Post Image

یادښت: د ۲۰۱۹ کال د روانې می مياشتې پر ۱۴مه د آزادې اروپا راډيو ويبپاڼې په انګليسي ژبه د ليکوال ابوبکر صديقي يو مطلب خپور کړی چې سرليک يې دی (آيا لا ډېره استازولي به د پاکستان د پښتنو ستونزه هواره کړي؟)

ژباړه: نصرت الهام

 

مطلب د پاکستان په قبايلي سيمو فاټا کې د نويو خوځښتونو او بدلونونو او په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د ضم کولو او د قبايلو لپاره د سياسي استازولۍ د زياتوالي په اړه دی.

د مطلب په پېل کې ليکوال د پاکستان د سياسي ګوندونو هغه کم پيښودونکي يووالي ته اشاره کوي، چې د پښتنو د ټاټوبي غرب لور برخې ته سياسي استازولي وغځوي؛ هغه سيمه چې د تروريزم پر ضد د پاکستان د جګړې ميدان و.

ليکوال ليکي، د روان کال د می مياشتې پر ۱۳مه د پاکستان د پارلمان له خوا د اساسي قانون ۲۶ ترميم ومنل شو. دا به د پاکستان د سنا مجلس له خوا تر منل کېدو او د ولسمشر تر لاسليک وروسته د پاکستان د قانون لاندې راشي او په دې سره به دوی د فاټا لپاره سياسي استازولي زياته کړي.

فاټا چې د دايرې په ډول د غرونو لړۍ يې له افغانستان سره د پاکستان د غربي پولې په توګه پرته ده، د خيبر پښتونخوا سره تېر کال يوځای شوه. دې يوځای کېدلو د ايالتي پارلمان چوکۍ د فاټا لپاره له ۱۶ څخه ۲۴ ته زیاتې کړې په داسې حال کې چې په ملي اسمبلۍ کې يې خپل ۱۲ چوکۍ ساتلې دي.

د فاټا سيمه، باجوړ، مومند، خيبر، اورکزۍ او کرمه ایجنسۍ او شمالي او جنوبي وزيرستان او نورې وړې سیمې رانغاړي چې د تروريزم پر وړاندې د پاکستان د جګړې ميدان و. طالبان او متحدين يې په ۲۰۰۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له سقوط وروسته هلته ورغلل.

د طالبانو په بريدونو او د پوځ په جګړو کې د سيمې پښتانه اوسيدونکي له سخت زيان سره مخ شول، په لسګونو زرو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، ډېر خلک بې ځايه شول او نږدې ټول اقتصاد يې له منځه ولاړ.

که څه هم د سياسي استازولۍ د زياتوالي پراخ هرکلی وشو، خو کليدي پوښتنې لا هم په خپل ځای پاتې دي او اسلام آباد د فاټا د ثبات لپاره ډېره اوږده لاره په مخکې لري، چې د فاټا له ضم کېدو وروسته د حکومتولۍ پلي کول او اداري اصلاحات ډېر سست دي. همدا راز د تروريزم پر وړاندې جګړې په سیمه کې د شکايتونو څپه راپورته کړې ده او له بلې خوا د دې سيمې تاريخ په بېلابېلو پړاوونکو کې په افغانستان کې له جګړې اغېزمن شوی چې دا هم د فاټا دغه يوځای کېدل ستونزمنوي.

اسلام آباد کوښښ کوي چې په دې سيمه کې د فقر، ويجاړۍ او اقتصادي ښه والي لپاره مالي سرچينې ولټوي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي چې په فاټا کې د محروميت احساس د هيواد لپاره خطرناک دی.

د می پر ۱۳مه نوموړي پارلمان ته وويل: هيڅوک بايد دا احساس و نه لري چې دوی د پاکستان نه دي او دوی په پاکستان کې برخه نه لري.

خان وويل چې د ده اداره، له پخوانۍ فاټا سره د د درې ايالتونو د درې فيصده ملي سرچينو د شريکولو په برخه کې په قانع کولو کې پاتې راغلې ده: د دې ايالتونو بودجه هغومره نه ده چې بايد وای، خو دا ضروري ده چې په فاټا کې د ويجاړۍ له امله هغوی سره سرچينې شريکې شي، ځکه چې خيبر پښتونخوا نشي کولی له خپلې لږې پراختيايي بودجې سره دغه بوج وزغمي.

