Post Image

د افغانستان ۱۶کلنو تنکيو ځوانانو فوټبال لوبډلې د مرکزي اسيا فوټبال سياليو په ترڅ کې تېره شپه له تاجکستان لوبډلې څخه ۱ـ۰ ماتې وخوړه. دا لوبه تېره شپه اته بجې د تاجکستان دوشنبې ښار په مرکزي لوبغالي کې وشوه.

افغانستان تر اوسه پنځه لوبې کړې. ايران او ترکمنستان ته یې ماته ورکړې، له تاجکستان او ازبکستان څخه یې ماته خوړلې او قرغزستان سره یې لوبه مساوي پای ته رسېدلې. د مرکزي اسيا فوټبال سيالۍ د افغانستان په ګډون د شپږو لوبډلو (افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او ايران) ترمنځ د تاجکستان هېواد په کوربه‌توب د تېرې جولای مياشتې په ۲۶مه پيل شوې.

د يادونې وړ ده چې په دې سياليو کې د افغانستان په استازیتوب حليم اقا شېرزاد او ننګيالي سادات د لوبڅارفوټبال ۱۶کلنه لوبډلې له تاجکستان څخه ماتې وخوړه

شریک کړئ

ورته مطالب