Post Image

د نړيوال جام د لوبو په لړ کې نن چهار شنبې نيوزيلنډ د کوربه هېواد انګلستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته ۲ بجې د انګلستان د چېسټر لي سټريټ ښار په ډې‌رېورسايډ دورهام کرکټ لوبغالي کې کېږي.

نيوزيلنډ لوبډلې تر دې مهاله اته لوبې کړې چې پنځه لوبې یې ګټلې، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له سرېلانکا ، دويمه له بنګله‌دېش، درېيمه له افغانستان، څلورمه لوبه له سويلی افريقا او خپله پنځمه لوبه له ویسټ‌انډيز څخه ګټلې او شپږم لوبه یې پاکستان ته او اوومه لوبه یې اسټراليا ته بایللې او اتمه لوبه یې د باران  ورېدو له کبله له هند سره مساوي  شوې.

له بل لوري انګلستان هم اته لوبې کړې چې دې لوبډلې هم پنځه لوبې ګټلې، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له سويلي افريقا، دويمه له بنګله‌دېش، درېيمه لوبه له ويسټ‌انډيز، څلورمه له افغانستان او خپله پنځمه لوبه له هند لوبډلې څخه وګټله او شپږمه لوبه یې پاکستان ته، اوومه لوبه یې سرېلانکا او خپله اتمه لوبه یې اسټراليا ته وبايلله.

په نننۍ لوبه کې د انګلستانۍ په لوبډله کې له لوبډل‌مشر يون مورګن، جي روټ، جوني برېسټو، مارک ووډ او جوفرا ارچر څخه  د ښې توپوهنې او توپ اچونې تمه کېږي.

له بل لوري په نيوزيلنډۍ لوبډله کې له راس ټايلر، کولېن منرو، لوکي فېرګوسن، ټرېنټ بولټ او جيمي نیشم څخه د ښې لوبې تمه کېږي.

د انګلستان له لوري جي روټ هغه توپ وهونکی دی چې په اته لوبو کې یې ۴۷۶ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې جوفرا ارچر  بيا ۱۶ وېکټې ترلاسه کړې دي.

له بل لوري د نيوزيلنډ په لوبډله کې بيا کېن ويليمسون په اته لوبو کې د خپلې لوبډلې لپاره ۴۵۴ منډې جوړې کړې او په توپ‌اچونه کې بيا لوکي فېرګوسن ۱۷ وېکټې ترلاسه کړې دي.

نيوزيلنډ او انګلستان هغه لوبډلې دي د نننۍ بريا په ترلاسه کولو سره به د نيمه پای لوبې ته د تلو چانس زیات کړي.

انګلستان د نړيوال جام ګټلو ته نومانده، خو نيوزيلنډۍ لوبډله بيا د نمرو په جدول کې په درېيم ځای کې ده.

نيوزيلنډۍ لوبډلې په وروستيو پنځو يو ورځنيو لوبو کې دوه لوبې ګټلې، درې یې بايللې او بله یې د باران ورېدو له کبله مساوي شوې خو انګلستان لوبډلې بيا درې لوبې ګټلې او دوه لوبې یې بايللې.

د نړيوال جام د روانو سياليو په درجه بندۍ کې انګلستان په څلورم او نيوزيلنډ بیا په درېيم ځای کې دی.

د انګلستان لوبډله له اته لوبو وروسته ۱۱ نمرې (پواينټونه) او نيوزيلنډ لوبډله بیا په اته لوبو کې ۱۰ نمرې (پواينټونه) لري.

په روان نړيوال جام کې د نيوزيلنډۍ لوبډلې نېچرل رنرېټ په اته لوبو کې (+0,572) او د انګلستان لوبډلې نېچرل رنرېټ بیا (+1,000) دی.

نيوزيلنډ او انګلستان د نړيوال جام هغه لوبډلې دي چې تر اوسه یې نړيوال جام نه دی ګټلی خو د روان نړيوال د ګټلو هيلې یې لا هم ژوندۍ دي.

د يادونې وړ ده چې د يو ورځنيو سياليو په درجه بندۍ کې انګلستان لومړی او نيوزيلنډ بيا درېيم مقام لري.

 

شریک کړئ

ورته مطالب