Post Image

په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر تېره ورځ کندهار ولایت ته د سفر پرمهال ویلي، د افغانانو د خوندیتوب لپاره به د طالبانو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

سکات مېلر ویلي، ناټو او امریکا د سولې د ټینګښت لپاره هڅه کوي، خو له دې هڅو سره همهاله د پوځي عملیاتو دوام هم اړین دی.

مېلر د کندهار له ځايي چارواکو سره تر لیدنې وروسته له امنیتي ځواکونو څخه د خپل ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی.

له بل لوري په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاس کې ویلي، په افغانستان کې د ناټو تړون موخه په نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو مخنیوی دی.

امریکایی چارواکي داسې مهال پر طالبانو د پوځي فشار زیاتېدو خبره کوي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې د تېرې شنبه په ورځ وځنډولې.

دغه خبرې کابو لس مياشتې وړاندې د زلمي خليلزاد په مشرۍ د امريکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ پیل شوې.

تېره اوونۍ د سولې د احتمالي هوکړې متن په اصولو کې نهايي هم شو، خو دغه متن او مسوده کابل او واشنګټن ته به رسېدو له مخالفتونو سره مخ شوه او بالاخره د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې دا خبرې وځڼډولې او په ورپسې مرکه کې يې هغه مړې يا له منځه تللې وبللې.

تر دې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د افغانستان حکومت هم د سولې د احتمالي هوکړې له دې متن سره مخالفت کړی و او په هغه کې يې څلور موارد داسې ياد کړي و چې ګواکې د منلو وړ نه دي. په دې څلورو مواردو کې په افغانستان کې د جمهوريت نه يقيني کېدل، د طالبانو له لوري د اوس مهال لپاره د اوربند نه منل او په متن کې د اسلامي امارت نوم يادېدل هغه څه و چې د راپورونو له مخې افغان حکومت يې له کبله د دې احتمالي هوکړې له مسودې سره مخالف و.

له بل لوري بيا تېر ماښام د امريکا ولسمشر خپل د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له دندې ګوښه کړ. نوموړی له طالبانو سره د خبرو او روانې احتمالي هوکړې مخالف و.

ټرمپ ويلي، دی نور په سپينه ماڼۍ کې د جان بولټن خدمتونو ته اړتيا نه لري او اعلان يې وکړ چې راتلونکې اونۍ به د ملي امنيت نوی سلاکار په دنده وګماري.

له بل لوري بيا طالبانو له امريکا سره د ټرمپ د وروستي دريځ په تړاو وضاحت غوښتی دی. د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په يوه مرکه کې ويلي، دوی له امريکا سره په ټولو مواردو موافقه کړې وه او هوکړه قطري چارواکو ته سپارل شوې وه تر څو یې اعلان کړي خو يو دم ټرمپ د دې هر څه مخه ونيوله.

طالبانو خبرداری ورکړی چې که امريکا بيا هم د ټرمپ په وروستي دريځ ټينګار وکړي او د سولې خبرو ته دوام ور نه کړي په افغانستان کې به خپلې جګړې ته د تېر په څېر دوام ورکړي.

شریک کړئ

ورته مطالب