Post Image

ولسمشر غني په ځلونو ځلونو ټينګار کړی چې ديني عالمان به د يوه ځانګړي قشر په توګه له حاشيې متن ته راځي او له دې سره به پر ديني مدرسو هم په منظمه توګه پانګونه وشي، څو افغان ماشومانو او زلمیانو ته په کور دننه د ديني زده‌کړو فرصت برابر شي.

 ديني عالمان او د مدرسو چلوونکي وايي چې د تېرو څو کلونو په پرتله مدرسو او ديني عالمانو ته د حکومت پاملرنه زياته شوې ده.

د دوی په خبره د حکومت له لوري مدرسو ته د پاملرنې له زياتېدو سره جوخت په هېواد کې دننه د ديني زده‌کړو بهير هم چټک شوی دی.

ديني عالم خواجه‌الدين حقبيان همدا خبره کوي. د نوموړي په وینا، دا مهال حتا د هېواد په لرې پرتو سيمو کې د عصري زده‌کړو تر څنګ ديني مدرسې هم فعالې دي او زرګونه تنه په کې زده‌کړه کوي.

حقبیان وايي، مدرسو ته د حکومت د پاملرنې زیاتېدل په دې معنا دي چې ديني زده‌کړو ته د عصري زده‌کړو په څېر د يوه اساس په سترګه کتل کېږي. ښاغلي حقبيان په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وويل:      

«دیني مدرسو ته دې د ديني زده‌کړو ترويجولو په هدف نوره هم پاملرنه زياته شي، موږ علما د هغې ورځې په تمه يو چې مدرسې ښې قوي شي او په بشپړه توګه په يوه لاس مديريت شي.»

څومره مدرسې؟

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴زره مدرسې چې ډېری یې شخصي دي، فعاليت لري. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نشراتو مسوول ناصرالدين دريځ وايي، اوسمهال شاوخوا دوه‌نيم ميليونه زده‌کوونکي په دغو مدرسو کې زده‌کړه کوي چې ۳۰سلنه یې نجونې دي.

دریځ په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته زیاته کړه:

«د دغو ۴زره مدرسو ۳۰سلنه زده‌کوونکي نجونې او ۷۰سلنه یې هلکان دي. همداراز موږ د تعلیمات اسلامي او قرا په نومونونو دوه انسټیټیوټه هم لرو. په دې کې هم زده‌کوونکو ته دیني تعلیمات ورکول کېږي.»

د حج او اوقافو وزارت چارواکي هم‌مهاله وايي چې په دې وروستيو کې د نجونو لپاره د دينې زده‌کړو مرکزونو شمېر هم مخ په زياتېدو دى.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شمېرو له مخې یوازې په کابل کې د نجونو دیني مدرسو شمېر ۱۲۰ته رسېدلی. پروسږکال د دغو مدرسو شمېر ۱۰۴ و. په دغو مدرسو کې څه باندې ۴۹زره زده‌کوونکي درس وايي.

بل لورته د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې له دوی سره د ټول افغانستان په کچه ۱۱۵۸مدرسې(دارالعلومونه، دارالحفاظه او الحاقيې) راجستر دي.

د پوهنې وزارت ویاندې نوريې نزهت انسان نيوز ډېسک ته وويل چې په دغو څانګو کې ۳۷۵زره شاګردان په زده‌کړو بوخت دي. نوموړې په دې اړه زياته کړه:

«په دغو ۱۱۵۸دیني مراکزو کې د ۳۷۵زره زده‌کوونکو له ډلې ۱۱۳زره او ۱۵۷تنه یې په ديني مدرسو او پاتې نور یې په دارالعلومونو، دارالحفاظونو او الحاقيو کې په زده‌کړو بوخت دي. همداراز په ديني مدرسو کې موږ شاوخوا ۸۰۲۶ تنه استادان لرو.»

د مدرسو نصاب

ديني عالمان که څه هم له مدرسو سره د حکومت د تعامل ستاينه کوي، خو په عين وخت کې دا هم وايي چې د کلونو په تېرېدو سره په مدرسو کې د تدريس په موخه کوم واحد نصاب نه‌دی رامنځ ته شوی.

دوی وايي، په مدرسو کې د واحد نصاب رامنځ ته کولو له لارې د زده‌کوونکو هغو ستونزو مخه نيول کېدای شي چې لوړو ديني زده‌کړو ته د لارموندنې پرمهال ورسره مخ کېږي.

ديني عالم او د پوهنتون استاد محمد اياز نيازی وايي، اوسمهال د يوه واحد نصاب نشتوالي له کبله زده‌کوونکي په مدرسو کې متفاوت درسونه وايي او له همدې کبله ده چې لوړو زده‌کړو او پوهنتونونو ته د لارموندنې پرمهال له ستونزو سره مخ کېږي. نوموړي په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته زياته کړه:

«حکومت دې د مدرسو لپاره د واحد نصاب رامنځ ته کولو په هدف عملي ګامونه واخلي، ديني عالمان دې راټول کړي چې په ګډه يو ښه نصاب رامنځ ته کړي. ځکه د نصاب شتوالی د مدرسو لپاه ډېره حياتي موضوع ده.»

بل لورته د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په دیني مدرسو کې د وزارت نصاب عملي کېږي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په ديني مدرسو کې قران کریم، تجوید، حدیث شریف، تفسیر، فقه، منطق، صرف، نحو، عربي، پښتو، دري، ریاضي، کمپیوټر او اسلامي روزنې درسونه لوستل کېږي.

د پوهنې وزارت وياندې نوریه نزهت انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«په افغانستان کې د ديني مدرسو نصاب واحد دی او د ديني مضامينو تر څنګ د ښوونځي مضامين هم په کې تدرسېږي.»

