Post Image

عدالت یو اخلاقي بحث دی چې په انساني ارزښتونو باندې د سمبال ژوند هر اړخ پکې نغښتی دی. معمولاً د عدالت کلمه ډېری ځل په ټولنه کې له برابرۍ او مساواتو سره یو شان گڼل کېږي. دلته یوه ژوره باریکې موجوده ده. مساوات هغه څه دي چې پرته د وگړو له توپیر په پام کې نیولو سره په ټولنه کې پر ښځې او نارینه یو شان عملي شي، خو عدالت پر جنسي او جنسیتي توپیرونو ټینگار کوي. جنسي توپير معمولاً د انسانانو تر منځ د بیولوژیکي، فزیولوژیکي او هورموني ځانگړنو په مانا دی خو جنسیتي توپیرونه بیا په ټولنه کې د ښځې او نارینه نقش، مسولیتونه او حقوق څرگندوي؛ نو په دې اساس عدالت دا دی چې په ټولنه کې یو وگړی د هغه د بیولوژیکې توپیرونو له امله له نورو انساني حقوقو او مسولیتونو بې برخې نشي.

د بیلگې په ډول هر شخص حق لري چې د ژوند لومړنۍ انساني اړتیاوو لکه جامو، صحي خواړو او اوبو ته لاسرسی ولري، دا په ټولنه کې برابري ښیي خو عدالت ورته ویلی نشو. عدالت هغه دی چې هر انسان ته د هغه د اړتیا په اساس جامې، خوراک او څښاک آماده شي. جنسیتي عدالت نسبتاً یو نوی ټولنیز مفهوم دی چې د فیمینیزم په نظریه کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې زیات کارول کېږي او بحث پرې کېږي. جنسیتي عدالت په ټولنه کې ښځې او نارینه ته په یو ډول نقش او مسوولیت ورکولو ټینگار کوي، مانا دا چې ښځې د ښځېنه جنسیت په درلودو له هېڅ کوم ټولنیز نقش او حق نه محرومې او کمزورې ونه گڼل شي.

په دې لیکنه کې  اساسي موضوع په ښوونیز او روزنیز نظام کې جنسیتي عدالت دی.

په تعلیمې نظام کې خورا زیات فاکټورونه شته چې د زده کړو په جریان او د ماشوم په روزنه کې ځای لري. هر یو یې جلا اغېزې لري او دا اغېزې ممکن تر یو وخته پورې وي بیا له منځه لاړې شي؛ خو ښوونیز نصاب هغه بنسټیز فاکتور دی چې موثریت یې د انسان ټول ژوند اغېزمنوي. ښوونیز نصاب تر ټولو ښه وسیله ده چې انساني ارزښتونه ماشوم ته انتقال کړي.

د یو ایډیال نصاب د طرح کولو لپاره باید زموږ لیدلوری روښانه او ډېر مشخص وي. څه غواړو ماشوم ته ورکړو؟ کوم باورونه غواړو هغه کې ورزو؟ او بلاخره د افغان ماشوم کومې اړتیاوې باید د ښوونیز نصاب له طریقه پوره شي؟ ځکه کتاب او په ټوله کې ښوونیز نصاب یوازې ماشوم ته د پوهې او مالوماتو انتقالولو ته نه وایي، بلکې ښوونیز نصاب باید ماشوم ته فکر ورکړي، هغه ته د انساني ټولنې باورونه ور وښېي، او په ماشوم کې د زغم او د یو بل د انساني حقوقو د پیژندلو وړتیا رامنځته کړي خو له اوسني نصاب څخه دا انتظار لرل به واقعي او منطقي هیله وي؟

د افغانستان اوسنی ښوونیز نصاب د اسیايي هېوادو په کچه شاید یو له کلیشه‌یي، انتزاعي او غیر عملي نصابونو څخه وي. جنسیتي عدالت یوازې په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ډگر کې نه مطرح کیږي، بلکې په تعلیمي نظام کې د جنسیت په اساس عدالت پلي کول او ټولو انسانانو ته د هغوی د اړتیاو په پام کې نیولو سره خپل حق ورکول په جدي ډول اغیزناک او موثر واقع کیدلای شي. تعلیم د ماشوم د انساني فکر او باورونو لومړنی بستر جوړوي او وده ورکوي. نه یوازې دا بلکې تعلیمي نظام د ټولنې له ټولو جریانونو سره نژدې او نه ماتېدونکې اړیکه لري.

