Post Image

کلونه وړاندې چې به کله جلال آباد ته لاړم نو د ننګرهار د دولتي ټلوېزیون په ماښامني خبري سرویس کې دا کلیشوي ترکیب ډېر اورېدلو:

« د محمد آصف غمشریک په مشرۍ د لوی ننګرهار یو شمېر فرهنګیانو نن په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار د والي محمد شفیق ګل آغا شېرزي سره وکتل...»

هغه مهال پدې نه پوهېدلم چې دا څوک دي‌ او ولې ځانونه «فرهنګیان» بولي؟ کله چې په ترکیه کې د فرهنګي مطالعاتو محصل شوم، یو ځل بیا پورتنۍ پوښتنه را په زړه شوه. دا ځل راته مهمه وه چې پوه شم چې له فرهنګ سره زموږ چلند څه ډول دی؟ څومره پرې پوهېږو او تر کومه بریده ورته ارزښت ورکوو؟ دا لیکنه په افغانستان کې او په تېره بیا د پښتنو ترمېنځ د فرهنګ د ځای او پېژندګلوۍ په اړه د یوې نسبتاً اوږدمهالې هڅې پیل دی چې که خدای کول په راتلونکې کې به د همدې مجرا له لارې پرې بحثونه وکړو. راځئ دا لړۍ د «فرهنګ» د تعریف سره پیل کړو.

 

فرهنګ څه دی؟

البته دا سخته پوښتنه ده. نه یواځې زما لپاره بلکې د فرهنګ، انتروپولوژۍ، ټولنپوهنې او نورو علمي برخو د متخصصینو ترمېنځ هم د دې پدیدې د تعریف پر سر اوږدې ناندرۍ شته دی. مثلاً په ۱۹۵۲ کال کې دوو تنو امریکايي انتروپولېژستانو د فرهنګ لپاره ۱۶۴ جلا تعریفونه راټول کړي دي. فرهنګي مطالعات یو منځرښتیز ډیسپلین دی او تاریخ، ټولنې، هنر، انتروپولوژۍ، سیاست، سیاسي اقتصاد او حتا د ټېکنالوژۍ د برخو پوهانو د خپل مزاج مطابق ورته جلا جلا تعریفونه موندلي دي.

راځئ لومړی یې لنډ او عامفهمه اصطلاحاتو په واسطه تعریف کړو او بیا پرې نسبتاً ژور تیوریک بحث وکړو. فرهنګ یا په لاتیني اصطلاح کلتور د انساني ټولنې د ورځني ژوند د ټولو کړو وړو، عقایدو، افکارو  او راکړې ورکړې مجموعه ده چې موږ ته هویت راکوي. یعنې دا فرهنګ دی چې موږ پرې یو بل پېژنو. فرهنګ لکه دوه اړخیزه توره د انسان په لاس جوړېږي یا تولیدېږي او بیا بېرته انسان جوړوي. په بل ساده عبارت انسان د فرهنګ هم خالق دی او هم مخلوق. مثلاً د «کلتور» یا کلچر د لاتیني اصطلاح لغوي معنا کرنه یا د فعل په حالت کې کرل دي. مفهوم یې هم د ځاييتوب او یا د هغې مشخصې ځمکې اړوند ارزښتونه دي چې دی په کې کرل کېږي او نمو کوي. خلاصه هر هغه څه چې موږ پرې پېژندل کېږو او له نورو سره توپیر لرو، هغه فرهنګ دی. د فرهنګ تاریخ د بشري ټولنې د تاریخ هومره لرغونی دی. د دې تعریف د آسانتیا لپاره پوهانو په دوه برخو ویشلی دی:

۱ – مادي فرهنګ:

هر هغه څه چې خارجي وجود ولري او د بشري تاریخ له لومړیو تر ننه پورې یې انسان کاروي، هغه مادي فرهنګ دی. لکه کورونه، جامې او د ورځني ژوند هغه ټول مرستندوی وسایل چې د ټېکنالوژۍ پر مټ یې موږ تر ننه  کاروو. په بل عبارت د معمارۍ او ټېکنالوژۍ ټول ابزار د مادي فرهنګ برخه ده چې موږ ورته سمبولونه هم وایو.

۲ – معنوي فرهنګ:

افکار، عقاید، رسوم او رواجونه، دودونه، رواني حالت، توقعات، وېرې او امېدونه  او هغه څه چې د تاریخ په اوږدو کې د انسان د فکري تولید زېږنده دي، د معنوي فرهنګ برخې دي. مثلاً د هنر او ادبیاتو په ګډون د ټولنیزو علومو نږدې ټولې رشتې د معنوي فرهنګ برخې دي چې د انسان په لاس تولید شوې دي.

