Post Image

د افغانستان احصائیې مرکزي ادارې مشر محمد جواد رسولي چې د نفوسو نړیوالې ورځې په مناسبت یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، افغانستان به تر ۲۰۲۰میلادي کاله پورې ۳۲.۲میلیونه نفوس ولري.

د رسولي په خبره د افغانستان نفوسو کلنۍ وده ۲.۱۴سلنه ده. نوموړی زیاتوي چې افغانستان د جنوبي اسیا په کچه د نفوسو تر ټولو چټکه وده لري.

د افغانستان احصائیې مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې دمګړۍ د افغاستان د ټول نفوس ۱۶.۴میلیونه نارینه او ۱۵.۸میلیونه یې ښځې جوړوي.

د احصائیې مرکزي ادارې مشر په وینا، د افغانستان نفوس ۴۸سلنه هغه وګړي دي چې عمرونه یې له ۱۵کلونو ټیټ اټکل شوي، څه باندې ۵۰سلنه یې له ۱۵تر۶۵کلنۍ عمرونه لري. رسولي په دې اړه زیاته کړه:

«د کورنیو اوسط تعداد لوړ شوی؛ یعنې ۷.۷ ته رسېدلی، همداراز د نفوسو ۵۰ سلنه کورنۍ تر ۹زیات غړي لري چې دا په جنوبي اسیا کې تر ټولو ډېره چټکه وده ده.»

د احصائیې مرکزي ادارې مشر وايي، په افغانستان کې د نفوسو چټکه وده د تلپاتې انکشافي اهدافو په برخه کې دغه هېواد له ننګونو سره مخامخ کوي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان اقتصادي وده په یوه کال کې ۲.۷سلنې ته رسېږي، چې دا د نفوسو د ودې په پرتله خورا ښکته کچه ده. رسولي وویل:

«تر ۲۰۳۰میلادي کاله پورې چې کوم اهداف ټاکل شوي سخته ده چې موږ ورته ورسېږي، ځکه د نفوس او اقتصادي ودې ډېروالي ترمنځ توپیر موجود دی، ښه ده چې د یوې هراړخیزې برنامې له مخې کار وشي؛ دغسې برنامې او طرحې مو همېشني انکشاف ته رسوي، دمګړۍ د نفوسو چټکه وده پایدار انکشاف ته د رسېدو پر وړاندې یو خنډ دی.»

د احصائیې ادارې د شمېرو پر اساس، د افغانستان نږدې ۵۰سلنه نفوس د کار په شرایطو برابر دي.

بلخوا د اقتصاد وزارت وایي، که د هېواد نفوس په همدې ډول وده وکړې تر ۲۰۵۰میلادي کاله پورې به د افغانستان موجوده نفوس دوه برابره شي.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وایي، هر ورځ ۱۸۰۰تنه نوي مېلمانه د افغانستان په دسترخوان ور زیاتیږي. نوموړي زیاته کړه:

«کمزورې اقتصادي ودې او د نفوس چټکې ودې ته په کتو د اقتصاد وزارت له عامې روغتیا وزارت، احصائیې مرکزې ادارې او د ملګرو ملتونو د نفوسو له ادارې سره په همغږۍ د نفوسو په ملي پالیسۍ کار کوي، هدف دا دی چې د اقتصادي او نفوسو ودې تر منځ منطقي توازن رامنځ ته شي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت شمېرې بیا ښيي چې اوسمهال ۱.۹میلیونه وګړي چې د کار په شرایطو برابر دي له بې‌کارۍ کړیږي او هرکال ۴۰۰زره کسان په دغې شمېرې ورزیاتېږي.

په ۲۰۰۴میلادي کال کې د افغانستان مجموعي نفوس ۲۱.۶میلیون تنه اټکل شوی و، خو په ۲۰۱۸میلادي کال کې دغه شمېر ۳۱.۶میلیونو ته ورسېد.

د معلوماتو له مخې په ۱۹۷۴میلادي کال کې د ټولې نړۍ نفوس ۴میلیارد تنه و، خو په ۲۰۱۱میلادي کال کې ۷میلیاردو ته پورته شو.

همداراز تر ۲۰۲۰میلادي کال پورې به د ټولې نړۍ نفوس ۷.۶میلیاردو ته ورسېږي او تر ۲۰۵۰میلادي کاله پورې به دا شمېر ۱۰میلیاردو ته پورته شي.

شریک کړئ

ورته مطالب