Post Image

د افغانستان کرکټ بورډ له ویسټ‌انډيز لوبډلې سره د کيدونکې يوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.

د ویسټ‌انډیز پر وړاندې دا ټېسټ لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه پیلېږي چې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، دې لوبې لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله تياره شوې چې سید شېرزاد او حشمت الله شهیدي په کې د تېرو لوبو پرمهال د ټپي کيدو له امله نه ‌دي غوره شوي.

د ټېسټ لوبې لپاره لانديني لوبغاړي غوره شوي دي:

«لوبډل‌مشر راشد خان، اصغر افغان، احسان الله جنت، ابرهیم ځدران، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، کریم جنت، قېس احمد، کرام علی‌خېل، افسر ځاځی، ناصر جمال، ظاهر خان، یمن احمدزی، حمزه هوتک او نجات مسعود.»

افغان لوبډلې تر اوسه درې نړيوالې ټېسټ لوبې کړي چې دوې لوبې یې ګټلي او يوه لوبه یې بايللې ده.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه