Post Image

د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن د سويلي افريقا او ويسټ انډیز لوبډلو ترمنځ لوبه کېږي.

دا لوبه د افغانستان په وخت نن له غرمې وروسته دوه بجې په  سټامپټون کرکټ لوبغالي کې کېږي.

 سویلي افريقا تر اوسه درې لوبې کړې او ټولې یې بایللې دي، خو ويسټ انډیز بيا دوې لوبې کړې، يوه یې ګټلې او بله یې بايللې ده.

د روان نړيوال جام لوبو په جدول کې سويلي افريقا په نهم ځای او ویسټ انډيز لوبډله په شپږم ځای کې ده.

که څه هم سويلي افريقا خپلې درې لوبې بايللې دي، خو تمه کېږي چې نن به ښه وځلېږي. بل لوري ته ويسټ‌ انډیز په خپل نوملړ کې د پياوړو توپ‌اچوونکو او توپ‌وهونکو ترڅنګ پنځه پياوړي الراونډران(اڼدريو رسل، اشلن نورس، جېسون هولډر، برايټ وېټ او فابيان الېن) لري.

په نننۍ لوبه کې د سويلي افريقا له لورې ډېره تمه له لوبډلمشر فاف ډوپلېسي، کوېنټن ډېکوک او ډېوېد مېلر څخه کېږي چې ښه توپوهنه به وکړي، خو په توپ‌اچونه کې بيا تمه له کاګېسو رباډا او عمران طاهر څخه کېږي چې د خپلې لوبډلې لپاره به ښه لوبه وکړي.

 د ويسټ انډیز په لوبډله کې بيا ډېره تمه له هوپ، هولډر او پارون څخه کېږي چې ويسټ انډيز لپاره به ښه توپوهنه وکړي او د توپوهنې په برخه کې بيا برايټ وېټ، انډريو رسل او کوټ رېل څخه ډېره تمه کېږي چې ښه توپ اچونه به وکړي.

په توپوهنه کې سويلي افریقا بيا له ځانه سره د نړۍ په کچه درې پياوړي توپوهونکي (هاشم املا، کوېنټن ډېکوک او ډپلېسي) لري، خو تر اوسه یې په روان نړيوال جام کې ښې او د پام‌ وړ توپوهنې نه‌دي کړې.

بل لورې ته که څه هم ویسټ انډیز لوبډله د نړۍ په کچه پېژندل شوې او پياوړې توپوهونکي نه‌لري، خو په روان نړيوال جام کې يې ښه او د پام ‌وړ توپوهنه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې ويسټ‌ انډیز دوه ځلې نړيوال جام ګټلی، خو سويلي افريقا لوبډلې بيا تر اوسه نړيوال جام نه‌دی ګټلی.

د يو ورځنيو سياليو په درجه‌بندۍ کې سويلي افريقا درېيم او ویسټ ‌انډيز لوبډله اتم مقام  لري.

شریک کړئ

ورته مطالب