Post Image

د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله د کرکټ ملي لوبډلې د ستاینې په پروګرام کې د وينا پر مهال دغه لوبډله وستايله.

عبدالله په خپله وینا کې ملي لوبډله په نړۍ او افغانستان کې د ویاړ او احترام وړ وبلله او ویې ویل، چې د کرکټ ملي لوبډلې د افغانانو لپاره خوښي راوړې ده.

نوموړي وويل:

«د کرکټ ملي لوبډلې په دوو لسیزو عمر کې په کمو امکاناتو او خورا سختو شرایطو کې د نړۍ له سترو لوبډلو سره ځان سیال چې دا د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.»

اجرایه رئيس د کرکټ نړیوال جام او په دې سياليو کې د افغان لوبډلې پرله‌پسې ماتو ته په اشارې وویل، چې په سیالیو کې د ماتې او بریا لاملونه یوازې اعداد نه وي؛ بلکې په نړیوال دريځ د غوره پیغام لېږدول، د تجربو ترلاسه کول او نور مسایل دي، چې افغان لوبډله په دې برخه کې بریالۍ وه او د راتلونکې لپاره یې له نړیوال جام څخه ښې تجربې ترلاسه کړي دي.

عبدالله د کرکټ د ملي لوبډلې راتلونکی ښه یاد کړ او ویې ویل، چې ټول افغانان پرې ویاړي او د دوی لاسته راوړنو ته سترګې په لار وي. هغه وویل، چې د کرکټ ملي لوبډلې سل کلن مزل په شلو کالو کې ترسره کړ.

اجرائيه رئیس له ملي ټلویزیون او له نوې رهبرۍ څخه یې مننه وکړه، چې په خورا ښه ابتکار سره یې د کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ هېوادوالو ته په معیاري شکل خپرې کړې او هم یې په ټلوېزیون کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي.

په دې ناسته کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون مشر اسماعیل مياخېل او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر حاجي عزیز الله فضلي هم خبرې وکړې او د کرکټ د نویو پروګرامونو په اړه یې معلومات ورکړل.

شریک کړئ

ورته مطالب