Post Image

 

د شپږيزې کرکټ ليګ په ۱۲مه لوبه کې د مس‌عينک اتلانو د کابل بازانو ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه. د دې لوبې ټاس کابل بازانو وګاټه او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. 
کابل بازانو د ۶ لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شوو شل اوورونو کې ۱۳۱ منډې وکړې او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۱۳۲ منډو هدف وټاکه. د کابل بازانو له لوري کريم جنت ۲۷، حضرت الله ځاځي ۲۶ او عبدالرحمن ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. د مس‌عينک اتلانو له لوري نوراحمد ۳ وېکټې ترلاسه کړې.
خو د مس‌عينک اتلانو لوبډلې وکولای شول، دغه هدف يوازې د يوه لوبغاړي په سوځېدو پوره کړي او لوبه وګټي. د مس‌عينک اتلانو له لوري نورعلي ځدراڼ ۷۲ ناسوځېدلې او احسان جنت ۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. د دې تر څنګ رحمن‌الله ګربز ۲۳ منډې وکړې. د کابل بازانو له لوري يوازينی لوبغاړی حمزه هوتک وسوځاوه. نوراحمد د لوبې غوره لوبغاړی او نورعلي ځدراڼ د لوبې سټايلېش لوبغاړی شو.
په دې سره مس‌عينک وکولای شول چې پلې اف يا دويم پړاو ته لاره ومومي. کابل بازانو تر دې وړاندې پلې اف يا دويم پړاو ته لاره موندلې او لا هم د شپږو نمرو او لوړ رنرېټ په لرلو سره د نمرو په جدول کې لومړی مقام لري. مس‌عينک اتلان د شپږو نمرو او لږ ټيټ رنرېټ په لرلو سره په دويم مقام کې ځای لري. د څلورو نمرو په لرلو او لوړ رنرېټ سره بندامير ښاماران په درېيم ځای کې دي او امو نهنګان بيا د څلورو نمرو او لږ ټيټ رنرېټ په لرلو سره په څلورم مقام کې دی.

شریک کړئ

ورته مطالب