د دې دواړو ترمېنځ تر ټولو مهمه اړیکه دا ده چې فرهنګ لکه نور تولیدي ابزار د انسان په لاس تولېدېږي، مصرفېږي او د دوام لپاره بیا بیا تولیدېږي. دا چې څنګه تولیدېږي؟ راځئ لږ ژور او تیوریک بحث وکړو.

 

د فرهنګ تولیدي بهیر

 

انسان د خپل فزیکي شتوالي او د نسل د بقا لپاره مجبور دی دوه کارونه وکړي او تکرار یې کړي. لومړی باید په ګروپي او مجموعي ډول د نورو انسانانو سره په ګډه ژوند وکړي چې موږ ورته ټولنیز ژوند وايو. دویم باید تولید وکړي. یعنې تر ټولو ابتدايي مرحله کې باید د خېټې د مړولو او سرپناه لپاره خپل خواړه او استونګنځای جوړ کړي. دا کار باید بیا بیا تکرار کړي، تر څو ژوندی پاتې شي او د خپل نسل بقا تضمین کړي. که مو پام کړی وي دلته تولید او بیا د دې تکرار له یوې خوا د انسان د فزیکي ژوند د دوام شرط دی او له بله پلوه دا کار په انفرادي ډول نه بلکې په ټولنیز ډول ترسره کېږي. انسانان یا انساني ټولنه د نسلي بقا لپاره د کور، جامو، خوړو او نورو ضروري شیانو د تولید لپاره فکري تولید ته هم اړتیا لري تر څو پوه شي چې مثلاً کور څنګه جوړ کړي او خواړه څنګه ومومي. پدې ډول د بشري ټولنې د تکامل تاریخ هم د نسلي بقا او ورځني ژوند د تېرولو د څرنګوالي په موخه د تولید، مصرف او بیا د دوباره تولید د چلونو د زده کولو تاریخ دی چې تر ننه پورې تر موږ را رسېدلی دی. لنډه دا چې هغه څه چې موږ یې ټېکنالوژي بولو له ماقبل التاریخه پیل او تر ننه را رسېدلې ده چې یواځې یې بڼه بدله شوې. یعنې پرمختګ یې کړی خو موخه یې چې د انسان د نسل د بقا تضمین دی، هېڅکله نه ده بدله شوې.

پدې تولیدي بهیر کې انسان په انفرادي ډول نه بلکې په جمعي ډول برخه اخلي. مثلاً کورنۍ، بېلابېل جماعتونه او ګروپونه او بلاخره ټولنه په مجموعي ډول په تولید کې له یو بل سره مرسته کوي. دا فزیکي مرسته، اړیکي او همکاري په عین حال کې پر معنوي او رواني اړیکو هم اغېزه لري. د انسان رواني حالت، دیني او عقیدتي لېوالتیا، ایډیولوژیک موقف، له ژونده او د ټولنې له نورو غړو توقعات او داسې نور فکتورونه هم تولیدېږي او لکه د ځنځیر حلقې تکرارېږي. د تولید دغه ټوله مادي، معنوي او رواني پروسه په ټولنه کې جریان لري چې خالق یې انسان دی. فرهنګ هم په حقیقت کې د همدې پېچلې پروسې عمومي نوم دی.

د تولید پروسه یا په ټولنه کې د انسانانو ترمېنځ تولیدي اړیکې یواځې پر همکارۍ او همغږۍ ولاړې نه دي. په عین حال کې په ټولنه کې د مېشتو انسانانو ترمېنځ د تقابل او تضاد په پایله کې د تولید پروسه تاریخي او تکاملي بڼه غوره کوي. پدې اساس انسان چې له کله جمعي ژوند ته مخه کړې ده، د فرهنګ تاریخ هم له همدې ځایه پیل شوی دی. یعنې انسان چې کرنه کشف کړه او پدې پوه شو چې د ښکار پر ځای په ځمکه کې د کرل شویو تخمونو له لارې د خوړو موندل او تولید اسانه کار دی، د فرهنګ د رامنځته کولو په برخه کې یې لومړنی انقلاب بریالی شوی.

