Post Image

په شپږيزه کرکټ ليګ کې نن دوې لوبې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه د کابل بازانو او مس عينک اتلانو ترمنځ سهار ترسره کېږي او دويمه لوبه بيا له غرمې وروسته د بوست ساتونکو او سپين غر زمريانو تر منځ ترسره کېږي.

تر دې مهاله کابل بازان د ۶ نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې، مس‌عينک اتلان د ۴ نمرو په لرلو سره د جدول په دويم ځای کې، بندامير ښاماران د ۴ نمرو په لرلو او لږ ټيټ رنرېټ د جدول په درېيم ځای کې او امو نهنګان هم د څلورو نمرو په لرلو سره په څلورم ځای کې دي.

خو بست ساتونکي او سپين‌غر زمريان بيا د دوو دوو نمرو په لرلو سره د جدول په پنځم او شپږم ځای کې دي. له دې منځه يوازې څلور لوبډلې کولای شي، دويم پړاو ته لاره ومومي.

شریک کړئ

ورته مطالب