Post Image

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو اختر کې اوربند نه و کړی بلکې ۱۳ بېلابېل بريدونه يې پلان کړي وو.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د لوی اختر په تېرو دوو ورځو کې په هېواد کې د نسبي ارامۍ لامل د امنیتي ځواکونو له لوري د طالبانو د بریدونو شنډول دی.

دغه وزارت دغه‌راز هغه راپورونه ردوي چې ګنې طالبانو د اختر په ویاړ غیر رسمي اوربند اعلان کړی دی.

طالبانو سږکال د پسرلي له پیله د ځانمرګو او ډله‌‌ییزو بریدونو په خونړۍ لړۍ کې سلګونه ملکي وګړي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري مړه او ټپیان کړل.

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي افغان ځواکونه د لوی اختر تر پایه او له هغه وروسته د هېواد د امنیت خوندي کولو ته ژمن دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه جلا خبرپاڼه کې د طالبانو هغه ادعا هم رد کړه چې وايي، د اختر په مناسبت‌یې د افغان ځواکونو ۷۶ تنه اسیر سرتېري خوشې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو د هغه بیان یادونه کړې ده چې د شنبې په ورځ‌یې خپور کړ او په هغه کې یې ویلي چې دا سرتېري په کندز، ارزګان، خوست او سرپل ولایتونو کې خوشې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي طالبانو دا بیان د تبلیغاتو په هدف خپور کړی دی. د دې وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د دوی د معلوماتو له مخې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو له بنده د افغان ځواکونو هېڅ یو سرتېری هم نه‌دی خوشې شوی.

خو تېره ورځ د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دولسمشر غني فرمان او د لوی اختر په مناسبت یې ۳۵ طالبانو له زندانه خوشي کړل.

شریک کړئ

ورته مطالب