Post Image

د تخار سيمه‌ييزو چارواکو تاييد کړې چې د دغه ولايت د ينکي قلعه ولسوالۍ مرکز وسله‌والو طالبانو نيولی او افغان ځواکونه د ملکي مرګ‌ژوبلې د مخنيوي په هدف تکتيکي شاتګ ته اړ شوي دي.

د تخار د والي وياند جواد هجري وايي، دغه ولسوالي تېره شپه د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

له بل لوري وسله‌والو طالبانو هم رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې دغه ولسوالي يې نيولې او تر څنګ يې دې ډلې ۲۰ افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده، خو د تخار سيمه‌ييزو چارواکو د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ بيا افغان ځواکونو د بدخشان يمګان ولسوالي له وسله‌والو طالبانو بېرته ونيوله.

په تېرو څو ورځو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ په بېلا بېلو ولايتونو کې نښتې سختې شوې دي.

که له يوه لوري افغان ځواکونه توانېدلي چې په بدخشان کې چې د افغانستان په شمال کې يو خورا ستراتېژيک ولايت بلل کېږي او ګڼې کاني زېرمې لري، له طالبانو څو ولسوالۍ بېرته ونيسي، خو له بل لوري بيا طالبانو په نورو ولايتونو کې څو ولسوالۍ له افغان ځواکونو نيولې دي.

 

 

شریک کړئ

ورته مطالب