Post Image

يوسف او ملکه (دواړه مستعار نومونه) هغه جوړه ده چې ۸کاله وړاندې يې کوژده کړې، خو لا یې د واده ارمان نه‌دی پوره شوی. د کوژدې پرمهال ملکه ۱۶کلنه او یوسف ۲۷کلن وو. ملکه نن سبا ۲۴کلنه او کوژدن یې د ۳۵کالو دی، خو لا هم معلومه نه‌ده چې څه وخت به دوی دواړه د واده په جامو کې راښکاره کېږي.

یوسف چې په کابل ښار کې دکانداري کوي انسان نیوز ډېسک ته وویل، ستونزه د ولور په پرې کولو کې ده چې دی یې د ورکولو وس نه‌لري. نوموړی وړاندې وايي:

«شپږ لکه افغانۍ یې راباندې اېښې دي، د خدای لپاره دا له کومه کړم، یو کوچنی دکان مې دی چې د کور او دکان کرایې خرچه هم نه‌شي پوره کولای.»

دا ۳۵کلن زلمی وايي چې د دوی په څېر د یوې غریبې کورنۍ لپاره د پینځه- شپږ لکه ولور ورکړه نه یوازې سخت، بلکې ناشونی دی.

«تشه لاسه ته مې دښمن یې، دا اته کاله وشول چې د واده لپاره پیسې پس انداز کوو، خو نه‌پوره کېږي، بیا د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې چې ګټې وټې سر خوړلی د دومره پیسو پیدا کول بیخي سخت شوي.»

یوسف وړاندې وايي چې څو ځله یې له خسر څخه د ولور راکمولو غوښتنه کړې، خو بر عکس، هم یې د رد ځواب اخېستی او هم یې پیغورونه او سپکې سپورې اورېدلې دي.

یوسف زیاتوي چې پر شپږ لکه نغد ولور سربېره یې، خسر ورته د واده یو اوږد لېست هم سپارلی چې څه باندې ۲لکه افغانۍ کېږي.

«په دې لېست کې د واده ټول لګښت دی، لکه وریجې، غوړي، غوښه، چای، بوره، لرګي، مېوه، ترکاري او نور، دا خو به نه‌وایم چې ناوې ته به کور او کالي هم برابروم. بس الله دې زموږ عرض واخلي، صبر به کوو چې څه کېږي.»

بلخوا ملکه وايي، د ژرندې د دوو پلونو ترمنځ دل شوې ده؛ یو خوا نامزاد ترې غواړي په پلار زور واچوي چې ولور راکم کړي، له بلې خوا یې د پلار ضد مایوسه کړې ده.

«زه نوره بیخي رواني شوې یم، کوژدن مې بې‌وسه او پلار مې ضدي دی...»

او په همدې سره یې سترګې له اوښکو راډکې شوې او نورې خبرې ترې پاتې شوې.

د یادولو وړ ده چې لوړ ولور یوازې په کابل کې نه‌، بلکې د ټول هېواد په کچه ځوانانو او پېغلو ته ستونزې جوړې کړې دي. په ځینو مواردو کې زلمیان تر کوژدنې وروسته په مساپرۍ وځي او کله چې راوګرځي د کوژدنې یې د پلار په کور سر سپین شوی وي او د ده په مساپرۍ او پردۍ مزدورۍ کې.

شریک کړئ

ورته مطالب