Post Image

یوه نیمه اوونۍ وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان له ولسمشر غني سره د سولې او دوه اړخيزه همکاريو په اړه ټليفوني خبرې وکړې او په ورته وخت کې يې ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې له اسلام‌اباده لیدنه وکړي.

ولسمشر غني که څه هم د عمران خان بلنه منلې، خو د سفر کره نېټه یې لا نه‌ده روښانه شوې.

اټکل دی چې نوموړی به د روانې ميلادي مياشتې تر پايه پاکستان ته لاړ شي.

سره له دې چې د ولسمشر غني د سفر موخه د سيمه‌ييز پیوستون او سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان همکاريو جلبول ښودل شوي، خو د افغانستان سولې او جګړې روان بهير ته په کتو، ښايي ولسمشر غني د دې هېواد له ملکي او پوځي چارواکو سره سپينې او جدي خبرې وکړي.

اوس د پاکستان په اړه ګومان دی چې د پښتون‌ ژغورنې غورځنګ پراخو او مخ په ډېرېدونکو فعاليتونو وارخطا کړی او ښايي د محدودولو لپاره یې په جدي او پوځي اقداماتو فکر وکړي چې د افغانستان په شمول د نړیوالو څارونکو بنسټونو لپاره به هم یوه مهمه پېښه وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، د حق او عدالت‌غوښتنې په پار د يو جدي او خودجوشه خوځښت په توګه رامنځ ته شوی، خو د تېر میلادي کال په جون کې د پاکستان پوځ د افغانستان حکومت ته ګوته ونیوله چې د دغه غورځنګ تر شا ولاړ دی او د پاکستان پرضد یې هڅوي.

د پاکستان پوځ دغې ادعا په دې هېواد کې دننه د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو سربېره د يو شمېر سياسیونو او مطرح څېرو توند غبرګون راوپاراوه او د پوځ دغه اقدام يې د غورځنګ پر وړاندې د شک پيدا کولو یوه هڅه وبلله.

 افغان حکومت هم پښتون ژغورنې غورځنګ ته د يوه خپلواک خوځښت په سترګه ګوري؛ ځکه خو ولسمشر غني په بلوچستان کې د دغه غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي تر وژل کېدو وروسته په خپل ټويټر وليکل چې د ياد غورځنګ پر وړاندې د تشدد پر ځای بايد د دغه غورځنګ غوښتنې واورېدل شي.

«سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده، د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي. په داسې وخت کې زموږ لپاره د سوله‌ییزو اعتراضونو او مدني فعالانو ځپل نه یوازې د ژورې اندېښنې خبره ده، بلکې ټولې سیمې ته منفي پایلې لرلی شي.»

We believe it is the moral responsibility of every government to support civil activities that take a stand against the terrorism and extremism that plagues and threatens our region and collective security. Otherwise there could be long-standing negative consequences.

— Ashraf Ghani (@ashrafghani) February 7, 2019

د ولسمشر غني دې ټويټ هغه مهال د پاکستان سخت غبرګون وپاراوه او دا څرګندونې يې د خپل هېواد په چارو کې مداخله وبلله.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په دې اړه په خپل ټويټر لیکلي وو:

«موږ د ولسمشر محمد اشرف غني ټویټ ردوو. دا ډول بیانونه په څرګند ډول یوه لاس وهنه ده. افغان مشرتابه دې ته اړتیا لري چې د افغانانو اوږدې مودې جدي خپګان ته خپله پاملرنه واړوي.»

دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ يو کلن فعاليتونه د پاکستان لومړي وزير عمران خان له نيوکو هم په امان نه و. نوموړي په تېرې اپرېل مياشت کې د اورکزيو قومي مشرانو ته د خبرو پرمهال پر دغه غورځنګ تور پورې کړ چې د پوځ پر ضد خلک پاروي. نوموړي زياته کړه، د پوځ پر ضد د خلکو پارول ګټه نه‌، بلکې تاوان لري.

« پي ټي اېم د پښتنو د ستونزو خبرې کوي، دوی د قبایلو د مشکلاتو خبره کوي، دوی سمه خبره کوي او دا هغه خبرې دي چې زه یې له تېرو ۱۵کلونو راهیسې کوم، خو د خپل پوځ پر ضد د هغو خلکو پارول چې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، ښه چاره نه‌ده.»

خو اوس د چارو شنونکي وايي، ولسمشر غني پاکستان ته داسې مهال سفر کوي چې دغلته د پښتون ژغورنې غورځنګ ښه پياوړی شوی او جدي اړتیا ده چې نوموړی د پاکستان له لوري پر دغه غورځنګ د بحث مطرح کېدو په صورت کې په خپل دریځ ټینګ پاتې شي او هېڅ معاملې ته غاړه کې نه‌ږدي.

د چارو شنونکی لطيف ارش وايي، پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د استبدادي چلند پر بنیاد هڅه کوي چې دغه غورځنګ په نورو پورې تړلی وښيي او پر وړاندې یې حساسیتونه زیات کړي.

« پاکستان له دغه غورځنګ څخه وېرېږي، ځکه په پښتونخوا، سيمه او نړۍ کې ولسي ملاتړ لري او دغه هېواد بيا تر پاکستاني طالبانو او بېلتون پالو بلوڅو زيات د پښتون ژغورنې غورځنګ له ولسي ملاتړ څخه ډارېږي.»

د یادولو وړ ده، د تېر ۲۰۱۸ميلادي کال د جنورۍ په ۱۳مه په کراچۍ کې د پاکستاني پوليسو له لوري د نقيب‌الله مسيد په نوم د يوه ځوان وژل کېدو په غبرګون کې يو شمېر پښتنو ځوانانو په اسلام‌اباد کې پرلت پيل کړ او د لسو ورځو په اوږدو کې لسګونه زره نور پښتانه هم ورباندې راټول شول.

تر دې لس ورځني پرلت وروسته د غورځنګ مشرانو يو ځل بيا له بلوچستان څخه سفر پيل کړ او د پښتونخوا ډېره اسماعیل خان ته روان شول او د دغه سفر پرمهال يې په شېراني، ږوب، کلا سیف‌الله، مسلم باغ او کوټه کې لويې ولسي غونډې وکړې.

ورپسې یې په لاهور، پېښور، سوابۍ، کراچۍ، ټانک، بنو، سوات، شمالي وزیرستان او په یو شمېر نورو ښارونو کې ولسي غونډې وکړې او له دې سره د پښتنو ځوانانو دغه حرکت د پښتون ژغورنې په غورځنګ بدل شو او د ميليونونه پلويانو په زړونو کې يې ځای وموند.

اوس چې ټاکل شوې ولسمشر غني په یو دوه ورځني سفر اسلام‌اباد ته ولاړ شي، ایا د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه خبرې او د نظرونو تبادله به په دې کې شامله وي کنه، چارواکي څه نه وايي.

شریک کړئ

ورته مطالب