راځئ دا پروسه لکه تمثیلي پارچه داسې تشرېح کړو.  مثلاً تا په دښته کې د کرکیلې لپاره یوه ټوټه ځمکه آباده کړه. که په ځمکه کې غنم کرې نو مجبور یې چې یو خو ورته هملته پاتې شې تر څو حاصل وکړي. دویم دا چې د کرکیلي په برخه کې له نورو انسانانو مرسته وغواړې. ځکه په یواځې ځان دا کار نشې کولای. درېم دا چې د حاصلاتو د زېرمې، ساتنې او پالنې لپاره باید سرپناه ولرې. ځکه که غنم کرې او ۵ – ۶ میاشتې ورته انتظار وباسې نو باید په مناسب ځای کې یې زېرمه کړې او ترې ساتنه وکړې. دا پروسه د یو کس له وسې پوره نه ده. مجبور او مکلف یې چې په جمعي یا ټولیز ډول له یو بل سره همکاري وکړې یا اشر وکړې. د اشر کولو یا متقابلې همکارۍ همدا ابتدايي فکر د فرهنګ په نامه د پدیدې د رامنځته کېدلو پیلامه ده.

 اوس نو ستا په څېر نورو انسانانو چې غنم کرلي دي، یا هغوی چې نه دي کرلي او سترګې یې ستا غنمو ته نیولې دي، ته مجبور او مکلف یې چې د لومړۍ ډلې  سره همکاري وکړې او له دویمې ډلې د خپلو غنمو د ساتنې لارې چارې ولټوې. په حقیقت کې د همکارۍ او تقابل دا پروسه د فرهنګ په بیا تولید، پرمختګ او راتلونکو نسلونو ته د انتقال په برخه کې مرسته کوي. د غنمو د ساتنې د لارو چارو لټول بیا پدې معنا دي چې ته باید لومړی دا پروسه زده کړې او بیا راتلونکو نسلونو ته یې هم انتقال کړې. مثلاً که د غنمو د ساتنې لپاره توره جوړوې او کسان ورته نیسې او یا هم داسې کلا جوړوې چې څوک ورته نشي ننوتلی، دا ټول پوهې ته اړتیا لري. پوهه ټېکنالوژي تولیدوي او دا ټېکنالوژي بیا راتلونکو نسلونو ته انتقالېږي. د انسان سره د فرهنګ انتقال هم په همدې ډول دی.

دا پورتنۍ پروسه له ننه شاوخوا ۱۵- ۲۰ زره کاله وړاندې پیل شوه او کله چې تر موږ را رسېدله نو دومره یې پرمختګ وکړ چې تصور یې نشي کیدلی. البته د فرهنګ تاریخي بهیر د دې لیکنې له وسې پوره نه ده خو په نړۍ کې د صنعتي انقلاب سره سم د فرهنګ د تولید، مصرف او بیا ځلي تولید کیسه ډېره پېچلې شوه. پدې اړه به په راتلونکو لیکنو کې بحث وکړو.

 

پایلې او درسونه

د فرهنګ پورتني تعریف ته په کتلو سره د لا اسانتیا لپاره دا موارد درسره نوټ کړئ.

 

  • بې فرهنګه ټولنه یا د انسانانو مجموعه ناشونې ده. هره انساني ټولنه باید فرهنګ ولري. دا که په نیویارک کې ژوند کوي، که په افغانستان کې او که د آمازون په ځنګلونو کې.
  • فرهنګ د یوې ټولنې د پېژندګلوی تذکره ده. یعنې کله چې یو څوک ګورئ او سمدستي وایئ چې دا پښتون دی، په حقیقت کې تاسې هغه فرهنګ ته اشاره کوئ چې دی یې استازیتوب کوي. یا مثلاً که د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۲۰ تنه لوڅ لغړ درته مخامخ ودرېږي، تاسې یې په پېژندګلوۍ کې پاتې راځئ.
  • فرهنګ په ورځني ژوند کې د وسایلو په څېر د انسان په لاس بیا بیا تولیدېږي. دا پروسه به تر قیامته دوام لري.

ریښتیا پاتې شوه د لوی ننګرهار د «فرهنګیانو» خبره. یا دا پوښتنه چې فرهنګي څوک دی؟ دا پوښتنې تاسې ته پرېږدم. د فرهنګ د پورتني تعریف په رڼا کې دا ستاسې کورنۍ دنده ده چې ومومئ چې فرهنګي څه معنا؟ موږ ولې خلک فرهنګیان بولو؟ آیا دا ډول تثبیت سم دی؟ که سم نه وي‌ نو ولې رامنځته شوی دی؟

او داسې نورې پوښتنې ...

شریک کړئ

ورته مطالب