Post Image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې د تېرو څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله ۱،۹میلیونه ماشومان چې عمرونه یې د ۶ او ۱۷کلونو ترمنځ دي، شاقه او یا نیمه درانه کارونه کوي. خو د احصائیې مرکزي ادارې بیا په خپل یوه تازه راپور کې چې په روان ۲۰۱۹میلادي کال کې خپور شوی، دا شمېره ۲ اعشاریه ۷ میلیونه ښودلې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پورتنۍ شمېرې ۱،۲میلیونه یې په بېلابېلو کارونو؛ په تېره بیا ډبرو سکرو کانونو، د خښتو بټیو، کرنې او مالدارۍ، موټر جوړولو ورکشاپونو او نورو کې په شاقه او نیمه شاقه کارونو بوخت دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ټول ټال شاوخوا ۱۵میلیونه ماشومان ژوند کوي.

دا شمېرې داسې مهال رسنیزې کېږي چې د جون ۱۲مه (نن) د ماشومانو له کار څخه د مخنیوي نړیواله ورځ ده.

میاشت وړاندې ولسمشر غني د یوه فرمان په ترڅ کې د ماشومانو ملاتړ قانون لاسلیک کړ. د دغه قانون له مخې هر هغه چا چې د ۱۸کلنۍ عمر نه‌وي پوره کړی، ماشوم بلل کېږي.

د یونیسف یا له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ ادارې د معلوماتو له مخې ماشومان نه‌یوازې درانه او شاقه کارونو ته مجبورېږي، بلکې څه باندې درې نیم میلیونه یې په دوامداره توګه له زده‌کړو هم بې برخې دي. 

یونیسف همداراز وايي، نږدې دوه میلیونه ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره هم مخ دي چې ۶۰۰زره یې بیخي خوارځواکۍ ځپلې دي. د یونیسف ویاند «کریستف بویلي راک» وایي، افغان ماشومان صحي غذايي رژیم نه‌لري او ژوند یې هره شیبه له ګواښ سره مخ وي.

په دغو ارقامو کې چې بېلابېلو ادارو(یونیسف، کارو او ټولنیزو چارو او پوهنې وزارتونو) وړاندې کړې کابو نیمايي یې ګډې ستونزې او محرومیتونه لري. د بېلګې په توګه هغه شمېر ماشومان چې ښوونځیو ته له تګ محروم دي، یو لوی شمېر یې خوارځواکۍ هم ځپلې دي او هغه شمېر چې خوارځواکه دي یوه لویه کټګوري یې له زده‌کړې محرومه ده، همدغسې په درنو او شاقه کارونو بوخت ماشومان هم درواخله چې لوی اکثریت یې نه یوازې زده‌کړو ته لاسرسي نه‌لري، بلکې یتیمان هم دي.

بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو ناامني، فقر، په کور دننه مهاجرتونه، دوامدارې اقتصادي ستونزې، روغتیايي ستونزو ته نه لاسرسی، ناوړه دودونه، کورني تعصبات او د حکومت نه‌پاملرنه د هغو عواملو له ډلې شمېرلې چې افغان ماشومان یې له خطر سره مخ کړي دي.

یادونه: د دې خبر بشپړ جزیات لاندې راپور کې ولولئ.

ماشومان؛ د فقر او جګړې خاموش قربانیان

 

شریک کړئ

ورته مطالب