Post Image

د سیاسي چارو شنونکي وایي، اوسمهال پاکستان په خپلو لومو کې بند راغلی ځکه خو د کشمېر مسئله د افغانستان له سولې سره تړي.

د سیاسي چارو شنونکی اجمل هوتک وایي، پاکستان له کشمېر سره د افغانستان سولې پروسې له تړلو سره غواړي چې په هند فشار راوړي څو له خپلې پرېکړې په شا شي.

ښاغلي هوتک په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«زما په نظر پاکستان په خپلو لومو کې بند راغلی ځکه خو اوس د هند د فشار غچ له افغانانو څخه اخلي او د سولې پروسه سبوتاژ کوي.»

د سیاسي چارو شنونکي زیاتوي، افغان حکومت باید د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه خپل دریځ روښانه کړي او رسمًا دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي اسدالله همدم انسان نیوز ډېسک ته وویل، دا د افغانستان په چارو کې د پاکستان ښکاره مداخله ده.

نوموړي وویل:

«طالبان دې د پاکستان چل ول ته په کتو د دې هېواد له منګولو ځان خلاص کړي او په ازادانه ډول دې د سولې خبرې مخته یوسي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شهباز شریف څرګندونې د نوموړي شخصي نظر او څرګندونې بولي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند انسان نیوز ډېسک ته وویل، د افغانستان او پاکستان اړیکې دولت په دولت دي، د احزابو د غړو څرګندونې د اندېښنې او پام وړ نه دي.

دغه غبرګونونه په داسې مهال دي چې د پاکستان پارلمان غړي شهباز شریف ویلي، د کشمېر په قیمت په کابل کې سوله نه غواړي.

شهباز شریف د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم تورن کړی چې د امریکا ولسمشر ټرمپ سره یې په لیدنه کې د افغانستان د سولې په بدل کې کشمیر معامله کړی دی.

نوموړي ویلي:

«دا څنګه معامله ده؟ څنګه انصاف او څنګه فکر دی چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره دې خوشحالي وشي او محفلونه دې جوړ شي، خو کشمیر کې دې وینې تويې شي.»

شهباز شریف ټینګار وکړ دا امکان نه لري چې کشمیر دې په اور کې وسوځي، ښځې او ماشومان دې وژل کیږي او موږ دې ولسمشر ټرمپ ته وایو چې په افغانستان کې سوله ټینګوو. داسې نه کېږي او داسې به و نه شي.

د پاکستان د پارلمان غړي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ لانجه زیاته شوه، پرون هند په بې ساري اقدام کې د کشمیر اختیارات لغوه کړل.

د هند اساسي قانون ۳۷۰ مادې د جمو او کشمیر ایالت ته چې اکثره پکې مسلمانان اوسیږي ځانګړي اختیارات ورکړي وو، خو له دې وروسته دا اختیارات د اجرا وړ نه دي.

بل‌خوا راپورونه وایي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له زلمي خلیلزاد سره په وروستۍ لیدنه کې د سولې خبرو تر څنګ د کشمیر مسئله هم شریکه کړې او ویلي دي چې په کشمېر کې تاوتریخوالی به د افغانستان سولې په پروسې بدې اغېزې ولري.

د پاکستاني چارواکو دا خبرې پر داسې مهال دي چې نن چهارشنبه د اسد په ۱۶مه طالبانو د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه موټر بم برید وکړ، ۱۴تنه پکې ووژل شول او ۱۴۵ نور ټپیان شول چې زیاته برخه یې ملکيان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي ورته څرګندونې کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلی وو، چې د کشمیر مسئله به د افغانستان د سولې پروسه اغېزمنه کړي.

شریک کړئ

ورته مطالب