خان ويلي، چې موږ په فاټا کې پراختيا ته اړتيا لرو، ځکه د فاټا د اوسېدونکو کورونه او معيشت ويجاړ شوي دي، او موږ هلته د کار د ايجاد او د زيربنا د پراختيا لپاره اړتيا لرو چې نور ايالتونه مرسته وکړي.

خو د خان دغه وړانديز په ښکاره وغندل شو. د بلوچستان د پارلمان مخالف غړي ثناالله بلوچ له دې وړانديز سره مخالفت وکړ او پر ټويټر يې وليکل: ايالتونه په مالي لحاظ په بد وضعيت کې دي او بلوچستان او فاټا پوره ملاتړ ته اړتيا لري.

ښاغلي بلوچ وړاندې ليکلي، چې د فاټا د وروسته پاتې والي مسئول اسلام آباد دی او اسلام آباد بايد خپل لګښتونه کم کړي او او د فاټا او بلوچستان لپاره اضافه ملاتړ برابر کړي.

د مطلب ليکوال ښاغلی صديقي وړاندې وايي، چې د پاکستان نورې سيمې هم له سخت فقر، د زيربنا نشتوالي، او د انساني پراختيا له بد وضعيت سره مخ دي. تاوتريخوالی او بغاوتونه نږدې دوه لسيزو ته ورسيدل او ورسره د بلوچ بيلتون غوښتونکو بغاوت نورې ستزې زيږولې دي.

همدا راز د فاټا له ضم کولو يو کال وروسته د اسلام آباد د اصلاحاتو د ژمنو پوره کولو بهير ډېر سست دی. په داسې حال کې چې د پاکستان محکمو يو شمېر تبعيض ډوله قوانين جوړ کړي او په دې سيمه کې لا قضايي سيستم هم نه دی جوړ، او د سيمې د شپږ ميلونو اوسيدونکو لپاره جوړې شوې محکمې له خپلو سيمو د باندې په کار بوختې دي او د سيمې لپاره د پوليس ځواک به هم لا جوړيږي.

غلام قادر خان داوړ يو بل پخوانی بيروکرات دی، نوموړی وايي چې د فاټا اوسيدونکي د اسلام آباد پر هغو ژمنو خپل باور له لاسه ورکوي، چې وايي سيمې ته به امن راشي، اصلاحات به راشي او د دوی سيمه به پراختيا ومومي، نوموړی زياتوي چې هلته په قبايلي سيمو کې د پراختيا د فعاليتونو هيڅ ښکاره نښې نه ليدل کيږي. نوموړي په پاکستانۍ ورځپاڼه ډان کې ليکلي: هدفي وژنې نه دي ختمې شوې او امن کميټي او هغه اورپکي چې وسله يې پر ځمکه ايښې وه داسې ښکاري چې بېرته وسلې ته لاس کوي.

د مطلب ليکوال ليکي چې د پخوانۍ فاټا ډېری ستونزې سياسي دي او مخامخ د پاکستان تر ټولو پياوړې اداري يعنې پوځ سره اړيکه لري. چې له ۲۰۰۰۰۰ دوه سوه زرو څخه زيات پوځيان هلته ځای پر ځای شوي، د سيمې اوسيدونکي د دې پوځيانو له شتون، فعاليت او پاليسيو څخه شکايتونه لري.

له يو کال زياته موده وشوه چې د هيوادنيو حقونو د غوښتنې يوه ډله د پښتون ژغورنې غورځنګ پي‌ټي‌ایم، په پاکستان کې د شاوخوا ۳۵ ميلونو پښتنو د اساسي بشري حقونو لپاره کمپاين کوي. دوی له فاټا څخه راپورته شوي، چې سوله ييزو ناستو او لاريونونو يې پاکستان وار خطا کړی دی.

د پي‌ټي‌ایم ځوانو رهبرانو او فعالينو اسلام آباد تر فشار لاندې نيولی چې  غير قانوني وژنې، د خلکو ورکول او د امنيتي ځواکونو له خوا د خلکو زورول ودروي. دوی همدا راز له فاټا څخه په تېرو جګړو کې د کرل شويو ځمکنيو ماينونو د پاکولو غوښتنه کوي.

