Post Image

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ نړيوالې شورا په کلنۍ ناسته کې پرېکړه شوې چې د افغانستان کرکټ بورډ ته به سږ کال د کلنۍ بودجې تر څنګ ۲ اعشاريه ۵ ميليونه ډالره اضافي پيسې ورکوي، تر څو د دغه ادارې د بودجې کسر له منځه لاړ شي.

د کرکټ بورډ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کرکټ نړيوالې شورا پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د کرکټ نړيوالې شورا اپلېکشن کې په پښتو ژبه هم معلومات خپرېږي.

کرکټ بورډ ويلي، نړيوالې شورا په يو شمېر برخو کې د دوی پرمختګونه ستايلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې کرکټ بورډ د افغانستان په غوره ليګ يا اې پی اېل کې د فساد په تړاو هم نړيوالې شورا ته راپور وړاندې کړ، خو د يادولو ده چې کرکټ بورډ خپله د افغانستان خلکو ته تر دې مهاله د دې فساد په تړاو هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

د کرکټ نړيوالې شورا کلنۍ غونډې په لندن کې د روانې جولای میاشتې له ۱۵مې تر ۱۸مې نېټې دوام وموند.

شریک کړئ

ورته مطالب