Post Image

جنسي ځورونه د یوې ټولنیزې ستونزي په توګه له پخوا را پدېخوا په انساني ټولنه کې لیدل کېږي. دغې پدیدې هغه مهال سر راپورته کړ چې د نرواکه نظام په شتون کې ښځې کاري میدان ته راغلې او هوډ یې وکړ چې د ټولنې د یوې لویې برخې په حیث خپل مدني نقش تر سره کړي. د دویمې نړیوالې جګړې له پیل سره، د لومړي ځل لپاره ښځو ته د کار کولو زمینه برابره شوه او په ۱۹۴۴ میلادي کال کې له ۱۰۰ څخه تقریبآ ۴۴ ښځو د فلز جوړولو په یوې فابریکه کې کار پیل کړ چې له دې سره د جنسي ځورونې مسله هم مطرح شوه. جنسي ځورونه په اصل کې له نرواکي او د ښځو د عدم تساوي له نهضتونو څخه سرچینه اخلي او د ننني مدیریت له رامنځته کیدو سره د جنسي ځورونې بڼه هم بدلیږي.  

جنسي ځورونه د نړۍ په کچه د ښځو له کاري چاپیریال سره تړلې ده. داسې نه دی چې یوازې افغانې ښځې له دې ستونزې سر ټکوي، بلکې دا مشکل په هره ټولنه کې جلا بڼه لري او د عام  فکري پرمختګ، د انساني حقوقو او د ښځو د حقوقو او پالسېیو د پلي کولو په تناسب توپیر کوي.

جنسي ځورونه څه ده؟ عامه لیدلوری یې په اړه څه ډول دی؟ جنسي ځورونه ولې په ښوونیز چاپېریال کې؟ په دې لیکنه کې هڅه شوې، دغه پوښتنې ځواب شي.

مشخصاً په ټولنه یا کاري چاپېریال کې هر ډول فیزیکي او غیر فیزیکي عمل، غوښتنه یا شفاهي تماس چې جنسي ماهیت ولري او د مقابل لوري مثبته سلا پکې نه وي هغه ته جنسي ځورونه وایو، په همدې اساس جنسي ځورونه یو غیر اخلاقي او جبري عمل دی چې معمولاً د نارینه لخوا پر ښځې تر سره کیږي او تر ټولو متضرره طبقه یې ښځې دي.

 

د جنسي ځورونې ډولونه:

جنسي ځورونه معمولاً په درېیو ډولو تر سره کیږي:

  1. فیزیکي: په فیزیکي جنسي ځورونه کې نارینه غواړي یو ډول فزیکي تماس له مخالف جنس (ښځینه لوري) سره ولري. دا تماس کیدای شي ډیر ژور وي او یا په سطحي ډول ترسره شي، داسې حالاتو کې جنسي غوښتونکی د مقابل لوري جامې، ویښتان او یا د بدن غړي لکه لاس یا مړوند لمس کوي، نارینه په داسې وخت کې ښځېنه لوري ته ډیر نژدې ودریږي.
  2. ژبني ( شفاهي): عموماً دا ډول ځورونه له الفاظو په استفادې سره ترسره کیږي، نارینه د ښځې د بدن اړه هکله نا غوښتونکی نظر ورکوي، کاري مسایلو باندې بحث تر ډیره جنسي مباحثو ته اړوي، همدا راز د شخصي او جنسي ژوند په اړه نا اړوندې پوښتنې مطرح کوي.
  3. غیر ژبني (غیر شفاهي): دې حالت کې نارینه غواړي ښځه (هر څوک چې یې په نظر کې دی) تعقیب کړي، بدني جنسي حرکات یې په وړاندې ترسره کوي او همدارنګه مقابل لوري ته سر تر پښو په کتلو سره خپله جنسي تنده خړوبوي.

عامه ذهنیت دا وایي چې جنسي ځورونه تر ډیره له جنسي فقر څخه را پیلیږي، کله چې د انسان جنسي اړتیاوې له مناسبې  لارې مشبوع نشي، دې سره فرد په هغه کړنې لاس پورې کوي چې اخلاقې معیار پکې ورته نور مطرح نه وي. دا باور تر هغه حده سم ګنلی شو چې د دې قضیې یو جز وي خو جنسي ځورونه په واقعیت کې د ښځو په وړاندې له تبعیض او نرواکۍ سره ریښه لري. د جنسي ځورونې کچه په ټولنه کې هغه وخت ارزول کیږي چې په یادې ټولنه کې څومره انساني حقوقو ته ژمنتیا موجوده ده، څومره د انسانانو تر مینځ اخلاقي سکون حاکم دی؟

 

ښځې او ښوونیز چاپېریال کې کار کول:

د ښځو نقش په ښوونه او روزنه او په ځانګړې توګه د ماشوم په روزنه کې په دې دلیل خورا کلیدي او بنسټیز ګڼل کیږي چې د ماشوم د ارزښتونو، د تفکرڅرنګوالي، ښه انساني روزنې او د ټولنې د اخلاقې معیارونو روزنه یې له هماغه پیل نه په واک کې ده. د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ ښځه چې په ښوونیز سکتور کې را څرګنده شوه، د ملکې ثریا مور اسما رسمیه طرزي وه، په ۱۹۲۱ کال کې کله چې د نجونو لومړنۍ لیسه په کابل کې پرانیستل شوه آغلې اسما د یادې لیسې ښوونکې وه.

