Post Image

د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه د اغزن تارغځول په شدت سره روان دي، خو وخت ناوخت د پاکستان دغه اقدام د کرښې دې غاړې ته د مېشتو ولسونو او يا هم د افغان پوله ساتو ځواکونو له غبرګون سره مخ کېږي.

همدا پرون(چهارشنبې ورځ) د زابل شملزو ولسوالۍ اړوند د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ هغه وخت نښته وشوه چې پاکستاني سرتېري د کرښې په صفري نقطه کې د اغزن تار پر غځولو بوخت وو.

که څه هم د زابل ولايتي چارواکو ياده موضوع رد کړې، خو د کندهار امنيه قومندان تادين‌خان بيا په خپل ټويټر ليکلي، د پوله‌ ساتو ځواکونو درېيمې لوا سرتېرو په شملزو ولسوالۍ کې له وسله‌والو مخالفانو او پاکستاني ځواکونو سره جګړه کړې چې څلور پاکستاني ملېشه او ۶ تنه وسله‌وال مخالفان په کې وژل شوي دي.

«هغه مهال چې افغان سرحدي سرتېري له وسله‌والو سره په جګړه بوخت شول، پاکستاني ملېشو هم پر افغان ځواکونو حمله وکړه، خو مېړنیو سرتېرو سخت غاښ‌ ماتوونکی ځواب ورکړ.»

پاکستان د ۲۰۱۷میلادي کال په فبرورۍ کې له مومندو څخه پر ډیورند کرښه د اغزن تار په غځولو بنا وکړه چې د کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو قومونو توند غبرګون یې راوپاراوه.

مخکې د افغانستان پر حکومت نیوکه کېده چې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان تحرکاتو پر وړاندې چوپه خوله دی، خو ولسمشرغني د همدې کال په اکټوبر کې پکتيا ته د سفر پرمهال پر دغه کرښه د اغزن تار د غځولو په اړه د حکومت دريځ روښانه کړ او ویې‌ویل:

«هغه خلک چې غواړي موږ د خاردار سیم له لارې بیل کړي بیا دې فکر وکړي. موږ توپونو او طیارو نه ‌کړو بیل، څو خاردار سیمونه څو قیچۍ غواړي. خاردار سیم تاریخ نه‌شي قطع کولی، مینه او وینه د بېلېدو نه‌دي.»

 اوس د ملي شورا غړي وايي، ولسمشر محمد اشرف دې اسلام‌اباد ته د خپل راتلونکي سفر په ترڅ کې چې اټکل کېږي په روانه می مياشت کې ترسره شي، له پاکستان سره د يادې مسئلې په اړه هم جدي خبرې وکړي.

د مشرانو جرګې غړی جمعه‌الدين ګيانوال وايي، پر ډيورنډ کرښه دغسې اقدامات د اصولو خلاف دي او اړتيا ده چې ولسمشر غني له پاکستاني چارواکو سره پرې وغږېږي.

نوموړی په دې اړه انسان نیوز ته وویل:

«موږ تل غږ کړی چې د پاکستان دغه کار د اصولو خلاف دی، خو موږ نه پوهېږو چې پاکستان په کوم منطق دغه کار کوي؟ دا سوال زما په ذهن کې هم دی او د ولس په ذهن کې هم.»

په ورته وخت کې منتقدین وايي، پاکستان پر ډيورنډ کرښه د کټارو جوړولو او اغزن تار د غځولو له لارې هڅه کوي چې لاسوندونه تر ګوتو کړي.

د سیمه‌ییزو چارو څېړونکی عبدالله هېواد اټکل کوي چې تر ولسمشر غني دمخه به پاکستاني چارواکي پر ډيورنډ کرښه د خپلو نورو اضافي تأسیساتو جوړولو په اړه بحث وکړي، خو په خبره يې ولسمشر غني دې په دې برخه کې د پاکستان پر وړاندې غوڅ او قاطع دریځ ولري.

نوموړي انسان نیوز ته وویل:

«په پاکستان باید ومني چې اغزن تار لرې کړي او له پاروونکو اقداماتو لاس په سر شي.»

د زابل په شملزو کې پر ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان پوله ساتونکو ترمنځ د اغزن تار د غځولو پر سر نښته داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزير عمران‌خان ولسمشر غني ته د سفر بلنه ورکړې او اټکل دی چې ولسمشر به د روانې میلادي میاشتې تر پایه په دغه سفر رهي شي.

شریک کړئ

ورته مطالب