Post Image

رسنیو ته د رسېدلو راپورونو له مخې ټاکل شوې نن چهارشنبه (د ثور ۱۸مه ۱۳۹۸) د قطر په دوحه کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د سولې په موخه خبرې پیل شي.

دا د شپږم پړاو خبرو دویم پیل دی چې د دوه ورځو په وقفه بیا پيلیږي.

طالب استازي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په څلورو مهمو مسایلو خبرې کوي؛ د بهرنیو ځواکونو وتل، اوربند، له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو له خوا د امریکا ګټو او متحدینو ته ګواښ نه متوجې کول، او بین الافغاني خبرې پیلول.

په تېرو شپږ پړاوه خبرو کې تر دې دمه لازم پرمختګ نه دی لیدل شوی او دواړه لوري د مالوماتو له ورکړې ډډه کوي.

په وروستیو رسنیزو څرګندونو کې د دواړو لوریو ترمنځ رسنیزه خوابدي رامنځته شوه چې ګواکې خلیلزاد له طالبانو غوښتي وو، د تاوتریخوالي د کمولو په موخه وسلې پر ځمکه کېږي چې د طالب ویاند په وینا دا کار دې لومړی په خپله امریکایان وکړي.

اوس چې تازه د کابل په زړه  کې د طالب وسله‌والو له لوري په یوه غیر دولتي موسسه برید شوی دی، هغه اندېښنې رابرسېره کوي چې په دوحه کې روان دوه اړخیز مذاکرات د سولې لپاره لا هم لاره نشي هوارولی او د تاوتریخوالي پر کمولو، د اوربند په کولو او د بین الافغاني مذاکراتو په پيلولو نه توانیږي.

کابو اونۍ وړاندې په کابل کې ۳۲۰۰ کسان د سولې مشورتي لویې جرګې په موخه راغونډ شوي وو تر څو له طالبانو سره سوله تعریف او حدود ورته وټاکي. اوربند، د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ او تجهیز، د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو ساتل، په افغانستان دننه کې طالبانو ته د سیاسي دفتر ورکړه، او له اسلام څخه د واحد قرایت د رامنځته کولو لپاره هڅې یې مهمې برخې وې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې په اختتامیه غونډه کې وویل، د یادې لویې جرګې پرېکړه‌لیک د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت سیاست دی او په دې به عمل کوي.

طالبانو د سولې مشورتي لویه جرګه رد کړه او هغه یې دسیسه وبلله او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لا هم د یادې جرګې په اړه څرګندونې نه دي کړي.

دا چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې پر سر یو واضح تعریف ته رسیږي او د سولې د مذاکراتو حدود او څرنګوالی مشخصیږي، د ښاغلي خلیلزاد د څه باندې اوه میاشتني ماموریت په اړه لا هم د پایلو نشتون، اندېښنې زېږولی شي.

اوس چې طالبان د میز په بل اړخ کې د هغو مواردو په اړه له امریکايي استازو سره خبرې کوي چې پایلې یې هېچا ته نه دي ښکاره، او په څرګند ډول د هر هغه تاوتریخوالي پړه اخلي چې د یاد خبرو اترو په منځ کې پېښېږي، په قطر کې د مذاکراتو په اړه څومره پوښتنې راولاړولی شي؟

طالب وسله‌والو د ننني برید په اړه په خبرپاڼه کې ویلي، د کابل په نوي ښار کې یې د کونټرپارټ په نوم یوه امریکايي شبکه په نښه کړې چې د امریکايي USAID ادارې له خوا رامنځته شوې.

د طالب وسله‌والو په وینا چې نن یې په کابل کې یوه داسې اداره په نښه کړې چې د امریکا له لوري رامنځته شوې، د سولې په روانو مذاکراتو د دواړو لوریو ترمنځ په خبرو به اغېزه ولري؟

د یاد برید په اړه د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد غبرګون او څرګندونه لا هم رسنیو ته نه راغلې.

شریک کړئ

ورته مطالب