Post Image

یو وخت مې د کتابلوستنې په لړ کې خوښېده چې د ژباړې فن کتاب ولولم. نوی چاپ شوی وه او زه چمتو وم په هکله یې له لیکوال سره مرکه وکړم، هغه بیا و نه شوه نه پوهېږم ولې. همغه کلونه مې د سولې د ټولنپوهنې یو کتاب هم وموند چې علاقه مې درلوده هغه وژباړم او نژدې نیمايي مې وژباړه. بل ـ ستر!J!- کار مې د شلمې پېړۍ د ټولنپوه او فیلسوف ژان پل سارټر – زړه بدوالی ـ وه چې دا دی اوس خلاص دی.

څو وارې مې دا فکر وکړ چې نوره ژباړه بس او جدي ژمنه کوم چې ژباړه نه کوم، لیکنه کوم. خو د دې لپاره چې بېرته د همدغه جزمیت ښکار نه شم، دا هوډ مې له سل سلنې را ښکته کړ او وایم چې تر ډېرې ژباړه نه کوم او د ژباړې پلوی نه یم. خپل دلایل ورته لرم او دلته ځینې مهم او ټولنیز ـ فرهنګي لاملونه درسره شریکوم. دا دلایل ټول دا خبره را ټینګوي چې دغه ټولنه کې په دغو شرایطو کې د ژباړې کولو سپارښتنې غلطې او ناسمې ثابتېږي.

مهمه دا ده – زه هغه پخوانۍ د ژباړونکي، ژباړېدونکي اثر او موضوع او ژبو تخصصي مهارتونه پرېښودلی شم! – چې سره وپوهېږو له هره کتابه چې ژباړل کېږي څه شی راپاتې کېږي؟ ژباړه کې درې اړخونه تشخیص دي او هغه څنګه لېږدول کېږي، څومره او څنګه، دا پخپله مسأله ده. زه دا وایم چې د یوې ژبې اوسني ټولنیز او فرهنګي وضعیت ته دا پالیسي او سټراتیژي کارول چې ګواکې څه فرهنګي بډاینه نه لري، هر څه چې ور ژباړۍ ورته مهم او ګټور دي.

دا خبر د پښتو ژبې او د افغانستان د ژبو لپاره په څو مهمو دلایلو ناسم ګڼم. مونږ لکه د نړۍ بل هر یوه ټولنه، یوه ټولنه یو خو دا ټولې ټولنې خپلې ځانګړتیاوې لري. لازم قواعد او مطلوب او نامطلوب د ټولنو دغو کیفیتونو ته په کتو سره د ټولنو د تطبیقي مطالعاتو کارپوهان اټکلولی شي. سیاستوال یې پرېکړې کوي او د خپل قدرت او د اقتدار د معاملې په ممکنه حوزه کې که خدمت هم وکړي همغومره چې کېږي، همغومره دی.

