Post Image

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یا یوناما مشر تدامیچي یاماموتو وایي، د سولې او ټاکنو پروسې باید پر یو بل منفي اغېزې ونه‌کړي.

یوناما په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د یاماموتو له قوله ویلي، د دغو دواړو پروسو تر منځ روښانه اړیکې موجودې دي؛ نو اړتیا ده چې دواړه پروسې په پوره ژمنتیا پر مخ لاړې شي.

یاماموتو داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ د سولې اووم پړاو خبرې روانې دي.

د یوناما په خبرپاڼه کې یاماموتو زیاته کړې، تر ټاکنو وروسته افغانان د جګړې او ناورین د دوام حوصله نه‌لري.

نوموړي اندېښنه ښودلې که راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ناورین ته لاړې شي؛ راتلونکې اداره به کمزورې وي.

بلخوا اوونۍ وړاندي د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې د سولې روانو خبرو کې ښه پرمختګونه شوي او تمه ده د سپټمبر تر لومړۍ نېټې دمخه له طالبانو سره د سولې تړون وشي.

د افغانستان سولې په اړه روانې خبرې پر داسې مهال نوي پړاو ته داخلیږې چې ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې هم د سپټمبر په ۲۸مه تر سره شي.

تر دې مخکې د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي و چې د سولې ترڅنګ باید ټاکنو ته هم چمتووالی ونیول شي.

شریک کړئ

ورته مطالب