Post Image

ولسمشر غني نن د پاکستان د صدراعظم عمران خان په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

له پنځه کالو وروسته ولې اوس ځي او ګټه به یې څه وي او ایا پاکستان بدل شوی دی؟

په افغانستان کې په حکومتي کچه باور دی چې نه پاکستان بدل شوی، نه له دغه سفره د بدلېدو تمه شته، نه هم په عذر او زاریو او د غوړې ژبې په کارولو د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست بدلېږي.

نو بیا ولسمشر له کوم پیغام سره ور روان دی چې پاکستان بدلېدو ته اړ کړي.؟

اول، پاکستان تر بل هر وخت په سخت اقتصادي وضعیت کې دی، حتا د خپلې پوځي بودجې د تامین له ستونزې سره مخ دی. تېر کال یې یو میلیارد ډالر پوځي بودجه زیاته کړه، دا په اصل کې د بودجې زیاتول نه و، بلکې امریکا پرې یو میلیارد ډالره مرستې بندې کړې او دوی مجبور شول چې له داخلي عوایدو دغه یو میلیارد ډالره پوره کړي، سږکال یې بیا دوه میلیارد ډالره پوځي بودجه کمه کړې ده او ظاهرا یې اعلان وکړ چې دا پیسې به په قبایلي علاقو او وزیرستان کې په ابادۍ ولګوي، خو بیا هم رښتیا نه وايي، دوی دغې ابادۍ ته هم پیسې نه لري یوازې یې د خلکو د خوشالولو لپاره دا خبره کړې ده او دوی ته تر ابادۍ او هر څه د پوځ بودجه مهمه ده او حقیقت دا دی چې پیسې ورسره نشته.

 پاکستان له ډېرو هلو ځلو وروسته سږکال له ای ایم ایف نه شپږ میلیارډه ډالره پور ترلاسه کړ، خو دا پیسې په دروازه راننوتې او په کړکۍ بېرته ای ایم ایف ته د پخوانیو پورونو د سود په بدل کې لاړې او د کلدارې نرخ نور هم کم شو.

دویم، پاکستان څو کاله پخوا په ډېره دبدبه چین سره د سیمې په کچه تر ټولو لویه پروژه سي پیک پرانیسته چې ویل کېږي چین به شپیته میلیارده ډالره پانګونه کوي او باور دا و چې دا پروژه به پاکستان له اقتصادي پلوه راپورته کړي، خو چینایان ددغې پروژې د بشپړولو لپاره هیڅ عجله نه لري، خو پاکستان بیا بیړه لري چې ژر دا کار وشي، د چین د پانګونې تجربه لکه زموږ د میس عینک کان په څیر ده چې پنځلس کاله وشول لا یې هم پیل کړې نه ده، چینایان فقط خولۍ ږدي او یوه پروژه خپلوي خو پيلوي یې نه، زر او سل دلیله یې د ځنډولو لپاره راوړي، پاکستان د سي پیک په سر لویدیځ او د سیمې هېوادونه هم خفه کړل خو چینایان ساړه غوږ ناست دي او د پاکستان دا عجله نشي درک کولای.

درېیم، افغانستان سره د پاکستان تجارت نیمايي نه زیات راښکته شوی دی اوس هم چې کومې لارۍ مالونه افغانستان ته راځي ځیني یې منځنۍ اسیا ته ځي او د افغانستان بازارونه یې له منګولو وتلي او منځنۍ اسیا ته یې هم سوداګرۍ په افغانستان کې د بد وضعیت له امله خنډ سره مخ ده، خو پاکستان بیا خپلو سوداګرو او صنعتکارانو ته چې اکثریت یې په پنجاب ایالت کې دي، ویلي، ستاسو صنعت او کاروبار ځکه خراب شوی دی چې اشرف غني پاکستان او پنجاب سره سخته دښمني لري او ولسمشر غني یې د خپلې دغې بدبختۍ لوی عامل معرفي کړی دی او دا تبلیغات د پاکستان د پوځي دستګاه له خوا کېږي چې د خپلو صنعتکارانو قناعت حاصل کړي، که داسې ونه کړي صنعتکاران اعتراض کوي او وايي حکومت یې باید مالونو ته بهرنی بازار پیدا کړي او له دې اړخه هم تر سخت فشار لاندې دی.

څلورم، پاکستان د انرژۍ له کموالی سره مخ دی، مثلا د پنجاب سیالکوټ تقریبا د ټولې نړۍ نیمايي ورزشي توکي تولیدوي، خو دغه صنعتکارانو ته ارزانه او دوامداره انرژي نشي چمتو کولای او که وضعیت همداسې دوام وکړي لکه څنګه یې چې د رخت یا (کپړۍ) صنعت له لاسه ورکړ دا به هم خراب شي، دوه لسیزې پخوا پاکستان په نړۍ کې د رخت او ټوکر یو تر ټولو مهم هېواد بلل کېده او دا ډګر هم ورنه هند، بنګلدیش او چین نیولی دی.

