Post Image

د پوهنتون استاد او ټولنپوه عظيم بشرمل وايي، مهاتما ګاندي يو معنوي او اخلاقي رهبر و، نه سياسي او له هغه څخه اخلاق زده کېږي، نه سياست.

بشرمل دا څرګندونې پرون د عدم تشدد د نړيوالې ورځې او د مهاتما ګاندي د ۱۵۰مې زېږد ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د عدم تشدد نړيوالې ورځې او د مهاتما ګاندي د ۱۵۰مې زېږدورځې نمانځنغونډه پرون چهارشنبې د انسان مجلې په انګړ کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې لسګونه کسانو ګډون کړی و او د ګاندي پر ژوند، اغېزو، افکارو او عقايدو خبرې وشوې.

عظيم بشرمل وويل چې ګاندي معنوي او اخلاقي رهبر و او د همدې لپاره د نوبل د سولې جایزې ګټونکی نه شو.

بشرمل وويل:

«يو سياسي رهبر هڅه کوي چې ټولنه د پولیسو په واسطه مديريت کړي، خو ګاندي بيا په دې باور و چې خلک بايد له دننه جوړ شي او کله چې دوی جوړ شول بيا په ټولنه کې خپله بدلون راځي او مديريت کېږي او دويم دليل چې دا يو سياسي رهبر نه و، دا ده چې کله انګلستان ته په سفر ولاړ، هلته چارواکو ورته د ښه راغلاست لپاره ډېر چمتووالی نيولی و کله چې ګاندي په هماغې سنتي جامو کې ظاهر شو، انګلیسي چارواکو د دې حالت په ليدو سره وويل چې موږ د يو پيغمبر ښه راغلاست ته راغلي يو، نه د سياسي رهبر.»

نوموړي د ګاندي شهرت ته په اشارې سره وويل چې دی د عدم تشدد په مبارزه کې نړيوال شهرت ترلاسه کړ او د ډېرو رهبرانو لپاره په الګو بدل شو.

بشرمل وويل:

«ګاندي د عدم تشدد په مبارزه کې ډېر شهرت ترلاسه  کړ، ده به تل ويل چې له ګناه کرکه وکړئ، نه له ګناه کوونکي څخه، نوموړي به تل خپلو پلويانو ته ويل چې له انګلیسانو سره مبارزه وکړئ خو انګلیسان مه وژنئ.»

تولنپوه عظيم بشرمل زیاته کړه چې ګاندي خپلو اعتقاداتو ته ژمن و خو تل به یې د نورو اديانو کتابونه هم لوستل څو حقیقتونه ومومي.

په ورته وخت کې د سياسي چارو او د ښځو فعالې حبیبې اشنا د ګاندي په مبارزه کې د ښځو رول ته په اشارې سره وويل چې ګاندي د خپلو مطالعاتو په لړ کې په دې پوه شو چې د هغه په دې مبارزه کې د ښځو ګډون اړين دی.

نوموړې زیاته کړه چې ګاندي غوښتل ښځې په مبارزه کې برخه ورسره واخلي، خو د نرواکۍ تر سيوري لاندې.

د اشنا په خبره، د مهاتما ګاندي نرواکي عنعنوي او فرهنګي وه، نه سياسي.

حبیبې اشنا وويل:

«ګاندي د خپلو مطالعاتو په ترڅ کې د ښځو په قدرت پوه شو او غوښتل یې چې په دې مبارزه کې ورسره برخه واخلي، ګاندي ښځو ته وويل چې که غواړئ زما له مبارزې سره يو ځای شئ نو له کوره یې شروع کړئ او له ټولو هغو شيانو ګټه مه‌اخلئ چې د انګلیسانو له لوري توليد شوي يا جوړ شوي وي.»

نوموړې زیاته کړه چې هغه وخت په سياسي حرکاتو او فعاليتونو کې د ښځو مشارکت د ګاندي له مهمو کارونو څخه شمېرل کېږي.

اشنا وويل:

«ګاندي په سیاسي حرکاتو او فعاليتونو کې د ښځو مشارکت ته ډېر څه وکړل، په ۱۹۳۱ او ۱۹۳۰ کلونو کې په اروپا کې ښځو د رای ورکونې حق نه درلود خو په هند کې بيا ښځو ته دا اجازه ورکړل شوې وه چې په سياست کې ور داخلې شي.»

بل لور ته د عدم تشدد د مطالعاتو متخصص احمدالله ارچيوال وويل چې عدم تشدد دوه اړخه لري؛ لومړی روحاني او دويم یې د مبارزې وسيله ده.

نوموړي زیاته کړه چې عدم تشدد عقيده يا ايډيولوژي نه‌ده، بلکې يوه وسيله ده چې هر څوک ترې کار اخیستلی شي.

ارچيوال وويل:

«عدم تشدد دوه اړخه لري؛ لومړی روحاني او دويم یې د وسيلې په توګه ترې کار اخیستل دي، ګاندي له عدم تشدد څخه د يوې وسيلې په توګه کار واخېست تر څو ځان په خپلې مبارزې کې بريالی کړي.»

ارچيوال د باچا خان او مهاتما ګاندي ملګرتيا ته په اشارې سره وويل:

«ګاندي او باچا خان په ۱۹۳۰ او ۱۹۳۱ کلونو کې سره ملګري شول، ډېری په دې باور دي چې باچا خان د عدم  تشدد مبارزه له ګاندي کاپي کړې، خو دا خبره په بشپړ ډول غلطه ده ځکه چې باچا خان له ګاندي مخکې دا مبارزه پيل کړې وه.»

نوموړي ټينګار وکړ چې د عدم تشدد مبارزه نه کاپي کېږي ځکه چې دا عقيده او ايډيولوژي نه‌ده بلکې يوه وسيله ده چې هر څوک په هر ځای کې ترې کار اخېستلی شي.

د ارچيوال په خبره، د عدم تشدد مبارزه او بحث د جنايت پر وړاندې ده، نه د اشخاصو پر وړاندې.

د يادونې وړ ده چې انسان مجلې خپل سفر په ۲۰۱۳ کال کې له یوې نيمه تخصصي مجلې پيل کړ او اوس په يوه پراخ بنسټ د بدلېدو په حال کې ده.

تر اوسه د دې مجلې شپږ ګڼې چاپ شوې او اوومه ګڼه يې تر چاپ لاندې ده.

له ۲۰۱۸ راپدیخوا «انسان» په درېيو «رسنيو، ريسرچ او پالیسي او ایجوکېشن» برخو کې کار او فعاليت کوي.

شریک کړئ

ورته مطالب