د حج او اوقافو وزارت چارواکي هم وايي چې په ديني مدرسو کې واحد نصاب تدریسېږي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نشراتو مسوول ناصرالدين دريځ په دې اړه وویل:

« د حکومت تر واک لاندې سیمو کې چې موږ ورباندې نظارت لرو، په ټوله کې ویلی شو چې د افغانستان اکثریت دیني مدرسو نصاب واحد دی.»

د ديني مدرسو له ډلې حضرت عمربن خطاب دیني مدرسه له تېرو پنځو کلونو راهیسې د کابل ښار په قلعچه کې فعالیت لري.

د دغې مدرسې عمومي مسوول قاري سيد صديق‌الله سادات وايي، په دغه مدرسه کې زده‌کوونکو ته د دیني مضامینو ترڅنګ د ښوونځي(پښتو، دري، ریاضي، رسامي، خطاطي، تجوید، تفسیر او...) تدرسېږي.

نوموړي زیاته کړه، په دې ديني مدرسه کې شاوخوا ۲۵۰۰تنه په زده‌کړو بوخت دي. سادات انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«د حضرت عمر بن خطاب مدرسه د حج او اوقافو په وزارت کې ثبت ده. ټول ټال ۳۰تنه استادان لرو. وزارت يوازې د درسي موادو او نصاب په برخه کې له موږ سره همکاري کوي.»

 

کلنۍ بودجه

د افغانستان ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، دوی د مدرسو لپاره کومه ځانګړې بودجه نه‌لري چې ور یې کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نشراتو مسوول ناصرالدين دريځ په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«موږ يوازې د مدرسو لپاره د فعاليت جواز ورکوو، کومې مدرسې چې زموږ سره راجستر دي، اکثریت یې خصوصي مدرسې دي او خپل مصارف په خپله پیدا کوي.»

د پوهنې وزارت چارواکي بیا وايي چې دوی راجستر شویو مدرسو ته ځانګړې بودجه لري. د پوهنې وزارت ويانده نوریه نزهت وايي:

«د پوهنې وزارت ۴،۸۱سلنه بودجه چې ۱۵۳ميليونه افغانۍ کېږي، دیني زده‌کړو ته ځانګړې شوې.»

 

بهرنیو مدرسو کې زده‌کړې

دیني عالمان او عام افغانان وايي، که چېرې په افغانستان کې دننه دیني مدرسو ته پاملرنه نوره هم زیاته شي، بهرنیو مدرسو ته به د تګ لپاره څوک زړه ښه نه‌کړي.

ډېری خلک په دې عقیده دي چې د ګاونډي هېواد پاکستان په دیني مدرسو کې افغان زده‌کوونکي افراطیت ته هڅول کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکی او د پوهنتون محصل نادري نادري په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«په کوردننه باید دیني زده‌کړو ته پراخ لاسرسی موجود وي، دلته باید د دوکتورا تر کچې دیني زده‌کړو ته زمینه برابره شي، که دا کار وشي ځوانان به مو د پاکستان، هند، مصر او نورو هېوادونو په دیني مدرسو نه‌وي سرګردانه او په دې توګه به مو د خپلو ځوانانو د افراطي کېدو مخه نیولې وي.»

نادري وايي، په ځینو مواردو کې چې یو شمېر کسان د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي، په خپلو اعترافاتو کې یې ویلي چې د پاکستان په فلانۍ مدرسه کې ورته د ترهګرۍ روزنه ورکول شوې.

د کابل ښار بل اوسېدونکی ظفر قریشي هم په کور دننه د دیني مدرسو له فعالیته ملاتړ کوي. قریشي انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«د دیني مدرسو نصاب باید د زده‌کوونکو لپاره ځواب‌ویونکی وي، څو خارج ته د ځوانانو له تګ څخه مخنیوی شوی وي.»

دیني عالمان هم له بهرنیو په تېره بیا پاکستاني مدرسو سره د افغان ځوانانو د دلچسپۍ عمده لامل په افغانستان کې د دننه د باکیفیته او معیاري مدرسو نشت په ګوته کوي.

دیني عالم او د کابل پوهنتون استاد محمد اياز نيازی وايي، افغانان له ديني علومو سره بې سارې مينه لري، خو افغانستان کې ديني مدرسې د کيفيت له پلوه د افغانانو دغه غوښتنې او تقاضاوې نه‌شي پوره کولی.

استاد نیازي په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

« دا لامل کېږي چې افغانان پاکستاني مدرسو ته لاړ شي او هلته ورته ويل کېږي چې ستاسو هېواد اسلامي نه ‌دی او له دوی څخه زموږ د خاورې پر خلاف کار اخلي او ترهګریزو فعاليتونو ته یې هڅوي.»

استاد نيازي زیاته کړه چې څو ځلې یې په دې ارتباط له حکومتي مشرانو سره خبرې کړې، خو په خبره یې تراوسه کوم اقدام نه‌دی شوی:

 «ما ولسمشر ته وړاندیز وکړ چې څلور لویې مدرسې په افغانستان کې جوړې شي، موږ په دې سره کولای شو د پاکستاني مدرسو نفوذ کم او د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسو، خو له بده ‌مرغه حکومت په دې برخه کې کوم اقدامات ونه‌کړ.»

د غربي رسنیو راپورونو پر اساس په پاکستاني مدرسو کې شاوخوا ۲۵میلیونه کسان په زده‌کړو بوخت دي چې یوه لویه فیصدي یې افغانان جوړوي.

ځانګړی راپور: منصور یوسفزی

شریک کړئ

ورته مطالب