په ښوونیز نصاب کې د جنسیتي عدالت اساس پر دې ولاړ دی چې څومره کولای شي د نجونو او هلکانو اړتیاوې پوره کړي؟ د دې اړتیاوو په اړه بیلابیل نظریات مطرح شوي، "مولینکس" د ښځو اړتیاوې په ډوه ډوله ویشي؛ عملي اړتیاوې او ستراتیژیکې اړتیاوې. عملي اړتیاوې معمولاً په ټولنه کې د ښځو د ژوند په عیني او مادي واقعیتونو لکه زده کړې، روغتیا، د ژوند کولو مناسب ځای... راڅرخي، خو ستراتژیکې اړتیاوې له اقتصادي او ټولنیز اړخه د ښځو نقش په ټولنه کې تعریفوي او دا خورا مهم دی.

په تعلیمي نظام کې یو په عمومي توگه ښځو او نارینو ته د زده‌کړو یو ډول فرصت برابرول دي چې البته دا د دوی انساني حق جوړیږي، بل خوا ته په ځانگړي ډول ښوونیز نصاب طرح کول دي چې د نجونو او هلکانو په وړتیاو پوره باور باید موجود وي. ښوونیز نصاب باید پر دې اساس ولاړ وي چې د ښځې او نارینه گډون په سیاسي او ټولنیزو پریکړو کې اړین او بنسټیز کړي.

په ښوونیز نصاب کې د جنسیتي عدالت بحث له څو اړخونو مطرح کېدای شي:

  1. عامه ذهنیت:

اوسنی ښوونیز نصاب په یوه مانا له نرواکي فکر او فرهنگ څخه استازولي کوي او نشي کولای نجونو ته د دوی ارزښتونه او ټولنیز موقفونه مشخص کړي. ښځېنه روحیه پکې نه لیدل کیږي او نه هم کولای شي ښځېنه اړتیاوې هغوی ته ور وپیژني. دا څه د دې باعث گرځي چې ماشوم د ژوند له پیله دا باور پیدا کړي چې د ښځې ځای له صحنې لیري او په حاشیه کې دی او په ټولنه کې هېڅ کوم موثر نقش نه لري او د نارینه تر سلطې لاندې باید ژوند وکړي.

  1. تصویرونه، نښې او بیلگې:

د "ژوند مهارتونه" د درېیم ټولگي لپاره یو مضمون دی. د متن تر څنگ له بیلابیلو تصویرونو هم پکې کار اخیستل شوی. یوه بیلگه یې لاندې ښودل شوې. لاندې تصویر ماشوم ته دا پیغام ورکوي چې د نجونو تر ټولو غټ مسوولیت د کور کارونو تر سره کول دي، داسې سنتي تصویرونه نجونو او هلکانو ته دوه جلا باورونه رامنځته کوي.

  • نجونې نشي کولای په راتلونکي کې د ځان په اړه او په ټولنه کې د مشخص نقش په رابطه ځواکمنې و اوسي. هغوی به په عملي ژوند کې دا وړتیا ونلري چې په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي میدان کې خپل ځای تعریف کړي. ځکه له ماشومتوبه یې فکر او باور له دې ټولو مسایلو سره پردی دی.
  • هلکان له ماشومتوبه د حاکمیت او په کور او ټولنه کې د ځواکمنتیا احساس کوي، هلکانو ته دا ذهنیت په لاس ورکوي چې ښځې په ژوند کې له اقتصادي اړخه نارینه‌وو ته اړ دي او د دې توان نلري چې اقتصادي آزادي ترلاسه کړي.
  1. ښځېنه روحیه:

ښوونیز نصاب باید په ټولنه کې د جنسیتي عدالت د پلې کولو یو موډل وي. د ښځو سیاسي، حقوقي، ټولنیز... ځای له تعلیمي نظام څخه سرچینه اخلي. اوسنی نصاب له هغو احساساتو، باورونو، روحياتو او ښځینتوب څخه تش دی کوم چې وکولای شي ښځې مطالعه کړي او د هغوی ارزښتونه ماشومانو ته وروښيي. ښوونیز نصاب دا مسوولیت لري چې نجونو ته د ژوند کولو مهارتونه او لارې ور زده کړي. له دې سره به دوی وتوانیږي په کور دننه او ټولنه کې د ستونزو په هوارولو بریالۍ شي.

په درسي محتواو کې داسې څه باید ذکر یا ځای پر ځای نه شي چې ښځه یا نارینه د کمترۍ او حقارت حساس وکړي. معمولاً په دې مساله (جنسیتي عدالت) کې ښځې تر نارینه د خپل جنسیتي ځانگړتیاو په دلیل زیاتې د محرومیت ښکار گرځي او په ښځېنه جنسیت محکومې وي، په هغه څه چې دوی له مذهبي اړخه هېڅ ډول لاسوهنه نشي کولای.

شریک کړئ

ورته مطالب