Post Image

د ننګرهار والي شاه‌محمود میاخیل وایي، په دغه ولایت کې له مافیا څخه د ولس خلاصون اصلي لاره، د دوی د غیرمشروع اقتصادي منابعو وچول دي.

د میاخیل په خبره، د ننګرهار امنیتي وضعیت وخت ناوخت د مافیایي کړیو له لوري ګواښل کېږي، څو په دې توګه خپلې ګټې خوندي کاندي.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه د هغو کسانو نومونه په ډاګه کړي چې په خبره یې د ننګرهار ولایت په ډېری پېښو کې ښکېل دي او له دې لارې غواړي ولایت ناامنه کړي.

د ننګرهار والي لیکلي، د ننګرهار ولایتي شورا مشر ښاغلی احمد علي چې زیاتره وخت په کابل، دوبۍ او ایران کې وي، زما د درېیو میاشتو ماموریت په دوره کې هېڅ‌کله په ټولنیزو جلسو کې چې د ولس خیر او عزت په کې مطرح وي ګډون، نه دی کړی.

شاه‌محمود میاخیل د احمد علي په اړه وړاندې کښلي:

«دوه درې ځلې چې ننګرهار ته راغلی، د تخریبې کارونو لپاره یې لمن وهلې چې ښې بېلګې یې د سولې مشورتي لویې جرګې ټاکنو خرابول او د شینوارو ولسونو ترمنځ نفاق او یا ګډوډي اچول وو. د دې نه برسېره یې د خپلو څو تنو مدني پلویانو لخوا په مستعارو نومونو د ولایتي ادارې او حکومت پسې منفي تبلیغات کول.»

د ننګرهار والي شاه‌محمود میاخیل همداراز وایي: د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ امن په موخه مو د منطقوي اردو جوړېدو په اړه تکل وکړ، خو د ولایتي شورا یو بل غړي اجمل عمر لخوا یې د تخریب هڅې کېدلې.

د میاخیل په خبره، ښاغلي عمر د منطقوي اردو د تخریب هڅه ځکه کوله چې په سیمه کې د دوی ګټې له ستونزو سره مخ کېدلې.

 د ننګرهار والي او ولایتي شورا غړو ترمنځ دا اختلافات او ناندرۍ تر هغه وروسته زور اخلي چې د دوشنبې ورځې په چاودنو کې ۲۴تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

یادې پېښې سره هم‌مهاله د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله ټویټر پاڼه ولیکل: د ننګرهار امنیتي وضعیت بدلېدونکی دی او مافیايي کړۍ هڅې کوي چې د رهبرۍ بدنامولو لپاره په هر ډول بې‌شرمانه جنایتونو لاس پورې کړي.

د دې پر سبا(سه‌شنبې) د ننګرهار ولایتي شورا مشر احمدعلي حضرت او اجمل عمر په یوه خبري ناسته کې راڅرګند شول او د ولایت پر مقام یې له دې امله نیوکې وکړې چې د امنیت په ټینګښت، هدفي وژنو او بمي چاودنو په مخنیوي کې پاتې راغلی.

احمد علي حضرت وویل:

«هدفي وژنې او بمي چاودنې داعش کوي، د پاکستان «ای.اس.ای» يې کوي، ولایتي اداره وايي مافيايي کړۍ یې کوي، دا مافيا څوک ده؟ ښکاره باید وویل شي چې څوک دا چاودنې کوي؟»

په ورته وخت کې اجمل عمر وویل:

«په ننګرهار کې ديني علماء وژل کېږي، دلته یو ډول مذهبي جنګ روان دی که مخه يې ونه‌نيول شي خدای مه‌کړه ډېر خطرناک به ‌وي.»

خو د ننګرهار والي بیا وایي، له کله راهیسې چې د دوی د ګټو مخه نیول شوې، غواړي په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ننګرهار ولایت په اړه منفي تبلیغات وکړي.

نوموړی زیاتوي، احمد علي حضرت او اجمل عمر د دې پر ځای چې د ملکي مرګ ژوبلې دښمنان وغندي، لا یې د تقویه کولو لپاره هڅه وکړه.

د یادولو وړ ده، دا لومړی ځل نه‌دی چې په ننګرهار کې مافیایي کړۍ په ناامنۍ کې په لاس لرلو تورنېږي، بلکې په انسان‌تښتونو، د ځمکو په غصب او کانونو په ناقانونه کېندنو هم تورن شوي وو.

 

شریک کړئ

ورته مطالب