Post Image

د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ وايي، د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو به له افغانستان سره خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي او دغه راز به خپل ماموريت وغځوي.

سټولنټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو تر غونډې يوه ورځ وړاندې خبري غونډې ته وویل:

«په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو په شمېر کې د بدلونونو شاهدان يو، خو موږ له افغانستان سره خپلې مرستې ته ژمن يو، ناټو د امريکا له متحده ايالتونو سره يو ځای افغانستان ته لاړه او که پرېکړه وشوه، يو ځای به له امريکا سره له هغه ځايه ووځو.»

د ناټو عمومي منشي د افغانستان د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په تړاو وویل:

«د ټاکنو ښکېلې خواوې دې د ټاکنو کمېسیون ته اجازه ورکړي چې دوی په خپلواکه توګه خپل کار مخ ته یوسي او د ټاکنو پایلې اعلان کړي.»

سټولټنبرګ زياته کړه، دوی له طالبانو سره د خبرو له بيا پیل څخه ملاتړ کوي. نوموړي وويل:

«خلیلزاد د ناټو له غړو سره مشوره کړې، هغه له طالبانو سره خبرې کوي، خو دا خبرې اوس له ماتې سره مخامخ دي او موږ د خبرو له بیا پیله ملاتړ کوو. طالبان باید ښکاره کړي چې ریښتیني سولې ته ژمن دي. افغانستان کې باید د تېرو کلونو لاسته راوړنې خوندي ووسي.»

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سبا د بلجيم په مرکز بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه پيل شي. په دغه غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د ملي دفاع وزير اسدالله خالد بروکسل ته رسېدلی دی.

ناټو داسې مهال په افغانستان کې د خپل حضور په تړاو خبرې کوي چې پرون ولسمشر غني له نيکي ايشين رېويو رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، اصلي خبره د بهرنيو سرتېرو د حضور یا نه حضور نه ده، بلکې خبره دا ده چې افغان سرتېري څنګه وساتل شي او له هغوی ملاتړ وشي.

 

شریک کړئ

ورته مطالب