د پي‌ټي‌ایم انتقادونو، دوی د پوځ نښه ګرځولي دي، چې د دوی انتقادونو او غوښتنو ته رسنۍ پوښښ نه ورکوي او د دوی مشران د بهرنيو استخباراتي ادارو له خوا په ملاتړ تورنيږي. د پي‌ټي‌ایم ملاتړي په پراخه کچه نيول کیږي او دوسيې ورته جوړيږي، او ډېرو يې د خپل فعاليت له امله دندې له لاسه ورکړې او معيشت يې خراب شو.

د اپريل پر ۲۹ مه د پاکستان د پوځ وياند آصف غفور ژورناليستانو ته وويل: په کومه طريقه چې دوی د نورو په مرسته لوبه کوي، د دوی وخت ختم دی.

دې خوځښت دا تورونه رد کړل، د پارلمان وکيل او د پي‌ټي‌ایم يو مشر محسن داوړ په دې وروستيو کې پارلمان ته په خپلو خبرو کې وويل: پر موږ ځکه تورونه لګيږي چې موږ حساب غواړو. داوړ تر ټولو لومړی هغه لايحه مطرح کړه چې اوس د اساسي قانون ۲۶ ترميم ورته وايي.

داوړ د فاټا په پيچلتياوو پوهيږي، چېرته چې هغه زېږېدلی او د ملکي مامور په توګه يې هلته کار کړی دی. نوموړی وايي چې PTM بې ساری ملاتړ جلب کړی، ځکه چې خلک د جګړه مارو د تاوتريخوالي د بيا راستنېدو څخه وېره لري، خو له پوځ سره د خوځښت مخامخېدو دوی له بنديزونو سره مخ کړي دي.

داوړ په دې وروستيو کې ليکلي چې، ځوانان هر هغه څه چې ورکول کيږي نه غواړي، دوی تنګ شوي دي، دوی هر هغه څه غواړي چې د دوی حق دی، يا هيڅ نه غواړي.

د مطلب ليکوال ليکي چې په سيمه کې د پاکستان د پوځ امنيتي ګټې له ۱۹۷۰ کالونو څخه په ګاونډ کې د افغانستان په جګړه کې د دوی له ښکېلتيا سره ژوره اړيکه لري، خو په ۱۹۸۰ کلونو کې د پوځ له خوا د مجاهدينو ملاتړ، په ۱۹۹۰ کې د طالبانو ملاتړ او په وروستيو کلونو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د دوی عملياتو له يو درجن زياتې پښتنې قبيلې په فاټا او افغانستان کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته په تکليف کړې دي او افغان دولتونو په پرله پسې توګه د پخوانۍ برتانيې د اشغال د مهال د پولې په رسميت پېژندل رد کړي دي، دا هغه کرښه ده چې په ۱۸۹۳ کال کې يې پښتانه په دوه برخو ووېشل، چې يوه برخه يې افغانستان او بله برخه يې په برتانوي هند کې پاتې شول.

پر ډيورنډ کرښه د اسلام آباد روانه جګړه په ښکاره د افغانستان له غاړې د وسله والو د بريدونو د مخنيوي په موخه ده. خو پر کرښه د پاکستاني پوځ بريدونو له کابل سره د اسلام آباد اړيکې ترينګلې کړې دي. او په ځانګړي ډول د پاکستاني پوځيانو له خوا د کرښې دواړو غاړو ته بريدونو د دواړو غاړو تر منځ سوداګري هم زيانمنه کړې، چې دا په فاټا کې د معيشت لويه برخه وه.

ليکوال وړاندې وايي چې هدفي وژنې او بمي بريدونه د فاټا ځينو سيمو کې بيا پيل شوي دي. داوړ ليکي: خلک پوښتنه کوي چې څنګه دا تروريستان توانيږي چې راننوځي او له په نښه کېدو پرته بېرته لاړ شي.

د پاکستان د خلکو ګوند وياند فرحت الله بابر هم له دې سره همغږی دی، هغه وايي د پاکستان ملکي چارواکي بايد اوس يقیني کړي چې په فاټا کې په راتلونکو شپږو مياشتو کې ټاکنې وشي، ځکه له حقيقي ټاکنو پرته د لا نورو چوکيو او استازولۍ وعده ورکول فاجعه ده.

شریک کړئ

ورته مطالب