د پوهنې وزارت او بل هر بنسټ چې په دې برخه کې فعالیت لري، دا بنسټیز ماموریت یې په غاړه دی چې په انساني ارزښتونو او اخلاقو سمبال انسانان ټولنې ته وروزي. د لیسې د مدیر لخوا د جنسي ځورونې عمل له یوې ښوونکې سره داسې مانا ورکوي چې نه یوازې درسې مواد مو ماشوم ته اخلاقي معیارونه او د فردي آزادۍ ارزښت نه ورښیي بلکې په تعلیمي نظام کې شته پرسونل مو هم له دې اړخه په کافې اندازه نیمګړتیاوې لري.

معمولاً په ټولنه کې د اخلاقي ستونزو د له منځه وړلو لوی رسالت تعلیمي بنسټونو ته متوجه کیږي او د عامه وګړیو د هیلو ستنې پر دې ولاړې وي چې ګواکې تعلیمي نظام به په راتلونکې کې د نننې ماشوم د اخلاقي ژوند ضمانت وکړي خو دا ستونزه هغه مهال را لویه شي چې کله د یو غیر انساني او غیر اخلاقي کړنې سرچینه له تعلیمي ماحول نه را پورته کیږي.

 

ښځې ولې جنسي ځورونه زغمي؟

په نرواکه ټولنه  کې معمولاً ښځې د نارینه (پلار، ورور، د ژوند ملګری، خسر، د خپلوانو نارینه غړي) د عزت او حرمت د ساتلو مسوولې ګڼل کیږي او ډېری نارینه د ښځو په اړه اندیښنه د دې لپاره کوي چې ټولنه کې یې خپل نوم او شخصیت ته زیان و نه رسیږي، د همدې لپاره ښځې که په ټولنه  یا کاري محیط کې له هرې ستونزې په خاصه توګه له جنسي ځورونې سره مخ کیږي خپل غږ په دوه دلیلو نه شي اوچتولی، لومړی په هغه ماحول کې دا ښځه په بد نوم یادیږي او په بدلمنۍ یې تورنوي، دویم دلیل دا دی چې ښځه د کاري محیط ستونزه په جرت سره کور ته نه شي راوړلی او له دې ډاریږي چې کور کې یې نارینه د بهر کار کولو مخنیوی ونه کړي. همدا لامل دی چې نن ورځ د جنسي ځورونې ښکاره بیلګي په ټولنه کې وینو او ښځې یې په پټه خوله زغمي.

 

کله چې په دفتر کې د جنسي ځورونې ښکار شو څه باید وکړو؟

دا چې د جنسي ځورونې زیانمنه طبقه ښځې دې نو پکار دا ده چې کله په کار ځای کې له جنسي ځورونې سره مخ کیږي، د ځان ساتلو، انساني آزادي او آرامتیا لپاره لاندې موارد ترسره کړي:

  • کله چې جنسي ځورونې سره مخ شئ آرامه اوسئ مانا دا چې په لوړ آواز چیغې مه وهئ.
  • دا چې صحنه کې څه پیښ شول توضیح یې کړئ.
  • له جنسي ځورونکي سره په ډیر جرهت او ماهرانه ډول مقابله وکړئ.
  • د پیښي ټول جزییات په کاغذ باندې ولیکئ.
  • خپل اړوند آمر او یا هم د بشري سرچینو مسوول ته یې وسپارئ.
  • د ادارې معمول پروسیجر پرې تطبیق کړئ.
  • او ورستی اقدام دا دی چې ځنډ مکوئ.

ښځې د انساني ټولنې د یو پراخ او خورا مهم اړخ په توګه د تاریخ په اوږدو کې نه یوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ په کچه د فردي آزادۍ او مصونیت د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره په مبارزه کې وې او لا هم دي. حتی په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې هم ښځې له یادې ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

په مجموع کې د ټولنې ښوونیز بنسټونه بنیادي او جدي بدلونونو ته اړتیا لري چې باید رامنځته شي خو د یادې ستونزې اوسنۍ د حللارې په توګه کولای شو څو مشخص موارد ذکر کړو:

د پوهنې وزارت د هیواد په سطح یو کلیدي بنسټ دی چې تر بل هر نظام د انساني ژوند په رامنځته کولو کې ستر ماموریت لري. په همدې اساس د دغه ستونزي د هوارۍ لپاره باید د مرکز او ولایاتو په کچه ځانګړې د جنسي ځورونې د مخنیوي پالیسۍ او د تطبیق وړ میکانیزم ولري، له دې سره به وتوانیږي په ښوونځیو کې د کاروونکو "سازماني چلند" Organizational Behavior  تر کنترول لاندې ونیسي. دې نه علاوه، کولای شي د څارنې او کنترول مشخص سیسټم رامنخته کړي تر څو اړوند مسوولین په دې پوه شي چې په ښوونځیو کې له تدریس پرته نور څه روان دي؟

شریک کړئ

ورته مطالب