Post Image

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، اصغر افغان د راشدخان پر ځای د درېيو فارمټونو «شل اووریزو، يو ورځنيو او ټېسټ» لپاره د ملي لوبډلې د لوبډل‌مشر په توګه وټاکل شو.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ياد بورډ د عمومي رئیس فرهان يوسفزي له قوله راغلي:

«د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان له دې وروسته د راشدخان پر ځای د ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر دی او راشدخان به ورسره د مرستیال لوبډلمشر دنده پر مخ وړي.»

دا په داسې حال کې ده چې اصغر افغان د يو ورځنيو سياليو نړيوال جام په درشل کې له کپټانۍ ګوښه او پر ځای یې ګلبدين نايب لوبډل‌مشر شو چې د نړيوال جام تر سياليو وروسته بيا راشد خان او اوس بېرته اصغر افغان د ملي لوبډلې لوبډل‌مشر وټاکل شو.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه