Post Image

په افغانستان کې د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي او اړتیا ده چې هره ورځ ساختماني مواد په تېره بیا سمنټ له بهر څخه وارد شي. د افغانستان بازار یو مناسب بازار دی؛ د سمنټو په برخه کې د بازار غوښتنه لوړه ده.

 خو ضرورت دی چې په دې اړه لږ وضاحت موجود وي او په دې وپوهېږو چې د سمنټو په برخه کې تولید په لومړي ځل د شاه امان‌الله خان په وخت کې رسماً پیل شوی.

شاه امان‌الله خان په کال ۱۹۲۸میلادي کې د روم- المان د دورې پرمهال په لومړي ځل په افغانستان کې د سمنټو تولید په برخه کې له یادو هېوادونو سره د بهرنۍ پانګونې مسئله مطرح کړه. هغه مهال روم- المان له افغانستان سره په دې برخه کې تفاهم‌لیکونه هم امضا کړل. ولې یادې پانګونې په خپل وخت ونه‌شوې او فابریکې جوړې نه‌شوې. وروسته بیا د اعلیحضرت محمدظاهر شاه په وخت کې د غوري او جبل‌السراج په نومونو دوې فابریکې جوړې شوې چې کلونه وروسته بیا د جنګونو له امله ویجاړې او له کاره ولوېدې.

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره په انکشافي برخو کې ډېرې پروژې پلان او طرحه شوې. په ټوله کې په تېرو ۱۸کلونو کې افغانستان په دې برخو کې ډېرې پروژې عملي کړې، خو لا هم افغانستان نه‌دی توانېدلی چې په ساختماني، په تېره بیا د سمنټو تولید په برخه کې له خپل شته ظرفیت سمه ګټه پورته کړي.

د مطالعاتو پر اساس افغانستان په کلني معیار له ۵۰۰ تر۶۰۰میلیونه ټنه سمنټو واردات لري. له دې سره جوخت افغانستان په تېرو لسیزو کې په اوسط ډول هر کال ۸۰۰۰۰ مټریک ټنه ټولید کړي چې دا تولید له ۲۰۰۷تر ۲۰۱۷میلادي کاله پورې له ۲۰% نه هم کم دی.

که چېرې موږ په واقعي توګه د صادراتو او وارداتو دقیقه احصائیه وګورو، دا په دې معنا ده چې افغانستان له ۹۰تر۹۶فیصده سمنټ له پاکستان او ایران څخه وارد کړي دي.

د نړیوال صادراتي او وارداتي ګراف احصائیې او د افغانستان مرکزي احصائیې هم ډېر تفاوت لري، ولې د نسبي احصائیو پر اساس پاکستان، افغانستان ته د نړۍ په کچه د سمنټو تر ټولو زیات صادرات کړي. افغانستان په کلنۍ سطحه له ۶۰۰تر۷۰۰میلیونه ټنه سمنټو ته ضرورت لري چې په ټوله کې ۷۰۰ میلیونه ډالره اټکل کېدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د سمنټو په برخه کې په لاندې ذخایرو د پانګونې لپاره اړتیا لري:

  1. هرات کې د ۳۳۰۰ ټنه ورځني تولید ظرفیت(چارې روانې دي)
  2. کندهار کې ۱۶۰۰ټنه ورځني تولید ظرفیت(چارې روانې دي)
  3. سمنګانو کې ۳۳۰۰ ټنه ورځني تولید ظرفیت(چارو کې پرمختګ شوی)
  4. جبل‌السراج دویمه برخه کې ۳۳۰۰ ټنه ورځني تولید ظرفیت (چارو کې پرمختګ شوی)
  5. غوري درېیمه برخه کې د۳۳۰۰ ټنه ورځني تولید ظرفیت (چارې روانې دي)

اوسمهال په افغانستان کې د سمنټو په برخه کې د یو شمېر پروژو لکه، هرات، جبل‌السراج او سمنګانو داوطلبۍ پروسې پر مخ تللې دي. افغانستان د سمنټو په برخه کې له ۴۰۰ تر ۷۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې ته ضرورت لري.

اوسمهال افغانستان په ورځنۍ کچه شاوخوا ۱۴۰۰ټنه سمنټ تولیدوي.

شریک کړئ

ورته مطالب