Post Image

د پکتيکا ولايت ځايي چارواکو د رسنيو له لوري ټول هغه خپاره شوي راپورنه رد کړل چې ګواکې پاکستاني پوځيانو د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ يو شمېر سرحدي سيمې نيولې دي.

د پکتيکا والي وياند زیاداحمد یاد افغانیې ته وويل چې په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري هېڅ کوم تحرکات نه‌دي ليدل شوي او دا خبر په بشپړ ډول ناسم دی چې د ګومل ولسوالۍ سرحدي سيمو ته پاکستاني پوځيانو راننوتي دي.

نوموړي وويل:

«سيمي ته د پکتيکا ولايت امنيه قومندان په ګډون يو شمېر کشيفي ارګانونه هم تللي وو او سيمه یې له نېږدې وکتله او سيمه کې هېڅ داسې څه نشته چې پاکستاني پوځيان دې د ډيورنډ کرښې دېخوا راغلي وي.»

تر دې مخکې په رسنيو داسې راپورنه خپاره شول چې د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې پاکستاني پوځيان ننوتي او د يادې ولسوالۍ ډېرې سرحدي سيمې یې نيولي دي.

شریک کړئ

ورته مطالب