Post Image

راتلونکې اوونۍ به په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د جګپوړیو امنیتي چارواکو ترمنځ غونډه وشي.

له تېر نوامبر راهیسې چې افغان او پاکستاني مقاماتو په اسلام‌اباد کې له یو بل سره کتلي وو، بله غونډه نه‌ده شوې.

ولسمشر غني د می په ۵مه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د ټیلیفون پر لیکه خبرې کړې وې او اسلام‌اباد ته یې د تګ په برخه کې د عمران خان بلنه هم منلې وه.

یوې سرچینې ډیلي ټایمز ته ویلي، د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب به د سه‌شنبې په ورځ د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره په خبرو اترو کې د افغان پلاوي مشري وکړي. د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي به هم د پلاوي برخه وي.

سرچينې زياته کړې، افغان وزيران به د ترهګرۍ او امنيت ضد او سولې پروسې په اړه د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره خبرې وکړي.

سرچينې وړاندې ویلي، د افغانستان ولسمشر اشرف غني به هم د جون په مياشت کې پاکستان ته لاړ شي.

سرچینې همداراز زیاته کړې، په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې فعال رول لوبولی.

د افغانستان سفیر بیا په خپل وار په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته ویلي، هېواد یې د سولې په رابطه د پاکستان ښه نقش لوبولو ته هیله‌من دی.

د نوموړي په خبره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکې باید پر کډوالو، سوداګرۍ او د خلکو پر اړیکو اغېزه ونه‌کړي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته په اشارې ویلي:

«د سوداګرۍ له امله به پاکستان ډېرې ګټې ترلاسه کړي. افغانستان له پاکستان سره تجارتي اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.»

مشعل وايي چې«د افغانستان پخلاینې لپاره د پاکستان هڅې ستايي»، خو په خبره یې د ستونزې حل لپاره باید نور ګامونه هم واخستل شي. نوموړي هم‌مهاله له طالبانو غوښتي چې جګړه پای ته ورسوي، څو افغانان په سوله کې ژوند وکړي.

شریک کړئ

ورته مطالب