Post Image

د انساني ژبو یوه نیمګړتیا او په عین حال کې تنوع دا ده چې ټولې کلمې او جملې يې یوازې یوه معنا نه ورکوي، بلکې کله د حسي شیانو الفاظ د معنوي هغو لپاره کارېږي، کله حقیقت متعذر او لازماً مجاز ته تلل حتمي وي او داسې نور موارد چې انساني ژبې ترې برخمنې دي.

دا برخمنتیا هم نقص دی او هم تنوع؛ نقص له دې امله دی چې له یوې کلمې مختلف تعبیرونه پيدا کېږي. که قانون وي یا بل هر شی، لیکلی وي که شفاهي، د مختلفو تعبیرونو کېدل د انسانانو ترمنځ د اختلاف او شخړو سبب کېږي چې دا پایله له هیچا پټه نه‌ده او هر د عقل او بصیرت خاوند پرې پوهېږي.

تنوع له دې امله ده چې انسان ته طبعاً یو ډول الفاظ چې زیات تکرار شي کلیشه ګرځي او خوند يې له منځه ځي؛ له دې امله يې په اورېدلو یو ډول خواتوري(خوابدي) احساسوي او پر مزاج يې ښه نه لګېږي، طعبیت يې د نویو عبارتونو اورېدل خوښوي، د همدې لپاره هر وخت په ژبو کې بدلونونه راځي او له انساني فطرت سره سم يې خپله تنوع ساتلې ده.

د الهي دین د تطبیق لپاره خدای جل جلاله یو بشر په دې خاطر استازی ټاکلی وي چې د انساني توان تر حده هغه اصول عملي کړي چې خدای د انسان لپاره انتخاب کړي وي. په دې کې دوه بارز حکمتونه دا دي: یو خو انسان بیا دا ادعا نه‌شي کولای چې د دې اصولو تعمیل زما تر وس لوړ وو، ځکه رسول هم بشر وي او یو شی چې د هغه تر وس لوړ نه ‌وي هغه د نورو انسانانو تر وس هم نه‌ لوړېږي.

دویم دا چې د نورو انسانانو په شان هغه هم له مختلفو حالاتو سره مخېږي، کله خوشحالي وي کله غم، کله پراخي وي کله تنګدستي، د وخت تقاضاوې هم مختلفې وي، د دې لپاره چې رسول کومه تګلاره غوره کوي موږ هم په خپل ژوند کې هغې تګلارې ته په کتو د خپلو بشري تقاضاوو لوری ټاکلی شو چې زموږ په وخت کې د ټولنې لپاره حیاتي حیثیت لري.

د احادیثو په کتابونو کې راغلي چې له رسول‌الله کله یوه صحابي پوښتنه کړې ده، نو یو ډول ځواب يې ورکړی دی او بل وخت بیا بل پوښتنه کړې ده، دې ته يې بل ډول ځواب ورکړی. د حدیثو شارحینو هم په دې اړه بحث کړی چې ولې د یوې یوښتنې ځوابونه دوه یا تر دې هم زیات ډولونه لري؟

د دوی یو عمده ځواب هم دغه دی چې د شخصیت په بدلېدا رسول‌الله ځواب هم بدل کړی دی، ځکه د یوه کس حالاتو یوه غوښتنه درلوده او د بل کس حالاتو نور څه غوښتل، رسول‌الله(ص) د هغوی وضعیت ته په کتو ځوابونه ورکړي او هر یو له حکمته خالي نه وو.

دې اصل ته په کتو نن او پرون علماوو همدا تګلاره اخیستې وه، د سوريې علماوو د افغانستان له علماوو څخه په یوه مسئله کې اختلاف کړی دی، ځکه د هغوی خلک، حالات، ځای او وخت یوه غوښتنه ځني کوي او زموږ دا بله، له همدې امله موږ اړ یو چې ځمکنیو حقایقو ته په کتو دین تفسیر کړو چې نه دین ته خلک شا ورواړوي او نه يې د دین له امله دنیوي ژوند له خنډونو سره مخ شي، د پښتو متل دی چې نه سیخ وسوځي او نه کباب!

په قران کریم کې موږ مکي او مدني سورتونه لرو، که يې موضوعاتو او محتوا ته پام وشي؛ نو ژور بدلون به په کې حس کړي؛ دا ولې؟ ځکه وخت، مکان او غوښتنې بدلې شوې، د اسماني ادیانو روح داسې نه دی جوړ چې له حالاتو سره ټکر ته انسان اړ کړي، بلکې ورسره د جوړېدا او تعامل توصیه کوي. په اضطراري حالاتو کې د حرام ژوي غوښه کړل، یا هم خپله مسلماني پټول کفر اظهارول له حالاتو سره د تعامل دوې نمونې دي.

فقهي پوهان په دې کې اختلاف نه لري چې د سعودي د علماوو فتوا د افغانستان په اړه د عملې کېدا وړ نه ده، مګر په هغه صورت کې چې د مسئلې په ټولو بعدونو پوه شي او بیا فتوا ورکړي. داسې خو هېڅ ممکنه نه ده چې زموږ د هرې مسئلې په هر اړخ دې د بل هېواد علماوو پوره پوه کړل شي او بیا دې د مسئلې حل هغوی موږ ته وړاندې کړي.

له دې امله اړینه ده چې د هر هېواد په جغرافیه کې دننه ديني پوهان د مسئلو داسې حل وړاندې کړي چې نه ځمکني حقیقتونه ورسره ټکر ولري، نه د زمانې غوښتنې له پامه په کې اچول شوې وي، نه هم مکان هېر شوی وي او سمدم له مقتضی‌الحال سره مناسب ځوابونه ورته موندل شوي وي.

د مشهور فقهي امام شافعي په اړه د تاریخ کتابونو کې راځي چې کله د عمر په اخرو وختونو کې مصر ته ولاړ، نو د خپلو پخوانیو فتواوو پر خلاف يې نوې فتواوې ورکړې، ځکه نو د شافعي مذهب په فقه کې د هغه مصري اقوال د نویو اقوالو په نوم یادوي او معتبر هم دي. د امام مالک څخه د عباسیانو یوه خلیفه(چې غالباً هارون الرشید به و) وغوښتل چې د موطأ په نوم کتاب به په ټول خلافت کې قانون اعلان کړو، مګر امام هغه منعه کړ چې دا پر خلکو بوج راولي، هر ځای زموږ فتوا او اقوال نه چلېږي، ځکه کلتورونه، وختونه او ځایونه توپير کوي او دا هر څه د مسئلو په ادلون بدلون کې رول لري، له دې امله نو خلکو باندې ديني مسئلو کې اجبار مه راوله.

اوس زموږ لپاره ولې د یوه تعبیر درلودل اړین دي؟ ځواب تر یوه حده واضح هم دی، خو زه بیا هم خپل استدلال وړاندې کوم: موږ د یوه ملت په توګه خپلې داسې تقاضاوې لرو چې له نورو ملتونو سره توپیر لري، داسې کلتور لرو چې په بعضو برخو کې به حتماً له نورو فرهنګونو سره فرق لري، وختونه تېرېږي او نوې غوښتنې او مسئلې پيدا کوي، اوس دې ټولو ټکو ته په کتو که موږ د نورې دنیا د علماوو فتواوې عملي کړو، نو په خورا زیاتو ځایونو کې زموږ له غوښتنو، حالاتو، کلتورونو او حیاتي مسئلو سره جوړې نه راځي، اوس به یا موږ خپل دنیوي ژوند په دې خاطر تریخوو چې د نورو علماوو فتواوې عملي کړو یا به د ځان لپاره زموږ له حالاتو سره سمې فتواوې له شرعي متونو څخه راباسو چې عقلاً و نقلاً معقوله او منطقي حل‌لار ده. له دې امله موږ ته پکار ده چې د نورو افکار دلته را وارد نه کړو، بلکې د افکارو تولید ته اړتیا ده چې زموږ په فرهنګ رنګېدلي وي، له حالاتو سره د ټکر پر ځای جوړ راشي، غوښتنو او پوښتنو ته مو معقولې حل‌لارې وړاندیز شوې وي چې هم نقلي جنبه ولري او هم د مشاهدې، بشري تجربې او عقلانیت پوښ پرې اوار شوی وي.

دا هغه څه دي چې ما له ديني متونو د تجربې، مشاهدې او عقل په مټ فهمولي دي.

شریک کړئ

ورته مطالب