Post Image

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو ۷۴مې عمومي مجمع ته په خبرو کې ټينګار وکړ چې د افغانستان خلک اوربند غواړي. نوموړي وويل، د افغانستان جمهوريت پر طالبانو غږ کوي چې سولې ته راوګرځي که نه پر وړاندې به يې جګړه دوام ومومي.

محب وويل:

«طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته له همدې ځایه د افغان ولس یو پیغام لرم: له موږ سره د سولې په بهیر کې یو ځای شئ، کنه پر وړاندې به مو جګړه جاري وساتو. لکه څنګه، چې زما همکارې او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز تېره اوونۍ په همدې ځای کې وویل زه هم وایم، چې په دې جګړه کې بریا زموږ ده.»

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وويل، افغان حکومت ژمن دی چې د سولې پروسه پيل کړي او دغه راز افغان ځواکونه کولای شي په افغانستان کې د ډیموکراسۍ له ارزښت په ښه ډول ساتنه وکړي:

«موږ افغانان د ولسواکۍ او سولې لپاره پر خپله ژمنه ولاړ یو. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوه مسلکي او استوار بنسټ په توګه دا ثابته کړې، چې زمونږ له ډیموکراتیک بهیره ساتنه کولای شي او نړیواله ټولنه هم له دې بهیره د ملاتړ په برخه کې له افغان ولس او دولت سره په خواکې ولاړ دي، خو لاهم د هغو کسانو د موجودیت له امله، چې د سولې پر وړاندې ولاړ دي ابهامات موجود دي.»

حمدالله محب ټينګار وکړ چې د افغانستان د سولې پروسه هم د لومړي ځل لپاره د افغانستان حکومت پيل کړې او اوس هم ژمن دي چې د سولې په برخه کې خپله ژمنتيا ثابته کړي خو دا سوله بايد، باعزته او د افغان حکومت په مشرۍ وي:

«سولې ته د رسېدو لپاره راتلونکی ګام به هم د لومړي هغه په څېر د افغانانو لخوا پورته شي. د ۲۰۱۸ کال په فبروري کې جمهو رییس محمد اشرف غني طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د مذاکراتو وړاندیز وکړ، چې تر اوسه هم پر خپل ځای دی. د همغه کال په جون میاشت کې، چې افغانانو د اختر ورځې نمانځلې درې ورځنی سرتاسري اوربند وشو، چې هېچا یې فکر نه کاوه. دې کار افغانانو ته یو نه ماتېدونکی ډاډ ورکړ، چې سوله ممکنه ده او په ډاګه شوه، چې حکومت له خپلو وسله والو مخالفانو سره د مخامخ خبرو اترو وړتیا لري.»

محب د سولې په برخه کې د افغان حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني ابتکاراتو ته اشاره وکړه:

«ولسمشر محمد اشرف غني په نومبر میاشت کې د سولې لار نقشه وړاندې کړه او یو مذاکراتي ټیم یې اعلان کړ. افغانستان د ۲۰۱۹ کال له پیل سره له افغانانو سره د سراسري مشورې له لارې د سولې لارې ته دوام ورکړ. په دې اړه افغان مېرمنې تر بل هر چا د ډېر امتیاز مستحقې دي، ځکه تر بل هر چا وړاندې د هیواد په کچه د سولې د اجنډا پر محوریت را ټولې شوې.»

نوموړي په افغانستان کې د سولې په تړاو د لويې جرګې جوړېدو ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان د خلکو استازو د سولې په تړاو ټوله نقشه افغان حکومت ته سپارلې ده:

« په فبرورۍ کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۵۰۰۰ مېرمنو د سولې د توافقنامې پر شرایطو بحث وکړ او د هغوی له ډلې ۳۰۰۰ تنو یې په کابل ښار کې له دې اجنډا د ملاتړد اعلان لپاره ناسته وکړه. حکومت په اپریل کې د سولې تاریخي ملي مشورتي لویه جرګه را وغوښته، چې د سولې په هوکړه لیک کې یې د خلکو پر غوښتنو بحث او مشورې وکړې. پورته یاد شوی هر نوښت داسې یو ستر ګام دی، چې مشري یې افغانان کوي او یوې ټول شمولې، پایداره او با عزته سولې ته زمینه برابروي او لا ډېر خوځښت رامنځته کوي.»

خو د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ټينګار وکړ چې سوله بايد باعزته او ټول‌شموله وي او د وينې تويېدنې د مخنيوي لپاره اوربند حتمي دی:

«موږ په داسې حال کې، چې په دې اړه د یوه بل ګام پورته کېدو ته تیار یو، ژمن یو، چې سوله باید پایداره، همه شموله او باعزته وي. افغانان د لانورې وینې بهېدنې د مخنیوي په موخه په بېړني ډول د اوربند غوښتونکي دي، هغوی غواړي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وشي او غواړي، چې اسلامي جمهوریت د ملت او دولت د بنسټ په توګه باقي پاتې شي. مونږ نه یوازې د خپلو لاسته راوړنو د خوندیتوب غوښتونکي یو، بلکې د هغه اساس د ساتلو غوښتنه هم کوو، چې د موجودو لاسته راوړنو د لا ډېرېدو او غوړېدو امکانات برابروي.»

