Post Image

په تېرو څو میاشتو کې په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی، د جګړې دواړه لوري کوښښ کوي چې میدان ګرم وساتي څو خبرو اترو کې خپل دريځ پياوړی کړي.

تمه کېږي چې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ تړون ډېر ژر پای‌ته ورسیږي او د ۱۴ زرو امریکایی سرتېرو د ایستلو لپاره مهالویش چمتو شي.

اخوا بيا طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو پر وړاندې له تروریستي حملو مخنیوی کوي.

خو د خبرو له دوام سره تاوتریخوالی هم ډېر شوی. د چهارشنبې په ورځ، کابل ښار کې د وسله‌والو طالبانو لخوا د موټربم چاودنه وشوه چې له امله یې څوارلس تنه مړه او لږ تر لږه ۱۴۵ نور ټپیان شول.

ملګري ملتونه وايي، جولای میاشت په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه چې شاوخوا ۱۵۰۰ ملکي وګړو ته پکې مرګ‌ژوبله واوښته.

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د تېرې میاشتې د تلفاتو د زیاتوالي پړه پر طالبانو اچولې، خو په تېر راپور کې ویل شوي و چې افغان ځواکونه او د دوی امریکایي متحدین د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د طالبانو په پرتله د ډېرو ملکي تلفاتو مسؤل دي.

د ملګرو ملتونو لخوا د ملکي تلفاتو د ډېرېدو له ګواښ سره، د چهارشنبې په ورځ وروستی برید چې د سهار په ګڼه ګوڼه کې ترسره شو او اسمان ته یې لوګي پورته شول، د پولیسو حوزه او د اردو د جلب‌وجذب مرکز یې وران کړ او د شاوخوا یو ميل په واټن کې یې د کورونو کړکۍ هم ماتې کړې.

۵۰کلن محمد نعیم وایي:

« زما کور ویجاړ او په کنډواله بدل شو. زما کور نږدې دی، خو شاوخوا یو کیلو متر لرې کورونه هم زیانمن شوي دي.»

د سړک پر سر یو ولاړ سړي د خپل زوی په اړه له یوه افسر څخه وپوښتل. افسر هغه ته وویل چې لاړ دې شي او په روغتونونو کې دې په ټپيانو او مړو کې خپل زوی وګوري. پلار یې وویل، روغتونونه يې کتلي، خو د زوی پته یې نشته.

 په همدې ورځ د ملي دفاع وزارت وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰ لوی نظامي عملیات، کوچني کومانډويي او هوایي بریدونه د دې څرګندونه کوي چې د تاوتریخوالي کچه څومره پراخه شوې.

 د ملي دفاع وزارت په وینا لږ تر لږه ۸۴ طالب جنګیالي یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

دواړه خواوې ډیری وختونه د تلفاتو شمېر زیاتوي.

د افغان ځواکونو ډیری عملیات، چې د امریکایي ځواکونو په مرسته ترسره کیږي، په کلیوالو سیمو کې پېښېږي. هره ورځ افغان او امریکایي الوتکې پر طالبانو چې اکثره یې د ملکي وګړو منځ کې وي، بریدونه کوي.

طالبان یو بل وژونکی تکتیک کاروي، هغه دا چې چاودنې او ځانمرګي بریدونه اکثراً په ښاري سيمو کې ترسره کوي.

د کابل په څېر ښار کې، چې د شاوخوا پنځو ميلیونو خلکو کور دی، حتی په نظامي هدف بریدونو کې هم ډیری وخت ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

د افغان چارواکو په وینا، د چهارشنبې په موټر بم بريد کې له درېيو دوه برخې تلفات ملکي وګړي دي.

دا په تېرو دوو کلونو کې دویم ځل دی چې په ورته سیمه کې د پولیسو سټېشن او د سرتېرو د جلب او جذب مرکز په نښه کېږي. دفترونه او په شاوخوا کې ملکي سیمې، لږ مخکې له تېرو چاودنو رغول شوې وې.

که څه هم په افغانستان کې طالبان د جګړې د لويې برخې مسوول دي، خو د اسلامي دولت په نوم یوه کوچنۍ ډله د هېواد په ختیځ کې قوي رېښې کړې او څو ځله يې په ښارونو کې د بريدونو او چاودنو پړه پر غاړه اخيستې.

تاوتریخوالي داسې مهال زور اخيستی چې امریکایي دیپلوماتان د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې د لومړني هوکړه لیک په تخنيکي جزياتو کار کوي. دا تړون به د هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه د طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ مستقیمو خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

د چهارشنبې ماښام ناوخته، امریکایي ډیپلوماټانو او طالب چارواکو د تړلو دروازو تر شا خپلو خبرو ته دوام ورکړ. طالب چارواکو د لمانځه وقفه وکړه. دوی خپل ځيرک ټلېفونونه چک کړل، د برید له وروستيو شمېرو خبر شول، کله چې بېرته تالار ته روان شول، هرڅه سم برېښېدل ځکه دوی د کابل له خونړي بريد په واټنونو لرې وو.

په سبا کابل عادي و، خلکو ماتې شوې شيشې ټولولې، د هټيو ماتې شوې دروازې يې جوړولې، خلکو بېرته کار ته مخه کړه، ځکه دوی اوس له همدغسې بدمرغه ژوند او بدو پېښو سره عادي شوي دي.

يوه هټيوال وويل:

«دا پلورنځی مې د ژوند کولو لپاره یوازينۍ هیله ده. زه نه پوهېږم چې ولې مې هیواد پرېښی نه دی. زموږ هېواد هغې هدیرې په څېر دی چې خلک خوري.»

غلام علي چې له چاودنې روغ وتلی یوه سیمه‌ییز نیوز چینل ته وویل:

«موږ ستړي شوي یو، کله چې موږ سهار له کوره وځو، موږ نه پوهېږو چې بېرته کور ته ځو که هدیرې ته.»

شریک کړئ

ورته مطالب