولیت او بار د ولسمشر له اوږو څخه سپک کړی دی او په امنیتي سکټور کې د صادقانه کار په ترسره کولو او ملي، سیمه‌ییزو او نړېوالو مسایلو ته پاملرنه د دې لامل شوه چې نوموړی ډير ژر د خلکو په زړه کې ځای پیدا کړي. په امنیت شورا کې کومه زمینه چې محب ته مساعده شوې ده همدا زمینه پخوانیو چارواکو ته هم برابره وه، خو هغوی تر ډيره د ملي ګټو پرځای په فردي او ټیمي کارونو تمرکز کاوه. ملت باید له دې کسانو وپوښتي چې د خپل ماموریت پر مهال یې کوم مثبت کارونه وکړل؟ کومه لاسته راوړنه د دوی له کارنامو استازیتوب کوي؟ په یقین سره باید دوی له ملته د ناکامۍ پارچه ترلاسه کړي.

اوس مهال د جګړې میدانونه او د سولې خبرې اترې ګرمې دي، ټاکل شوې چې افغانان د مشورتي لویې جرګې له لارې د سولې پروسې د بریالي کېدو لپاره خپلې غوښتنې مطرح کړي. د انتخاباتي ټیمونو له لوري د جرګې سیاسي کېدل چې تل یې له ملي مسایلو سره فردي او ټیمي برخورد کړی د ملت له پرېکړې سره لویه جفا ده.  یو کوچنی اقلیت نه باید ملي موضوعات له خپل شخصي او ټیمي عینکو څخه وګوري او له شک پرته د انتخاباتي ټیمونو ورستۍ پرېکړې او موقفونه د نظام د تخریب او د افغانستان ملت د برحقه غوښتونو خلاف دي. دا مشران باید په دې پوه شي، په لویو او ملي بحثونو کې د اشخاصو او ډلو ته زمینه سازي د حکومت له اساسي دندو څخه شمېرل کېږي او د لویې جرګې تحریمول د سیاسي ډلو د زوال نښه څرګندوي او د ملت پر وړاندې د هغوی اعتبار ته ستر زیان اړوي. خو ایا ځینې دغه څېرې په نظام کې حضور نلري؟ ایا همدغو کسانو د حکومت په لومړیو کې مهم سندونه لاسلیک نکړل؟ ایا همدغو کسانو حکومتي سرچینې په خپلو ډلو مصرف نکړې او اوس هم ترې ګټه نه اخلي؟ او همدغو کسانو په ملي مسایلو کې د جمهور رئیس له باور څخه د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده ونکړه؟ 

لویې جرګې سره مخالفت په حقیقت کې د ټولو افغانانو چې تلپاتې او پایداره سوله غواړي له غوښتونو سره مخالفت دی او دغه  شمېر کسانو چې د همدې نظام له ادارسه یې د خپلو ۷ نسلونو راتلونکی تضمین کړی، نشي کولای د لوی ملت په استازولی پرېکړه وکړي او د افغانانو په غوښتنو سترګې پټې کړي او د سولې د ټنګښت پر وړاندې خنډ وګرځي. که چېرې رښتیا غواړي د افغانانو د راتلونکي په اړه یو ښه تصمیم ونیول شي نو باید د پاکستان له خره ښکته شي او خپل لوری د عمران خان له لوري جلا او د ملت غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

شریک کړئ

ورته مطالب