نوموړي په دې برخه کې د نړيوالو له ملاتړ مننه وکړه، خو ټينګار يې وکړ چې هر څه بايد د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي:

«مونږ په دې اړه د هغو نړیوالو شرکاو له همکارۍ مننه کړې او ښه راغلاست مو ورته ویلی، چې د سولې د تامین په برخه کې زموږ له اصولو سره مطابقت لري او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی. سوله زمونږ مشترک هدف او ترهګري زمونږ ګډ دښمن دی او نباید د سولې په یوه غیر واقعي استعجالیت کې ترهګر پیاوړي کړو. زه غواړم له نړیوالو شریکانو او ملګرو مننه وکړم، چې زمونږ د سولې د هڅو ملاتړ یې کړی دی د هغو له جملې د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنه، جرمني، ناروې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، اندونیزیا، ازبکستان او نور هیوادونه.»

حمدالله محب د افغانستان ټاکنو ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې افغانانو په خورا مېړانه او شجاعت له جمهوري نظام ملاتړ څرګند کړ:

«مونږ یوازې د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه ورنکړه، بلکې ډیموکراسۍ ته مو رایه ورکړه، اساسي قانون ته مو رایه ورکړه، سولې ته مو رایه ورکړه، آزادۍ او ملي حاکمیت ته مو رایه ورکړه، هوساینې او وصل ته مو رایه ورکړه او د افغانستان اسلامي جمهوریت ته مو رایه ورکړه.»

هغه د دې سترې بريا له کبله افغان ولس ته مبارکي وکړه او له افغان ځواکونو يې مننه وکړه:

«ګرانو هیوادوالو! زه تاسو ته د رایې کارونې له حقه د استفادې له امله مبارکي وایم او له ټولو مسلکي او زړورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کوم، چې ددې حق د ساتلو لپاره یې هڅې وکړې. زمونږ ۷۰ زره زړورو ځواکونو ددې تاریخي بهیر په لړ کې د خپلو هیوادوالو ساتنه وکړه. د افغان ځواکونو د مسلکیتوب له امله د د ښمن ډېری او آن لا ټول هغه بریدونه، چې په دې ورځ یې زموږ د ملکي هیوادوالو د په نښه کولو لپاره پلان کړي و، دفع کړل.»

هغه له دې کبله نړۍ ته هم مبارکي ورکړه چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د ټينګښت لپاره د دوی هڅو رنګ راووړ. نوموړي وويل، دوی د داسې افغانستان غوښتونکي دي چې په اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو ولاړ وي او له خونړۍ ماضي ژغرول شوي وي:

«زه ددې لاسته راوړنې له امله د نړۍ وګړو ته هم مبارکي وايم او له تاسو هر یوه مننه کوم. نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د ناټو غړي هېوادونه په تېرو دوو لسیزو کې زموږ ترڅنګ ولاړ و او موږ ته یې ددې زمینه برابره کړه، چې هیواد مو له جګړې راووځي، بیا ورغول شي او د یوه نوي افغانستان په اړه فکر وکړو، داسې افغانستان، چې په اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو ولاړ او د تل لپاره له خونړۍ ماضي ژغورل شوی وي.»

محب ټينګار وکړ چې افغانستان دا مهال تر بل هر وخته ډېر د ځوانانو د هیلو پر اساس اداره او مخته ځي. هغه زياته کړه:

«د وروستیو شلو کلونو لاسته راوړنو مونږ ته دا فرصت راکړی، چې خپلې هیلې پر یوه قوي باور بدلې کړو. مونږ د هغې سولې د راوستو لپاره پر خپلو وړتیاوو باور لرو، چې ټول عمر مو یې هیله درلوده. مونږ په دې اړه له وړاندې زیات ګامونه پورته کړي، خو لا هم اوږده لار په مخکې لرو. راتلونکي ګامونه په موږ افغانانو پورې اړه لري. د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې، چې هر څه وي، خو یو شی واضح دی، چې سوله د دولت لومړیتوب دی او وي به، چې اوس حکومت ته د خلکو د یو ځل بیا رایې ورکولو له امله به نوره هم تقویه شي.»

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې په ټاکنو کې نوی بريالی کېدونکی حکومت له طالبانو سره د سولې پروسه له سره پيل کړي.

تر دې وړاندې په دوحه کې د امريکايي او طالب استازو د سولې خبرې هغه وخت د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او افغان حکومت له مخالفت سره مخ شوې چې د دوی تر منځ د سولې د احتمالي هوکړې متن کابل او واشنګټن ته ورسېد.

خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل دې ګام دليل په کابل کې د وسله‌والو طالبانو هغه بريد بللی و چې په ترڅ کې يې يو امريکايي سرتېري او ۱۲ ملکي افغانان ووژل شول. ټرمپ ويلي و، طالبان له يوې خوا د سولې خبرې کوي، خو له بل لوري د خلکو په وژلو سره په کاذبه توګه د خپل موقف د پياوړي کولو هڅه کوي.

له بل لوري افغان حکومت هم ويلي و، د سولې پروسه کې د دې ځنډ او خنډ اصلي عاملان ځکه طالبان دي چې لا هم په تاوتريخوالي او جګړه ټينګار کوي.

له بل لوري طالبانو ويلي، دوی له امريکا سره د سولې خبرو ته لا هم ژمن دي او که د امريکا ولسمشر يو ځل بيا وغواړي دا خبرې پيل کړي دوی چمتو دي، خو که جګړې ته دوام ورکوي دوی هم د جګړې له دوام سره ستونزه نه لري

شریک کړئ

ورته مطالب