Post Image

د نړيوال جام د لوبو په لړ کې نن چهارشنبې د اسټراليا کرکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

دا لوبه د افغانستان په وخت نن له غرمې وروسته د انګلستان په ټاونټون کرکټ لوبغالي کې کېږي.

اسټراليا تراوسه درې لوبې کړې چې دوه یې ګټلې او يوه بایللې او پاکستان هم درې لوبې کړې چې يوه یې ګټلې او یوه یې بایللې او يوه یې هم د باران د ورېدو له کبله مساوي شوې.

اسټرالیا د روان نړيوال جام لوبو په درجه بندۍ کې په څلور او پاکستان په اووم ځای کې دی.

شریک کړئ

ورته مطالب