  • مونږ په ډېر استثنايي ډول د خپل تاریخ سره په سمه اړیکه کې نه یو واقع. دا وضعیت مونږ ته د ژباړې له نامعلومې محتوايي اغېزې سره ګواښونه رامنځ ته کولی شي. خصوصا کله چې دا ځوان نسل ورو ورو کتابلوستی شي او بیا لوست کور په کور شي او زیات شي، هغه مهال د دوي هویت، وضعیت، لیدلوری، تفکر او منطق کېدلی شي د داسې یوې برهمۍ او درهمۍ شکل ولري چې خبرې او ژوند ورسره سخته وي.
  • زموږ ژبې د ژباړې په بهیر کې پردۍ بڼې او پردي وزرونه اخلي. دري مو ایراني کېږي لګیا ده او پښتو مو هم څو ژبې کېږي. د یو کلک ژبوال نه مې اورېدلي چې ویل یې کله ترې محتوا را اخلئ او ژباړئ نو کلمات یې ولې بیا نه را اخلئ؟ دغسې قیصه ده نو، ځکه خو زه فکر کوم زمونږ خالصوالی تر دې ډېر ارزښمن دی چې د ژباړې په واسطه دې نړۍ کې حل شي.
  • ژباړه د پیل کار نه دی، د نیمايي او یا د روان طیف د منځ له برخو یو کار دی. نو ځکه تیارو اصطلاحاتو ته اړتیا ده. مونږ په دې تور پېژندل شوي یو چې ډېری اصطلاحات یا هم د ځینو د خوشالولو لپاره یې ووایم هېڅ اصطلاحات نه لرو! بیا نو ژباړه کې څه پاتې کېږي. دا خو به ژباړن هم ژبجوړوونکی وي، هم به محتواپوه وي او هم به ټولنې او فرهنګ ته ژمن وي او هم به دا لکه د اوس دغه د کتاب تاجران وي!! دا نو څرنګه کېدلی شي چې دا متناقض سیاستونه په دغه بڼه دغه کسان را ټول کړي!؟
  • د هر ملت او هرې ټولنې او هر فرهنګ لپاره چې تاریخي هویت لري د ژباړې او د ژباړو تیورۍ جوړې او روزل شوې وي. ما ته ووایاست چې دې ټولنې ته د کومې تیورۍ تر اغېزلندې ژباړې کوئ؟ په دغو ژباړو کې څومره زمونږ هویت، سیاست، حاکمیت، معاصر ژوند، ارزښتونو، ګټو او راتلونکې مسأله مطرح ده؟ هر کله چې هغه لازمه فرهنګي سټراتېژي او پالیسي جوړوونکې اداره ورته ولرو او په دې برخه کې تر ژباړې د لیکوال لپاره غونډې و نیول شي، د لیکوال تیوري موجوده وي، آثار مالوم وي او د ژباړو سیاست څرګند وي بیا ژباړې!
  • زمونږ د ژباړې نظریه (د خلکو خیذمت دی) چې ځینې ژباړونکي یې وايي. د دوي فکر په ډېر پخواني او سطحي خط ولاړ دی او باور لري چې یوازې ځینې ابتدايي مسائل د ژباړې ټول مسایل دي لکه ځینې خام سیاستوال چې فکر کوي ټول سیاست همدا دی چې دوي یې کوي او پرې پوهېږي. ما داسې هم ځینو ځایونو کې لوستي وه چې ځینې کتابونه دېرش کلونو کې ژباړل شي، د امانت، ژورتیا، د ژباړېدونکي سیاست او چاپ او خپراوي د مدیریت او سلامت په موخه. دا نه تأییدوم. بر عکس همغه خبره چې افغان لیکوال ته کوم دغه ژباړن ته یې هم کوم چې تا په دېرش کلونو کې کولی شول پنځه ګټور کتابونه د ښه ژور تحقیق پر بناء ولیکې چې هر یوه ته شپږ کاله وخت هم ورکړې!
  • بله مهمه مسأله د مخاطبینو او لوستونکیو ده. چا ته ژباړه کوو؟ آیا زمونږ کتابلوستونکي څېړل شوي چې څومره دي او څومره یې کوم ډول ذوق لري او څرنګه کتابونو ته اړتیا لري چې د ژباړې ضرورت منځ ته راوړي؟ نه. زموږ دغه خام او اټکلیز مخاطبین هم د اصلي لوستنې او خپللیک­لوسته را بدلوي او بېلوي، هغوي د ژباړو له خوړل شویو موادو سره مخ کوي. د دوي باور پر خپلو اطلاعاتو، اصطلاحاتو، ټولنیزو فرهنګي او فکري اړتیاؤ بدلېږي او غلطېږي. بې باوره کېږي او خبره یې اوړي دې ته چې یوازې د هغو کتابونو پسې وګرځي چې پکې د پیسو پیدا کولو د شل لارو توصیه کوي. او ځوانان په سطحي آرمان هغو وضعیتونو کې واقع کړي چې هېڅکله په آسانه خپلو مسائلو سره آشنا نه شي دا خو لا پرېږده چې ورسره د حل لپاره وګرځي.
  • زما تجربه دا وايي چې محصلین مو په پوهنځیو کې ناست دي او خیالات او افکار یې په بشپړه توګه نور دي. هغوي لولي اقتصاد او ذوق یې مکمل هنري او شعري دی. لولي سیاسي علوم او شپه او ورځ د کمپوټر د سافټ کورسونه او وېډیوګانې ګوري او ذوق یې ټول هغه دی. بل مې کوت چې خوی او اخلاق یې د تیوریسن وه خو کمپوټر ساینس ته ور روان وه درېیم کال کې یوازې پوهېده چې کمپوټر چا جوړ کړی!! دا هم له هغو آفتونو ده چې ژباړه یې را لویولی او خطرناکه کولی شي. دا ټولنه لومړی باید خپل ځای ته راشي. وګړي یې له دغه بې هنجارۍ را ووځي ترڅو وپوهېږو چې ژباړه د یوه فرهنګي او علمي فعالیت په توګه کوم ځای او څومره پکار ده.
  • بل دا چې زمونږ دا اوسني څه ناڅه باسواده د پردیو پر مطالبو شخوندونه وهي، همدا د یوې سالمې خوا چې د ټولنې راتلونکې ته ګټوره وي، برابرول غواړي. د یوه دوست په وینا دا افغان لیکوال خو مدیریت غواړي کنه. دا باید څه وکړي او که د لیکوال تعریف راته پس له پخوانیو لیکوالانو د ژباړن سره ګډ شي.
  • او دا دی ژباړن مو هم په همدې شخوند شخوند کې لا وايي چې دلته خو خلک بلا وهلي دي، کتاب نه شي لیکلی – چې دی یې ورته وژباړي!!!!- نو د نورې دنیا له علمه خو بې خبره پاتې نه شو.
  • ما چې زیاتې ژباړې لیدلي او هغه ژباړې چې زما دا ټولې خبرې پرې متمرکزې دي، هغه د هغو کتابونو مجموعې دي چې له ډېر سطحیوالي او بې محتواتوبه اروپا کې نه لوستل کېږي او یوازې یې مونږ ته الکټرونیکي انانس او اعلان را رسېدلی وي لکه د فېسبوک لایکونه. هغه هم د یو لیکوال او یو باسواده د ژوند تجربې وي او کله یې لکه ټرمپ د خوب په بستره کې لیکلې وي او کله یې لکه زمونږ عضنفر صیب د لیکلو لپاره ځان سره رواني لوبه سپارښتلې وي.