پنځم، د پاکستان اقتصاد ته بله غټه ضربه هغه توکو رسولې چې د معافي مالونو په نامه افغانستان سوداګر ایران او منځنۍ اسیا له لارې واردوي او بیا دوباره پاکستان ته قاچاقي صادرېږي، دا توکي د کیفیت له پلوه عالي او د بیې له پلوه ارزانه دي چې د پاکستان صنعت یې له سقوط سره مخ کړی دی. نه یوازې د پاکستان صنعت او اقتصاد ته یې تاوان رسولې بلکې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې پاکستانی پوځ هم په رشوت او فساد اخته کړی دی او پاکستان یې مخه نشي نیولی او پاکستان فکر کوي د ولسمشر غني په راتګ سره دا قاچاق لا زیات شوی دی او قصدا یې دا زمینه زیاته کړې ده چې د پاکستان صنعت مات کړي.

ولسمشر غني دا ځل پاکستان ته مطلق په اقتصادي دید او له یو پياوړي موقف ور روان دی، ټول تمرکز یې په همدغو پنځو لویو مشکلاتو دی او غواړي پاکستان ته ددې مشکلاتو د حل وړاندیز وکړي، یعنې پخوا به چې کوم سفرونه پاکستان ته کېدل موږ به له پاکستان غوښتل چې زموږ ستونزې حل او همکاري راسره وکړي، خو دا ځل موږ ور روان یو چې د پاکستان سره همکاري وکړو او ستونزو ته یې حل لارې ور په ګوته کړو.

کله چې پاکستان زموږ په ضد د طالب په وسیله نا اعلان شوی جنګ نه بندوي، له خصمانه سیاستونو لاس نه اخلي او د ډیورنډ هاخوا محرومو قومونو او پښتنو سره ظلم جاري ساتي، افغانانو سره بد چلند کوي او ویزو کې ورته ستونزې جوړوي نو بیا ولسمشر د پاکستان د اقتصادي ستونزو په حل کې کومه ګټه ویني او د ولسمشر وړاندیزونه به څه وي؟

پاکستان په تېرو پنځو کالو کې په ځلونو ولسمشر غني ته بلنه ورکړې وه چې پاکستان ته سفر وکړي خو هر ځل یې په دیپلوماتیکه ژبه ځواب دا و چې زما په وطن کې انتحار او انفجار روان دی او دا ستاسو هېواد ته د سفر مناسب وخت نه دی، خو اوس هم دا کېسه روانه ده خو د جنګ په میدان کې برتري افغان ځواکونو سره ده. بل د لویې جرګې په درویشت ماده‌ییز پرېکړه‌لیک کې یوه خبره دا وه چې پاکستان د افغانستان د معضلې یو اړخ دی او باید خبرې ورسره وشي.  بل علت یې دا دی چې پاکستان به پخوانیو سفرونو کې ځیني موضوعات له اجنډا ویستل او دا ځل هغه مسایل هم اجنډا کې شامل دي، لکه د واګې بندر او لارې پرانیستل او ددې تر څنګ پاکستان په نړیواله کچه ډېر تبلیغات وکړل چې موږ افغانستان سره مشکل حلوو خو دا افغانستان دی چې مشکل نه حلوي، نو په دې اساس پاکستان ته د ولسمشر غني دا سفر ټوله نړۍ څاري او ورسره په راتلونکي کې یې پایلو ته منتظر دي.

ولسمشر غني لاهور ته ځي او لاهور د پاکستان د صنعت او کاروبار مرکز دی اول خو خپل پیغام پاکستاني سوداګرو ته رسول غواړي چې ور وښيي چې زه ستاسو د کاروبار دښمن نه یم بلکې زه راغلی یم چې ستاسو کاروباري ستونزې حل او روزګار مو ښه کړم، دا ستاسو خپل حکومت دی چې مشکلات یې درته جوړ کړي نه د افغانستان حکومت.  انرژۍ په منځنۍ اسیا کې ده او منځنۍ اسیا څخه انرژي د افغانستان له لارې راتللی شي او ستاسو مالونو ته بازارونه په منځنۍ اسیا کې دي خو لار یې په موږ ده، خو لطفا تاسې هم د واګه لار پرانیزی چې موږ هند او تاسې منځنۍ اسیا ته لاړ شی او دا کار د سیمې امن سره مرسته کوي او ستاسو عواید په یو کال کې پنځه میلیارده لوړیدای شي.

بل، که د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جنګ نه وي او امنیت وي، قاچاق بندېږي او ستاسو صنعت ته تاوان نه رسېږي او وده کوي.

همدارنګه چینایان ستاسو مشکل نشي حلولی او سي پیک ته انتظار مو نور هم له پښو غورځوي راځی د دې په ځای بله ارزانه لار له کوټې نه هرات ته وباسی چې ژر نتیجه ترلاسه کړی او هم غربي هېوادونه درنه خوشاله شي. د دغه سفر ټول تمرکز په اقتصاد دی او ولسمشر فکر کوي چې د پاکستان او افغانستان فقر سیمه‌ییز حل لري او هیڅ هېواد یې په یوازې نشي حلولی او کله چې فقر کم او اقتصادي مناسبات زیات شي جنګ، تروریزم او نور مسایل خپله حل کېږي. ممکن خپله پخوانۍ خبره بیا تکرار کړي چې موږ غواړو د سهار چای کابل کې، غرمه لاهور او ماښام باید ډهلي کې تېره کړو.

شریک کړئ

ورته مطالب