Post Image

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو له چهارشنبې راهیسې په ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه ټوېټر کې د «زه افغان يم» او يا هم «میں_بھی_افغان_ہوں» هشټګ کارول پیل کړي.

دغه هشټګ د يوې ورځې په تېرېدو سره د زرګونه کسانو له هرکلي سره مخ شوی او له دغه غورځنګ څخه د ملاتړ په هدف يې د دوی هشټګ کارولی دی.

دغه هشټګ د پاکستاني رسنيو د هغو راپورونو په غبرګون کې پيل شوی چې ويلي يې وو په اسلام‌اباد کې د پاکستاني پوځيانو له لورې وژل شوې ماشومه د پښتونخوا نه، بلکې د افغانستان ده. فرښته مومند هغه یوولس کلنه ماشومه وه چې د می په ١٥ له  څخه کوره لا درکه شوه او بیا یې د می په ٢٠مه مړی یو نږدې ځنګل کې په داسې حال کې وموندل شو چې جنسي تېری ورباندې شوی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ استدلال کوي چې افغانان يو تن او وجود دي او له همدې کبله په هېڅ نوم پښتون وژنه ورته د منلو وړ نه‌ده.

له دې هشټګ سره په يوه ټويټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان پارلمان غړي محسن داوړ ويلي، هېڅوک يې له خپل قوم او اصليت نه‌شي بېلولی.

 

جغرافیې بدلبږی خو قامونه نه بدلیږی
زه افغان ووم، افغان یم او افغان به ووم#BoycottARYNews #میں_بھی_افغان_ہوں

— Mohsin Dawar (@mjdawar) May 22, 2019

د دې غورځنګ مخکښې غړې ثنا اعجاز هم «زه افغان يم» له هشټګ سره ليکلي:

Afghan motherland gave birth to my ancestors, gave me culture, civilization, history, heroes and identity for thousands of years and we're having right of our identity and are always proud of being Afghans#میں_بھی_افغان_ہوں pic.twitter.com/3RS5EfCkr1

— Sanna Ejaz(سیاله) (@sanaejaz2) May 22, 2019

په ورته وخت کې د پښتنو حقونو فعالان وايي، پاکستان د لر او بر پښتنو تر منځ د توپير په مطرح کولو سره غواړي، دوی سره بېل او ووېشي.

په پښتونخوا کې د پښتنو حقونو فعال امتياز وزير انسان نيوز ته وويل، د پښتون ژغورنې غورځنګ په رامنځ ته کېدو سره په لر او بر کې د قومي يووالي په اړه ذهنيت پراخ شوی او پاکستان د دغه ذهنيت د کمزوري کولو هڅه کوي.

نوموړی وايي:

«دغه ټرېنډ/هشټګ د پاکستاني رسنيو د راپورونو په غبرګون کې پيل شوی، موږ غواړو دوی ته دا وښیيو چې لر او بر يو افغان دی، او زموږ ترمنځ هېڅ توپير نشته.»

په پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لورې پيل شوی ټولنيز حرکت په افغانستان کې هم خلکو ته د لر او بر يووالي په اړه نوې هيلي ورکړې او په ټولنيزو رسنيو کې د کاروونکو له لورې په بې سارې کچه د دوی ليکنې لاس په لاس کېږي.

خو دا هر څه په داسې حال کې دي چې لا هم د دې غورځنګ غړو ته د مرګ ګواښونه کېږي.

په تازه پېښه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي علي وزير او محسن داوړ په مرګ ګواښل شوي دي.

د پښتنو حقونو فعال امتياز وزير دغه ګواښونه د پاکستان رياست له لورې بولي. نوموړی وايي، رياست په دې هدف د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ګواښي چې د خپلې پيل کړې مبارزې په اړه يې بې زړه کړي. وزير زياته کړه:

« ټول ګواښونه د پاکستان رياست له لورې په دې هدف کېږي چې د پښتنو دغه رامنځ ته شوې بيداري وځپي.»

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله ثنا اعجاز هم پر مرګ ګواښل شوې او دې کار په لر او بر کې له ځانه سره توند غبرګونونه لرل.

شریک کړئ

ورته مطالب