Post Image

له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان په سوداګرۍ کې د بديلو لارو په پيدا کولو سره پر پاکستان خپله تکيه راکمه کړې او کورني بازارونه یې له پاکستاني توکو پاک کړي دي.

بلخوا پاکستاني سوداګرو په ځلونو ځلونو له افغانستان سره د سوداګرۍ کمېدو په اړه خپل حکومت ته شکایتونه کړي او غوښتي یې چې د لا زیات تاواني کېدو مخه دې یې ونیول شي.

پاکستاني سوداګرو همداراز ویلي، که له افغانستان سره یې سوداګري ونه‌غوړېږي چورلټ به یې کاروبارونه په ټپه ودرېږي.

له دې اړخه هم یو شمېر افغان سوداګرو ویلي، که له پاکستان سره د افغانستان سوداګري دوباره وغوړېږي، د افغانستان او افغان سوداګرو په ګټه هم ده.

 ولسمشر غني چې په پام کې ده د پاکستان لومړي وزير عمران‌خان په بلنه د روانې میلادي میاشتې په وروستيو کې اسلام‌اباد ته لاړ شي، ویل کېږي چې د دواړو لوریو ترمنځ به د سوداګريزو اړيکو پر سمون هم خبرې وشي؛ په تېره بیا چې پاکستان دغې سوداګرۍ ته خورا ډېر اړ دی؛ خو افغانستان هم خپلې اړتیاوې لري.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي، د سوداګرۍ پراختیا لپاره ښه ده چې له دې هېواد(پاکستان) سره سوداګريز تعاملات یو څه زيات شي.

نوموړي په دې اړه انسان نيوز ته وويل:

«نړيوالو بازارونو ته د کراچۍ او واهګې بندرونو له لارې د کورنيو توليداتو رسول د بلې هرې لارې په پرتله هم لنډ دي او هم ارزانه. د پاکستان دې اهميت ته په کتو چې د افغانستان سوداګرۍ ته يې لري، ضرور ده چې سوداګري ورسره ښه شي.»

دغه راز، د ولسمشر غني او پاکستاني چارواکو تر منځ ښايي د سيمه‌ييز پیوستون په برخه کې پر دې هم خبرې وشي چې منځنۍ اسيا ته د افغانستان له لارې پاکستاني توکي په يوه منظم ټرانزيټي چوکاټ کې ولېږدول شي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزی په دې اړه وايي، د دغه چوکاټ له مخې د منځنۍ اسيا سوداګر کولی شي، افغانستان ته د ماليې او حق‌العبور په ورکولو سره پاکستاني توکي يادو هېوادونو ته ولېږدوي.

نوموړی زياتوي:

«د سيمه‌ييز پيوستون لپاره د يوه چوکاټ له مخې د منځنۍ اسيا سوداګر کولی شي په خپله له پاکستاني سوداګرو سره معاملې وکړي او د افغانستان له لارې يې انتقال کړي. دا کار اوس افغان سوداګر کوي چې د يوه غير منظم چوکاټ په اساس مخته روان دي.»

بل پلو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، پاکستان ښايي له افغانستان سره د سوداګرۍ زياتوالي او سيمه‌ييز پيوستون له لارې د هغې سوداګرۍ د بېرته تر لاسه کولو په لټه کې شي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې د ولسمشر غني د اقتصادي نبوغ په نتیجه کې له لاس وتلې ده.

د اقتصادي چارو کارپوه محب «شريف» انسان نيوز ته وويل، ولسمشر غني له پاکستان سره د سوداګرۍ او سيمه‌ييز پيوستون په اړه کېدونکي بحثونه باید داسې وڅرخوي چې له هر اړخه د افغانستان ګټې په کې خوندي وي.

نوموړي په دې اړه انسان نیوز ته وویل:

«کېدای شي پاکستان هڅه وکړي چې د يوې معاملې له مخې له لاسه وتلې سوداګري بيا ترلاسه کړي. ځکه پاکستانيان نه غواړي د افغانستان بازار له لاسه ورکړي. اوس د ولسمشر په مهارت پورې تړلې چې څنګه وضعيت په خپله ګټه راڅرخولی شي.»

دا مهال کابل او اسلام‌اباد په خپلو کې د ۱.۲میلیارده ډالرو په اندازه سوداګري لري، پنځه کاله وړاندې دغه کچه تر پنځو ميليارده ډالرو پورې رسېدله، خو دا چې د ولسمشر تر سفر وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګراف څومره  پورته او یا ښکته شي، باید انتظار وباسو.

 

شریک کړئ

ورته مطالب