Post Image

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، په پکتیا ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۱۱وسله‌وال طالبان وژل شوي.

د ملي امنیت ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه قومندانان هم وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویلي شوي، دغه عملیات د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې پلان شوي و چې په ترڅ کې یې ۱۱ طالبانو په ګډون د اسدالله او فدا په نوم د ډلې دوه قومندانان هم وژل شوي دي.

بلخوا د لوګر ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ځانګړو ځواکونو په دې ولایت کې د ځانمرګو بردګرو یو مرکز له منځه وړی دی.

لوګر ولایت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویلي شوي چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د برکي برک ولسوالۍ اړوند د تګاب په سيمه کې د ځانمرګو بریدګرو يو مرکز په نښه کړی او 8 تنه طالب وسله وال يې پکې وژلي.

دغه مرکز چې د ځانمرګو د روزنې تر څنګ پکې وسلې او نور چاودېدونکي توکي ساتل کېدل په بشپړه توګه تخريب شوی او يو شمېر چاودېدونکي توکي او وسلې هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته غورځېدلي.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو د دې عملباتو په اړه څه نه دي ویلي.

شریک کړئ

ورته مطالب