 

پایله مې؛

دا او داسې نورې څه خبرې چې بیا رانه اوږده نه شي، شته. ځکه خو زه فکر کوم زمونږ خالصوالی تر دې ډېر ارزښمن دی چې د ژباړې په واسطه دې د نړۍ په فرهنګي او فکري راژباړېدونکې محتوا کې حل شي. دا ټولنه لومړی باید خپل ځای ته راشي او خپل له هویت او تاریخ سره برابر نظم واخلي. وګړي یې له دغې بې خطۍ را ووځي ترڅو وپوهېږو چې ژباړه د یوه فرهنګي او علمي فعالیت په توګه کوم ځای او څومره پکار ده.دا دلایل ټول دا خبره را جدي کوي چې دغه ټولنه کې په دغو شرایطو کې د ژباړې کولو سپارښتنې غلطې او ناسمې ثابتېږي.

همغه فرهنګيان چې سپارښتنه او توصیه یې د ژباړې ده، خپله ټولنه سمه نه پېژني. لومړی د دوي ستونزه ور حلول غواړي چې یوازې دوي پردي آثار لوستي او که یې خپله ټولنه پېژندلی باید ځینې فرهنګي مسیرونه یې ټاکلی او ډلې او فرهنګيان یې ورته روزلی. هغوي چې دا سپارښتنې کوي ودې مني چې هېڅ پروګرام او فکر د دې ټولنې لپاره نه شي درلودلی، او د ځوانانو وخت دې په دې نه اړوي چې ژباړې وکړي او ژباړې ولولي. هغه څه چې د ژباړو مونږ ته اړتیا ده هغه د لیکوالانو لخوا مشخص کېدلی شي، چې دوي لومړی کار پیل کړي دا ژباړه د دوي د کارونو پسې یو کار دی. اوس نور بس ده، پاتې په کومه بله بانه.

شریک کړئ

ورته مطالب