Post Image

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د کمپايني مبارزو دوه مياشتينۍ موده تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېده او له همدې مودې تر ۴۸ ساعتونو د سکوت دوره روانه ده چې ورپسې د شنبه په ورځ د ۲۰۱۸ کال تاريخي ولسمشريزې ټاکنې ترسره کېږي.

د سکوت په ۴۸ ساعته موده کې بايد خلک فکر وکړي او تصميم ونيسي چې د ولسمشريزو ټاکنو د کوم نوماند طرحې او پروګرامونه د افغانستان د سولې پروسې، عدالت، امنيت، اقتصاد، پوهنې، بهرنۍ پاليسۍ او نورو فرهنګي او ټولنيزو چارو لپاره ګټور او د دوی د تاييد وړ دي.

تر دې پرېکړې وروسته د شنبه په ورځ د افغانستان اتباع د ټاکنيزو محلونو په لوري ځي او د پنځو نورو کلونو لپاره خپل ولسمشر ټاکي.

د ټاکنيزو مبارزو په دوه مياشتينې موده کې يو شمېر نوماندانو هڅه وکړه چې د افغانستان خلکو ته خپل پروګرامونه او طرحې تشريح کړي، خو یو شمېر نور بيا ونه توانېدل دغه چاره ترسره کړي.

د افغانستان امنيتي ادارې وايي، د ټاکنو د امنيت لپاره ۱۰۰ زره سرتېري ګمارل شوي دي او د چهارشنبې ورځې له سهاره په ټولو ټاکنيزو مرکزونو او محلونو کې په لومړۍ درجه امنيتي احضاراتو کې دي.

ټاکنيزو کمېسيونونو ژمنه کړې چې د افغانستان په تاريخ کې به تر ټولو رڼې او بې پرې ټاکنې ترسره کړي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه