Post Image

د افغانستان ښځو شبکه وايي، په دوحه کې د افغان سياسيونو او طالب استازو ترمنځ غونډه مهمه وه، خو دوی له خپلو حقونو او غوښتنو نه‌تېرېږي.
د افغانستان ښځو شبکې دا غونډه له دې اړخه مهمه ګڼلې چې افغان مېرمنو په کې خپلې غوښتنې مطرح او مخامخ یې له طالبانو سره پرې بحثونه کړي دي.
د افغانستان ښځو شبکې يو شمېر غړو چې په دې غونډه کې ګډون درلود، ویلي، د طالب استازو دريځ د ښځو حقوقو او غوښتنو پر وړاندې یو څه نرم و.
د ښځو شبکې غړې ماري اکرمي وايي، که څه هم طالب استازو د دوی خبرو او نظرونو ته غوږ ونیو، مګر بيا هم د يادې ډلې په فکر کې مطلق بدلون یو څه وخت ته اړتیا لري.
اکرمي زیاتوي، د افغانستان خلک او په ځانګړي ډول ښځې له خپلو حقونو او غوښتنو نه‌تېرېږي. 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان سیاسیونو او طالب استازو ترمنځ د دوحې دوه ورځنۍ بین‌الافغانيغونډه دوشنبې ناوخته د ملکي وګړو خوندیتوب او تاوتریخوالي کمولو او نورو ټکو په اړه د یوه مشترک اته ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

شریک کړئ

ورته مطالب