Post Image

د افغانستان ۱۶ کلنو تنکيو ځوانانو فوټبال ملي لوبډله په اسيايي سياليو کې د لوبېدو په موخه نن تاجکستان ته لاړه.
د مرکزي اسيا فوټبال سيالۍ د افغانستان په ګډون د شپږو لوبډلو (افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او ايران) ترمنځ د تاجکستان هېواد په کوربه‌توب د روانې جولای مياشتې په ۲۶مه پيلېږي.
د يادونې وړ ده چې په دې سياليو کې به د افغانستان په استازیتوب حليم اقا شېرزاد او ننګيالی سادات د لوبڅارانو په توګه ګډون کوي.

شریک کړئ

ورته مطالب