Post Image

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي، افغان حکومت د طالب بندیانو په خلاصون سره سولې ته خپله ژمنیتا وښوده اوس طالبانو ته په کار ده چې د سولې په خبرو کې خپله ژمنتیا وښیي.

عادله راز له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، افغان حکومت هم نه غواړي چې بهرني سرتېري دي په افغانستان کې پاتي شي بلکي د یوه مشخص مهال وېش له مخي به وځي.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ هم ویلي، له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي خو وېره لري چې دغه هېواد د ترهګرو په پټن ځای بدل نه شي.

خو اغلې راز ویلي، افغان حکومت یو انتخابي حکومت دی که له حکومت سره خبرې کول نه غواړي دا په دې معنی ده چې دا ډله له خلکو سره خبرې نه کوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته په خپل وروستي سفر کې هیله هیله ښودلې و چې له طالبانو سره د سولې خبرې به تر ولسمشریزو ټاکنو مخکي نتیجه ورکړي.

شریک کړئ

ورته مطالب