Post Image

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، په افغانستان کې د سولې ټينګښت د سيمې پر وضعيت مستقيم اغيز کوي او زياتوي چې د افغانستان سولې په برخه کې له روانو هڅو بايد ملاتړ وشي.

نوموړي دا څرګندونې پرونه په اسلام‌اباد کې د امريکا له سفير پاول جونز سره د ليدنې پرمهال کړي دي.

قرېشي زياته کړې چې په سيمه کې د امنيت ټينګښت په افغانستان کې له دوامداره سولې سره تړلی او ډاډ يې ورکړی چې په دې برخه کې د امريکا له روانو هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي دا څرګندونې په قطر کې د امريکا او وسله‌والو طالبانو ترمنخ د مذاکراتو تر پيل يوه ورځ وړاندې کړي دي.

خو ډېر کله د افغانستان سولې په برخه کې د پاکستان دريځ نيونې ته شک په سترګ کتل کېږي او په عام باور پاکستان د افغانستان سولې په پروسه کې د همکارۍ پر ځای د زيات امتياز ترلاسه کولو په هدف په دې لټه کې دی چې د مذاکراتو پرمهال وسله‌والو طالبان د سولې ترڅنګ د ځان په ګټه هم وکاروي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه