Post Image

د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې ویسټ انډیز په ۹ویکټو افغانستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د افغان او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبې په دريمه ورځ ويسټ انډيز په ٩ ويکټو افغان لوبډلې ته ماته ورکړه او له افغانستان سره په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې یې بريا خپله کړه.

د افغانستان او ویسټ انډیز کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ دا ټیسټ لوبه د نومبر په ۲۷مه پیل شوه، چې پکې افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۷ منډې وکړې.

خو ویسټ انډيز بیا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۷ منډې جوړې کړې وې.

د دې د ټسټ لوبې په دویمه ورځ افغان لوبډلې په دويمه پاڼۍ کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٩ منډې وکړې چې تر ويسټ انډيز ١٩ منډې مخکې شوی وو.

نن جمعه افغان لوبډلې د خپلې دویمې پاڼۍ پاتې لوبه کې- چې ۳ لوبغاړي یې له ځان سره لرل- سیالې لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې جوړې کړې چې ویسټ انډیز ته یې د ۳۱منډو هدف وټاکه.

ویسټ انډیز لوبډلې دغه هدف په شپږ اورو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

د افغانستان له خوا جاوید احمدي یوازینی لوبغاړی و چې د دغې لوبې په یوه پاڼۍ کې یې له پنځوس زیاتې یانې ۶۲ منډې وکړې.

د ویسټ انډيز له خوا بیا بروکس هغه لوبغاړی وو چې په لومړۍ پاڼې کې یې سلیزه وکړه.

افغان لوبډلمشر راشد خان او امیر حمزه پنځه - پنځه لوبغاړي وسوځول، خو د ویسټ انډيز لوبغاړي راهکیم کورنال لس افغان لوبغاړي وسوځول.

دا لوبې د هند په لکنو ښار کې وشوې، چې پکې له دې مخکې دواړو لوبډلو د شل اوره او پنځوس اورو لوبې هم درلودې چې د شل اورو اتلولي افغان لوبډلې او د پنځوس اورو بیا ویسټ انډیز ګټلې وه.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه